مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-04   مخپرونکئ : عُمر واحديار

په اسلام آباد كي اوس هم شور ګډ دئ --------- راپور

عمر واحديار

 

د پرون ورځي غوندي تېره شپه هم د اسلام آباد په زړه كي د لال مسجد د وسله والو طالبانو او پاكستاني پوليسو ترمنځ خال خال ډزي رواني وې، چي د راپورونو له م خي تر اوسه يې له امله ۱۲ تنه مړه او تر ۱۰۰ زيات ټپيان سوي دي.

نن دوهمه ده چي د اسلام آباد د لال جومات او حفصه مدرسې شخړه د سيمه ايزو او نړيوالو سنيو د پام وړ خبر ګرځېدلى دئ.

نن سهار د جولاى پر ۴مه د اسلام آباد د پوليسو مشر ملك ممتاز اردو بي بي سي ته وويل د مړو شمېره هغه وخت لوړه سوه چي له پرونيو زخميانو څخه ۳ تنو په روغتون كي ساه و كړه.

د اسلام آباد پوليسو د لال مسجد د خطيب مولانا عبدالعزيز او د هغه د ورور په ګډون ۴۰۰ كسه په قتل، ترهګري او تاوتريخوالي تورن كړي او د هغوى پر خلاف قضيه يې په محكمه ثبت كړه.

د لال مسجد شاوخوا اوس هم د پوليسو په ولكه كي ده او په لوډ سپېكرونو كي د سيمي اوسېدونكو ته له كورونو څخه د نه اوتلو توصيه كوي.

 

پاكستاني پوځ د جمهوري رياست ماڼۍ او د پارلمان د ودانۍ شاوخوا په خپ ه ولكه كي اخيستې او تيارسى ولاړ دي.

تېره شپه د پاكستان جمهور رئيس پروېز مشرف او لومړي وزير شوكت عزيز په يوه فوق العاده غونډه كي د اسلام آباد اوسېدونكو ته د ګرځبنديز حكم وكړ.

د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وايي حكومت تيار دئ چي پر مسجد يرغل وكړي، خو دا كار ځكه نه كوي چي د پاكستان او اسلام د بدنامۍ سبب ګرځي، ده وويل موږ غواړو شخړه د خبرو له لاري اواره كړو.

په داسي حال كي چي د زده كوونكو مندي او پ رونه له مدرسې دباندي د بچيانو راوتلو ته انتظار دي، د مسجد له شاوخوا څخه اوس هم ډزي اورېدل كېږ ي.

پر شاوخوا سړكونو اغزن سيمان غځول سوي او جومات ته تللي لاري د پوليسو په قبضه كي دي. چارواكي وايي په وژل سويو كسانو كي ۵ طالبان، يو خبريال، دوه پوليس او يو لاروى دئ.

 

د لال مسجد د مشر مولانا عبدالعزيز ورور او وياند مولانا عبدالرشيد غازي پاكستاني پوليس پر دوى په ډزي كولو تورن كړل، د ده په وينا تر پوليسو وروسته د مدرسې طالبانو هم جوابي ډزي وكړې.

مولانا عبدالرشيد غازي وويل د حكومت په مقابل كي يوازي د لال مسجد او حفصه مدرسې طالبانو احتجاج نه دئ كړى، بلكي د ښار سوداګر او د تعليمي ادارو ځيني نور كسان هم ورسره ملګري دي.

عيني شاهدان وايي د مدرسې د طالبانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب هغه وخت پيل سو چي پرون د حفصه مسجد په لسګونو طالبان سړك ته اووتل او د الجهاد الجهاد او تكبير نارې يې شروع كړې. وروسته پوليسو د هغوى د تيت او پرك كېدو دپاره اوښكي تويوونكى ګاز استعمال كړ او بيا ډزي پيل سوې.

 

تر اوسه لا دا نه ده معلومه چي ټكان اول پوليسو كړي او كه طالبانو، خو په اسلام آباد كي د بي بي سي د اردو ويبپاڼي خبريال هارون رشيد وايي د مسجد پر بام ولاړ طالبان كلاشينكوفونه په لاس جګړې ته ام اده ولاړ دي او لاندي ولاړ طالبان په پټرولي بمونو او لرګيو سمبال دي.

د لال جومات او حفصه مدرسې مشر مولانا عبدالعزيز د پاكستان حكومت ته ګواښ كړى چي كه يې په وړاندي له زور څخه كار واخيستل سي دوى به ځانم ګو بريدونو ته ملا وتړي.

د چارو څېړونكي په دې نظر دي چي ښايي د مدرسې له طالبانو سره د پاكستان د ح كومت لوړ پوړي چارواكي ملګري وي چي له دونه تاوتريخوالي سره - سره بيا هم پوځي حكومت د دوى په وړاندي عملياتو ته زړه نه ښه كوي.

 

بايد وويل سي چي د لال مسجد د طالبانو او پاكستاني حكومت ترمنځ شخړه د څو مياشتو راهيسي روانه ده.

د لال مسجد طالبانو هغه وخت د پاكستاني حكومت پام ځان ته واړاوه، چي څو مياشتي دمخه يې په اسلام آباد كي د اسلامي شريعت د نفاذ حكم جاري كړ او ورسره سم يې له يوه كوره څو تنې ښځي د فحشا او اخلاقي فساد په تور يرغملي كړې، وروسته يې ۵ پاكستاني پوليس هم ونيول چي بيا يې ټول خوشي كړه.

د دغه مسجد طالبانو تېره اونۍ له يوې چينايي آرايشګاه څخه ۸ تنې چيناياني هم يرغملي كړې چي وروسته يې د دوى په وينا تر وعض او نصيحت وروسته خوشي كړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery