مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-18   مخپرونکئ : عُمر واحديار

ناروې کې د استاد پژواک يادغونډه وشوه

اټک


پرون (زمری ٢٨)دناروې په هېواد کې اوسلو ته څ ېرمه د ليلستروم په ښار کې د هېواد دوتلي سياستوال ،اديب او منلي ملي شخصيت استاد ارواښاد عبدالرحمن پژواک ياد د ولسم تلين (١٣٧٤غبرګولی،١٨)په نامه په ياد شوي هېواد کې د يوشمېر ميشتو ليکوالو اود نظر دخاوندانو له خوا ولمانځل شو٠
د عظيم الشان کلام تر تلاوت وروسته د واک فونډېشن مشرليکوال او د نظر خاوند  ښاغلي انجنير م حمدانعام واک د ارواښاد پژواک دسياسي او ادبي ژوند په هکله سپينې،هراړخيزې او له نويو معلوماتو ډکه وينا واوروله چې د برخوالو د خوښۍ وړ  وګرځېده٠ښاغلي واک وويل نور خلک او ولسونه شخصيتونه  نه لري او موږ داسې لوی وی شخصيتونه لروچې  پېژندنه او شهرت يې نړۍ وال دی،استاد پژواک نهايت مخلص ،پاک زړی اوخوشباوره انسان و٠٠٠٠همدارنګه دنوموړې غونډې دويم ويناوال نوماند ژورنالست او د دعوت دملي او خپلواکې  مياشتنۍ خپرونې مشر ښاغلی محمدطارق بزګر و چې د استاد د ژوند او اند په هکله يې کره او په زړه پورې خبرې وکړې ،ښاغلي بزګر د استاد خصيت پر دوه برخو وويشه، لومړی د استاد ادبي او سياسي نړۍ وال شهرت او دويم د روسانو د تېري په وړاندې له هېواده بهر د استادنه هيرېدونکې  هلې ځلې،همدارنګه ښاغلي بزګر زياته کړه چې استاد دومر ه په خپلې خاورې مين و چې ان په ژوند يې ځان پخپله پېښور ته راورساوه د امرېکې ارام او اسوده ژوند يې ددې له پاره پرېښودچې نه يې غوښتل له خپلې سپېڅلې خاورې پرته بل ځای ښخ شي،ښاغلي بزګر د خپلې وينا په پای کې د يوې غوښتنې په بڼه وړانديز وکړ چې که داستا د خورې ورې مرکې،ليکنې او نظريات راټول کړای شي او يا د دعوت خپرونې ته دښاغليو ليکوالو په مرسته راولېږل شي ،نو هيله يې څرګنده کړه چې  لومړی به يې خوندي او بيا به يې انټرنيټ او هم به يې په چاپي بڼه خپاره کړي،نوموړي د استاد (پښتونستان) نومي کتاب ډير وستايه او د بيا چاپيدا اړتيا يې په ګوته کړه٠
د نوموړې غونډې دريم ويناوال  د واخان خپرونې مشر ليکوال او خپلواک ژورنالست ښاغلی اجمل اټک يوسفزی  و  چې د استاد د ادبي پنځونو تر څنګ يي  د ارواښاد پر نړۍ والو کړنو رڼا واجوله، ښاغلي اټک زياته کړ ه  داستاد ستر شخصيت لا موږ هومره نه دی پېژندلی لکه څومره چې نړۍ والو او په ځانګړي توګه زموږ ګاونډې هېواد ايران او ايرانيانو پېژندلی ،که له يوې خوا مو يو ګاونډی پر خپلو نظامي او جنګي اسلحو باندې د ابدال، سوري او غوري نومونه ايږدي نو له بل پلوه مو دې بل ګاونډي هم پخپلو ډيرو ادارو زموږ نومونه يښي دي چې همدا اوس د پژواک نوم په ايران کې بيخي عام شوی ان په انټرنټ پاڼو کې يې هم مندلای شئ،کاش چې زموږ چارواکو هم په دا درې لسېزو کې د خپلو پلويانو او متنازعه کسانو پر ځای د همدا شان وياړليو او ملي شخصيتونو پر نومونو واټونه،،اکاډمۍ،پوهنتونه او٠٠٠٠٠ نومولی وای٠
د ښاغلي اټک تر وينا وروسته نوموړې غونډه د استاد پژواک روح ته په دعايې پای ته ورسېده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery