دسهیلي پښتونخوا د
کلاسېف الله د شاعرانواو ليکوالو ادبي بهير پښتوادبي ټولني کلاسېف الله په تکل د جون په دریمه ورځ دکلاسېف الله
ولسوالۍ دشوراپه تالار کې يوه ډیره مهمه ورځنۍ څېړنغونډه وشوه .دا غونډه پر درو برخو وېشل شوې وه چي د غرمې پر اا
بجو او دېرشو دقيقو پيل شوه .دغونډي دلومړۍ برخي د وياندی چاري محمدنوازقائل ترسره کولې او دغونډي پيل د قران
کريم د سپېليو اياتونو په تلاوت عبدالرحمن معصوم و کړ .ورپسې وياندمحمدنوازقائل دلومړۍ برخي چي دکلاسېف ا
له دسيمي دتکړه شاعر عبدالقادرمجرم د دويمي شعري ټولګي "ژوندون او امېدونه " مخکتني ته ځانګړې شوېوه
پیل کړه چي دمشرتابه دپاره یې وتلي شاعراو ليکوال ښاغلي دروېش دراني ته بلنه ورکړه .ددرانه مېلمانه پر څوکۍ د
کښېنستلو دپاره يې دپښتوادبي ملګري لورالايي مشر او لوي شاعر ليکوال سيدخيرمحمدعارف راوغوښتو اودارنګه یې د
کوربه دپاره د "ژوندون او امېدونه "څښتن ليکوال شاعر عبدالقادرمجرم ته په برخه کړ .
له دې لومړنيو م
اسمو وروسته د اولنۍ برخي با قاعده پیل دپاره یې ليکوال اوشاعر بوریوال کاکړ ته بلنه ورکړه چي هغه
یره په زړه پوري خوندوره او د ټولګي د څښتن له پاره له حوصلې ډکه مقاله وړاندي کړه.دویمه مقاله د ږوب څخه راغ
ی تکړه لیکوال اوشاعر بارکوال ميانخېل چی د کتاب یې په زړه پوری تنقیدي جایزه هم اخستې وه وړاندي کړه او دریمه
مقاله د کوټي د پوهنتون استاد نصیب الله سیماب چی کتاب یې په هر اړخیځ ډول لوستی او دکتاب ښه او بد یې په ګوته
کړی وول. د لومړی بر خي مقالو نه پس دغونډي وياندمحمدنوازقائل دلومړۍ برخي مشر،مېلمه او کوربه ورس
ه نصیرالدین کاکړ؛پیرمحمد سیلاب ته په خپل خپل وار سره بلني ورکړې او هغوي په تالار کې ناستو خلکو ته دعبدال
ادرمجرم پر شاعري او ژوند دخپلو درنو د قدر وړ او عا لمانه خيالاتو څرګندونه وکړه .
له هم دې سره دغونډي
دا لومړۍ برخه پر ا بجه او ٤٥ دقيقو وپاي ته ورسېده او ورسره سم د ټولني له خواه د غرمې د ډوډی بندوبست سوی وؤ د
ډوډۍ خوړلو او دماسپښين د لمانځه له کولو وروسته پر پنځه بجې بیا دویمه برخه ؛؛ په اوسني دور کي پښتو ادب
او زموږ ذمه واري؛ ترسرلیک لاندي پيل شوه .
د دغي برخي وياند حبيب الله خوشحال وؤ چا چې د غونډي د پیل کو
و له پاره بیا و عبدالرحمان معصوم ته د تلاوت کولو له پاره بلنه ورکړه او د دویمه برخي پیل هم په مبارکو
یاتونو وشو او بیا یې د دغي برخي دمشرتابه دپاره دپښتوادبي ټولني کلاسېف الله مشر(راقم الحروف) محب الله شېراز
ته بلنه ورکړه چې راشي او دمشر پر څوکۍ کښېني .د مېلمه په حېث یې تکړه شاعر او لیکوال محترم پروفيسر محموداياز
پر څوکۍ کښیناوه او دکوربه دچارو دپاره یې عبدالمالک زهير ته خواست وکړ چې دکوربه څوکۍ ورسي .
دغونډي دغه برخه دغونډي سرليک " په اوسني دور کې پښتو ادب او زموږ زمه وارۍ " ته ځانګړې شوې وه چې تکړه شاعراو
يکوال عارف تبسم ،ډاکټر شفيق پرې خپلي مقالې په خپله او د داوؤد جنون مومند مقاله د محمدنوازقائل له خوا و
وستل شوه او دا رنګه رازق فهیم چي خپله مقاله یې نه وه راوړې او ښه توده وینایې پر ورکړل سوې عنوان باندي وړاندي
کړه چی تقریباً د ټولو برخوالو له خوا و ستایل شوه .
هم دارنګه درویش دراني هم د رازق فهیم وینا و
سره اتفاق کړه او زیاته یې کړه چي په کار ده موږ وټول پښتون اولس ته اول په علم او تعلیم ښایسته کړو او بیا ادب
ته په تاکنیکي توګه وده ورکړو .له هغه نه وروسته د غونډي د دې برخي کوربه عبدالمالک زهير ،مېلمه پروفيسر محم
وداياز او مشر محب الله شېراز په خپل خپل وار خوږې او له پنده ډکي خبري وکړې او هم دا ډول د نوموړې غونډي دا
دويمه برخه هم دماښام پر ٧ بجو پاي ته ورسېده .ديوې ورځنۍ څېړنغونډي دريمه او وروستۍ برخه چې يوې درنې او خوندوري
مشاعرې ته ځانګړې شوې وه له ډوډۍ خوړلو او يوه څه ارام کولو وروسته دماسخوتن پر نهه نيمو بجوپيل شوه . دنوم
وړې برخي ويندويي ډاکټر هرات ناصر او خان زمان کاکړ په ګډه کوله .
د دې وروستۍ برخي مشر د بوري
د سيمي تکړه او خوږژبۍ شاعر رازق فهيم و،د مېلمانه پر څوکۍ له ږوب څخه راغلی شاعر اورنګ زېب احساس ناست و او
دکوربه چاري دبوري نوميالي او ځوان شاعر عارف تبسم تر سره کولې . وياند ډاکټر هرات ناصر او خان زمان
کاکړ په ډېر ښه او په زړه پوري توګه په مشاعره کې شريک شاعران په خپل خپل نوبت دريځ ته راوبلل او دوي خپل
خوندور له پنده ډک او په زړه پوري کلامونه دغونډي برخوالو ته وړاندي کړل کوم چې د هغوي له خوا په درنو چکچکو
او شاباښي ولمانځل شو هم دا شان په دې مشاعره کي کم نه کم ۴۰ شاعرانو برخه لرله.
دمشاعرې په
پاي کې دمشاعرې مشر رازق فهيم پر اوسني پښتو ادب او وهغه ته ورپېښو ستونځو او په هغه کې د لاس ته راوړنو باندي د
پام وړ خبري وکړې او خپل خوږ کلام يې د مشاعرې برخوالو ته واوراوی .دا رنګه د پښتوادبي ټولني کلاسېف الله په تکل
جوړه شوې يوه ورځنۍ څېړنغونډه د شپې پر يوه بجه او دېرشو دقيقو پاي ته ورسېده .موږ و لوي څښتن ته لاس په دعا یو
چي خداﺉ دي د پښتوادبي ټولني کلاسېف الله وټولو ملګرو ته نور هم لا زیات همت ور کړي چي دوﺉ هروخت په دا
شان په یوه سلا او یوه زړه د خپلي مورنۍ ژبي چوپړ ته ملا تړلي پاته شي او ورسره نورو ادبي ملګرو ته هم دا جذبه
ورپه برخه کړي. ( آمین)
محب الله ښېراز
پښتو ادبي ټولنه
کلا سیف الله لویه
پښتونخواه