مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دښاغلي هوتك دفرهنګي هلوځلوددرنښت غونډي راپور

احمدشاه هوتكي

په کاناډا کي دښاغلي محمد م عصوم هوتک د فرهنګي او ادبي هلو ځلو د درنښت غونډې لنډ رپوټ

افغان رساله  د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او یادونې په  لړ کې دا ځل  دکاناډا د  (۱۴۰ کلیزې ) ملی ورځې په ویاړ، د افغانستان د پيژندل سوي  ادبي  ــ فرهنګي څيړې ، څيړې ،نامتو او پیاوړی لیکوال   ، څیړونکی او شاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک دادبي اوفرهنګي هڅو او خدمتونو  د  درنښت   په وياړ ،يوه پرتمينه  ادبي غونډه  د ۲۰۰۷ کال د جون  پر ۳۰ مه د شنبې په ورځ د ماپښین پر ۳ بجو د ټورنټو د ښار په زړه ( سکاربورو سویک سنټر ) اديتوريم کي ددرنومراسم وپه ترڅ کي ونمانځل سوه
ديادوني وړده چي داغونډه دښاغلي هوتک له شپيتمي کاليزي سره برابره وه . په دې غونډه کي داونټاريوايالت له بېلابېلوښارګوټو، اټاوا اوامريکا څخه راغلومېلمنوافغانانو، دټورنټواوشاوخوا اوسېدونکوافغاني پوهانو، ليکوالواوشاعرانوبرخه اخيستې وه . غونډه ، دمېرمن زرغونې خوږلڼ په انانسرۍ اودقاري جار الله جعفری  له خوادکلام الله مجيددڅومبارکوآياتونوپه لوستلوسره پيل سوه . ورپسې دافغان رسالې چلوونکي ښاغلي احمدشاه هوتکي ددې غونډي پراړتيااودافغانانوپه يوموټي کولوکي ددغه رازغونډوداغېزې په باب وينا وکړه اودحاضرينوله برخي اخيستني څخه يې مننه څرګنده کړه. بيا دانټاريودايالتي صدراعظم ډالټن ميګنټي ، دټو نټودښاروال ډيويډ ميلراوداوکويل ښار دښاروال .... پيغامونه، چي ددې غونډي دجوړېدوله امله يې رالېږلي وو، و وستل سول . ترهغه وروسته دهيوادمنلي مبارز، ليکوال اوټولنيزشخصيت الحاج غلام محی الدين زرملوال دښاغلي هوتک دژونداوآثاروپه باب هراړخيزي خبري وکړې چي دحاضرينوله خواپه مينه سره واورېدلي سوې . دښاغلي الحاج زرم وال ترويناوروسته ښاغلی استاد پرویز نیک آيین،  ښاغلي انجینیر سلطان جان کلیوال، ښاغلي ډاکټر حفیظ الله خوږلن ،     ښاغلي د ډاکټر نثار احمد صمد، ښاغلي جاوید وردګ  ، اغلې نسرسن هوتکی ، اغلې ډاکتر م ژده کاظمی، اغلې مدینه هوتکی ، اغلې شافعه سردار، ښاغلي جان محمد سرشک ،ښاغلی    صداقت،  په کاناډا کی د افغاني ښځو د ټولنې مشره آغلې آدینه نیازی ،  اغلې  مریم  جانی صالحی  ، ځوان شاعر ښاغلي  سعید لودین    ،    ښاغلی اسدالله خاطر ،   ښاغلي اصغر عبادی  او   اغلې پروین پژواک په نوبت  سره     دښاغلي معصوم هوتک پرآثارواوفرهنګي اوعلمي هڅوباندي مفصله روڼاواچوله ، دده هڅي يې دافغاني کلتورپه ځلېدوکي اغېزمني وبللې .
دويناووپه پای کي ښاغلي محمدمعصوم هوتک دافغان رسالې له چلوونکي اوددې غونډي له برخه والوڅخه دمنني څرګندولوپه ترڅ دهيوادپه فرهنګي وضعه اودخپلوقلمي هڅوپه باب خبري وکړې چي حاضرينويې په چکچکوهرکلی وکړ
ورسته  د  احمد شاه  هوتکی  لخوا د افغانستان  د ملی سوغات  (   لنګی)    ښاغلئ  هوتک    ته وراندی سوه  چي دښاغلي سیدداود حسنیی    خوا  ښاغلی هوتک ته ور وتړل  سوه.
همدا راز هغه انځور چي دافغان رسالې لخوا د ښاغلي کامران احمدی لخوا تهیه سوی وی د احمدشاه هوتکی لخوا ښاغلي محمد معصوم هوتک ته وړاندی سو.
دې غونډي ته دښاغلو ، کانديداکادم يسن محمداعظم سيستاني ،پوهاند دوکتور سيدخليل الله هاشميان ، ښاغلي پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد، دا وپادکلتوري ټولنودجرګې مشر ښاغلي زرين انځور، ، ښاغلي اکرم عثمان ،   له کندهارڅخه ښاغلي احمد صميم ، د جواهر لال نهرو د پوهنتون  د استاد ښاغلی ډاکتر خالق رشید   ،دکاناډا د خپرونو د ملی شورای  دمش   ،په انټریو کي ا اوسیدونکو افغانانو د اتحادیې ،له سویډن څخه  د ښاغلي حبیب الله غمخور  ،د لندن څخه د ښاغلی عبدالناصر ریشا  ،د وانکوور څخه د ښاغلي عبدالباری جمال    ،دویانا د کلتوری ټولنی  ،د جرمنی څخه د  افغان د کلتوری ودې  ټولنې   او د امریکا څخه  افغان ملی ټولنې پيغامونه رااستولې وو. غونډه دمازيګرنۍ په خوړلواودښاغلي استاد شمس الدين مسرورله خوادکنسرت په ورکولواودټورنټودځوانانوله خوادملي اتڼ په کولوسره دحاضرينوپه ولولوکي  دشپې پر لسو بجوپای ته ورسېده . ددې غونډي له پاره ليکلي سوي م الې اوپيغامونه به دافغان رسالې په پاڼوکي خپرې سي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery