ولې شاه طبيب
کندهار د ميزان ۲۸-. ۱۳۸۳
له تيرو پنځه ديرشو کالو راهيسې وچکالي دچا نه په ياديږي ،که څه هم ۳۵ يا ۴۰ کاله دمخه يوه وچ کالۍ تيره سويده . ددې اوسنۍوچ کالۍ دا شپږم کال دی چه په ټول هيواد کښې خپره سويده ، خو دوچکالۍ شدت په جنوبې ولاياتو کښې زيات دی . څرنګه چه دا _ ٢٦کاله جګړه دافغانستان دورانې باعث سوه ، دبله طرفه موجوده زوروره وچکالۍ دافغانستان دغريبو خلکو لپاره يوبل لوی ناورين رامنځ ته کړ . افغانستان چه يو زراعتې هيواد دی ، او ټول عايدات دمالدارۍ او کرهڼې څخه ترلاسه کيدل ، او کرهڼه هم تکيه پر اورښتونو کوي . څرنګه چه دشپږو کالو راهيسي د اورښت اندازه دومره راټيټه سويده چه هيڅ په تيرو سلو کالو کی داسی شديده وچ کالۍ نه ده پيښه سوې . وچ کالۍ دژوند په هره برخه کې خپلې ناوړې اغيزې وښندلی او دملک اقتصاد ته يی ډير لوي ګواښ پر ځای پريښود،
دوچ کالۍ ناوړه اغيزې په لاندې ډول دې:
لمړی : دچښلو داوبو کمښت:
دا موږ ټولو ته روښانه ده چه په افغانستان کښی ډير لوی سيندونه لکه هلمند ،امو،ارغنداب ،کنړ ، کابل سيند ،فراه رود ،هريرود،پنجشير ، ارغستان ،ترنک ،کوکچه اوداسی نور سيندونه سته ، چه په دی ټولو سيندونو کې ډيري پريمانې اوبه بهيدلې . له بلي خوا داوبو طبعي چينې موجودي وې ، چه په بعضی ځايو کې دچينو اوبه دومره ډيرې وی چه په اکثرو ځايو کښی ژرندي دچينو په اوبو چليدلې . په عنعنوي ډول په افغانستان کښي د سطحي څاهانو څخه زياته ګټه اخيستل کيده ، دا څاهان به معمولا ژور نه وه ددوې ژورواله د 10 تر 15مترو پورې رسيدی ، اوپه ډير ساده اسبابو په وسيله چه سلواغه او څرخ يا غرغړې په وسيله يی اوبه دڅاهانو نه راايستلي . په کليوالي ژوند کښې څاهان دومره ډير نه وه ، بلکه زياتره دنهرو ،ويالو ، چينو او کاريزو داوبو څخه دچښلو استفاده کوله . وچ کالۍ دا ټول تر اغيزې لاندې راوستل ، رودونه وچ سوه ، دکاريزو اوبه پر څلورمه برخه ودريدلې او يو شمير کاريزونه خو بيخې پرمخ وچ سوه ، داوبو سطح ډيره ټيټه سوه چه په نتيجه کې دچينو او سطې څاهانو اوبه ورو ورو کميدلې چه بالاخره پر مخ وچې سوې . شتمنو خلکو په خپلو کورونو کی دبرمې په وسيله يو څه ژور څاهان وايستل ، داد غريبو خلکو لپاره هم غنيمت سو ، همدارنګه دبشرې مرستو کارکوونکو هم يو څه ژور څاهان وکيندل او لاسې بمبې يی پر کښيښودې چه يو څه مشکل يی دکليوالو ورحل کړ . خو کرار کرار وچ کالۍ شدت نور هم زيات سو ، نور هم داوبو سطح کښته سوه ، سطحې څاهان خو پخوا لا وچ سوې وه ، دا ځل دلاسی بمبو څاهان هم وچ سوه . يو شمير زيات کليوالو ښارونو ته مخه کړه ، په ښارونو کې دکليوالو لپاره دکو ر ستونزه او نوری ستونزې پيدا سوې .
دوهم : دوچ کالۍ اغيزې پر مالدارۍ باندي :
مخکي مو وويل چه افغانستان يو زراعتي مملکت دی ، مالداري زموږ دګران وطن دملې عايداتو زياته برخه جوړوله . په افغانستان کي ډير کوچيان اوسيږي او ددوي ژوند يوازي او يوازي پر مالدارۍ باندي تکيه کوله . دوچ کالۍ له وجي دکوچيانو ټول مالونه لکه ميږي او وزګړي يا خو دخوراک دنه موجوديت يا خوارځواکۍ له وجي مړه سوه او يا يې په ډيره ټيټه بيه خرڅ کړه ، دکوچيانو او کليوالو ژوند دډير دروند ګواښ سره مخامخ سو ، دوی نور شيدې او دهغه څخه په لاس راغلې لبنيات لکه مستې ، غوړي او کورت نه درلوده . دوړيو او پوستو کمبود دکورنۍ او ملک په اقتصاد ناوړي اغيزې وکړي . دکوچيانو او کليوالو ماشومان او ميندي په خوارځواکۍ اخته سوه ، او دنورو ناروغيو دحملو لپاره ډير کمزوری سوه ، د مړيني او ناروغۍ کچه لوړه سوه ، په ځانګړې ډول کوچيان چه هميشه خوځنده دي . دوی بيچاره ګان ډير تاواني سول حتی خيريه موسسو هم دکوچيانو سره دکومک کولو ته زړه نه ښه کاوه ، دوی دا دليل وايی چه کوچيان په حرکت کې دې موږ دخپلو کومکو اغيزه نه سو ارزيابي کولای . ددولت په سطح هم ددوی سره مرسته نه ده سوې . دوچکالۍ له وجې دغوښو او لبنياتو بيه دومره لوړه سوه چه دغريبانو تر وس ډيره لوړه وه چه حتی په مياشت کي يو ځل هم دغوښې خوړل ورته ناشونی وو .
غلې، دانې او ميوه جات :
مخکي مو وويل چه داوبو طبعي منابع داورښت دکمبود له وجې بيخي ډير راکم سول ، او په وطن کښي دکروندو کښت ډير راکم سو ، افغانستان دغلې دانې دتوليد له نظره په پخوا کښي پخپلو پښو ولاړ ملک وو . خپل غنم ،جوار اونور حبوبات زموږ په خپل هيواد کي کرل کيدل او ګټه ترې اخيستل کيدل . ددې اخري وچکالۍ له وجي کرونده ګر داوبو دکمښت له وجي ونه توانيدل چه مځکه وکري . شتمنو مځکه لرونکو دخپلو باغونو او کروندو لپاره ژور څاهان وکيندل ، قوې واټر پمپونه يې چه په ډيزلو چليږې نصب کړل ، دنورو کم وسو باغ لرونکو دانګورو ، انارو ،بادامو او نورو ميوو باغونه وچ سوه ، چه په نتيجه کی زموږ دميوو صادرات هم ډير راکم سوه ، او دميوو کيفيت هم متاثره سو ، مٍثلا انار ،انګور،بادام او نور ښه غوښن نه وه او کيفيت يی تر سوال لاندې وو دا ځکه چه دا وني او بوټي په ډيرو زلالو اوبو چه دمځکي له عمقه راپورته کيدلې اوبه کيدلې ، حال داچه درودونو ،ويالو او کاريزونو اوبه زيږې او دزياتو عضوې موادو درلونکې وې . کرونده ګرو دتارياکو وکرلو ته مخه کړله ، ځکه چه د غنمو او نورو حبوباتو په کرلو دواټرپمپ دچلولو مصارف نه پوره کيدل ، حتی په بعضی ولايتو کښی د شکرپارې اونورو ميوه جاتو ونې وايستلې او مځکه يی دتارياکو وکرلو ته تياره کړه.
دوچ کالۍ اغيزې دبرښنا پر توليد باندې:
زموږ په ګران هيواد کښي چه کومه برېښنا توليديږي ، زياتره داوبو دتوربينو څخه ده ، څو محدود داوبو بندونه عبارت له کجکې ،سروبې ، نغلو ، چک وردک ، دورنټه او يوڅو نور واړه بندونه چه ديره لږ برښنا توليدوی موجوددې ، ددغو بندونو دتوليد ضرفيت ډير راټيت سويدی .
دوچ کالۍ اغيزې پر روغتيا باندې:
داوبو دکمښت له وجي د وګړو او ټولني حفظ الصحه د ګواښ سره مخامخ سوه ، دومره کافي اوبه کورنيو ته نه دي ميسرې چه په منظم ډول خپل ځانونه پريولي ، دکالو او حتی دلوښو دپريوللو لپاره اوبه نه سته ، چه داټول عوامل پر روغتيا باندې ناوړه اغيزه کوي ، دبله خوا دکورنۍ کمزورۍ اقتصاد دوچ کالۍ له وجي کافي غذايي موادو و کموالی لکه شيدې ، غوړي ،غوښه او نورو کمښت دماشومانو او ميندو دخارځواکی سبب سوه . دناروغيو کچه لوړه سوه .
دوچ کالۍ نورې اغيزې :
دهوا مرغان داوبو په لټه کې ياخو دمنځه ولاړه اويا خو نورو ملکو ته کوچ وکړ .
داوبو دکمښت له وجی چاپيريال ککړ سو ، اقليم وچ سو ، دوړې او خاوری دبادونو سره زيات سول او دتودوخې درجه نوره هم توده سوه .
دوچ کالۍ اغيزې به ډير دوام وکړې ، که چيری دخدای تعالی ج په رحم زيات اورښتونه هم وسې ،خو دوچ کالۍ اغيزي به تر ډيرو کلو پر ځای پاته وي ، مثلا يوه دانارو ونه پسله شپږو کالو ميوه کوی ، همدارنګه دانګورو تاک پسله درو څلورو کلونو انګور کوي ، همدارنګه دکوچيانو لپاره درمو او مالونو پيدا کول ډير کلونه ِغواړی .
دوچ کالۍ داغيزو دمخ نيوی لپاره دلويو او وړو ډمونو او ذخيرو جوړول دی ،چه دبارانونو او سيلونو اوبه را مهارکړي او دضرورت په وخت کی استفاده ورځني وشي ، په افغانستان کي کاريزونه يو عنعنوي ډول داوبو دمنابعو څخه دي ، که چيري کاريزونو ته نژدې واړه داوبو ډمونه جوړ سي ،چه دباران اوبه هلته وساتل شي او دکاريز دتقويي سبب سي .
راځی چه دپاک خدای ج په وړاندی ددعا لاسونه پورته کړو چه الله تعالی ج دخپل رحمت بارانونه واوروي او موږ ددې ناورين څخه وژغوري .