مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-22   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د ارواښاد محمددين ژواک د لسم تلين غونډه ( جرمني )

عبدالله احسان - هالنډ

 

د۲۰۰۷ کال د اګست پر اتلسمه نېټه د جرمني فرانکفورټ ته نژدې دهېپنهېم په ښارګوټي کي د ارواښاداستادڅېړنمل محمددين ژواک لسم تلين د نوموړي د فرهنګپالي لور اغلي زرغونې ژواک  په نوښت او لګښت په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې په همکاري جوړ سو .

 

دغونډي مشرتابه پلاویدې سيمينار ته له لندن ، هالنډ ، بلجيم څخه د ليکوالو او فرهنګيانو برسېره يوشمېر جرمني مېشت ليکوال او د کلتوري ټولنو استازي راغلي وه .

دارواښاد ژواک د لسم تلين په دې غونډه چي ښاغلي پوهنمل رحمت ځواکمن پرمخ بېوله  دقرآن کريم په تلاوت پيل سوه .

 اغلي زرغونې ژواک دپرانستونکي وينا په ترڅ کي مېلمنو ته د کوروداني او ښه راغلاست ويلو تر څنګ د ارواښاد څېړنمل محمددين ژواک ژوندليک ولوست او ورپسې لاندنيو ليکوالو مقالې ولوستلې :

ليکوال او څېړونکی  ښاغلي محمداکبر کرګر ،ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد، ليکوال او څېړنکی ښاغلي صديق کاوون ، ښاغلي سرور منګل ،ښاغلي فقيرمحمد ودان ،ليکوال څېړنکي او په اروپاکي د افغاني ټولنو د ګډي جرګې مشرښاغلي زرين انځور ،په بلجيم کي د افغانانو د ټولني مشر ښاغلي حاجي امين باوري او له اکسفورډ څخه  ډاکټر مجاوراحمدزيار رالېږل سوې مقاله دښاغلي پوهنمل طلاباز حبيبزي له خوا ولوسته سوه .

 

غونډي ته له بېلابېلو هيوادونو او کلتوري ټولنو څخه  درارسيدلو پيغامونو له  منځه  ښاغليو مطيع الله روفي په جرمني کي د افغان تياتر او سينمادمرکز پيغام،حاجي امين باوري په بلجيم کي د افغانانو د کلتوري ټولني او په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني پيِغام ،پلوشې فقيري له سويډن څخه د کانديداکاډميسين محمداعظم سيستاني پيغام او ملالۍ ژواک د کانديداکاډميسين محمداکرم عثمان رالېږل سوی پيغام ولوست  .د نورو هغو کلتوري ټولنو ليکوالو او پوهانو نومونه واخسته سوه چا چي د ارواښاد استاد ژواک لسم تلين ته پيغامونه رالېږلي وه .

 

دمقالو ، ويناوو او پيغامونو په ترڅ کي د استاد ژواک پر ژوند  او د هغه پر ادبي، څيړنيزو ، علمي او فرهنګي کارونو  پر اړه په تفصيل سره خبري وسوې  او په پښتو اد دري کي د استاد ژواک زيار او هڅي وستايل سوې .

 

اغلي زرغونې وويل چي په پام کي لري چي د ارواښاد ژواک د لسم تلين غونډي ته لوستل سوي ليکني او پيغامونه د کتاب په بڼه چاپ او خپاره کړي .

 

 دماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته  په مشاعره کي ښاغليو:  پوهنمل طلاباز حبيبزي ، عاشق الله غريب ، اسدالله زمري  او اغلي سېما سما خواږه شعرونه واورول او د غونډي په وروستۍ برخه( ټنګ ټکور) کي ځوان سندرغاړي انجنير لطيف راوي ، ځواني سندرغاړي هما افغان مينه اوښاغلي احمد مريد برخه واخسته  .

په پای کي اغلي زرغونې ژواک د ارواښاد محمددين ژواک د اثر ( رمز او راز ) دوهمه برخه مېلمنو ته ډالۍ کړ ، له ټولو برخه والو يې دهغوی د کورنۍ دغړو او دارواښاد د ميرمن  عايشه ژواک په استازيتوب مننه وکړه .

 

غونډه د ارواښاد پوهنمل محمددين ژواک پاک روح ته ددعا په ويلو د ماخستن پر يوولس نيمي بجې پای ته

ورسېده . په پام کي چي د غونډي يوشمېر مقالې به د استاد ژواک له پاره دښکلا مجلې په ځانکړې ګڼه کي چاپ سي .(ښکلا مجله skala.afg@gmail.com )

 

د څېړنمل استاد محمد دين ژواک لنډه پېژندنه :

ارواښاد څېړنمل محمد دين ژواک د غلام محی الدين خان زوی په ۱۳۳۷هجري قمري کال دکندهار دخشکاوې په روره بات کي زېږېدلی دی .

په اووه کلنۍ کي يې په خصوصي ډول په زده کړو پيل کړی و ،په ۱۳۱۶ هجري شمسي کي يې په کندهار کي مستعجل کورس ووايه او بيا دډنډ په ابتدايي ښوونځي کي ښوونکی شو .په ۱۳۱۸ هـ . ش . کال کابل ته راغی په بېلابېلو ښوونځيو کي يې دښوونکي وظيفه اجرا کړه . د ۱۳۲۰ هـ . ش . شاوخوا پښتو ټولني ته راغی په پښتو ټولنه کي د زيري ادبي جريدې مرستيال سو. بيا يي ددې موسسې په بېلابېلو څانګو کي د مدير او غړي په توګه کار وکړ . ده په دې ټولنه کي د بېلابېلو څانګو له علمي غړيتوب سربېره د قواعدو د مدير په توګه ، د ادبياتو د مدير په توګه د کابل مجلې دمدير په توګه او بيا د زيري جريدې د مدير په توګه کارونه وکړل او په ۱۳۵۲ هـ . ش . کال کي د زيري دجريدې مدير و . چي متقاعد سو .

ده په پښتو ټولنه کي د کار تر څنګ له راډيو افغانستان سره هم همکاري درلوده او د راډيو په تعليمي پروګرامونو کي يې برخه اخيسته .

د سردار محمد داود  دجمهوريت په دوران کي سره له دې چي دی متقاعد و ، خو له مطبوعاتو سره يې روابط وو ، او آثار يې چاپېدل .

د ۱۳۵۶ لمريز کال په ترڅ کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو پراختيا او پرمختيا په څانګه کي د اجير همکار په حيث مقرر سو . د ۱۳۵۷ لمريز کال  په جوزا کي د پښتو ټولني د تدريساتو عمومي مديرسو خو کله چي د تدريساتو مدير لغوه سو دی بيا د مطبوعاتو په کلوپ کي په کار وګومارل سو . څه موده يې دا کار وکړ ، بيا وزګار  و .

 

په ۱۳۵۹ لمريز کال د افغمانستان د ليکوالو اتحاديې مرستيا وټاکل سو خو هغه مرستيالي تش په نامه وه او تر پايه يې هلته کار ونه کړ او د ۱۳۵۹ له اوايلو يې د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو اوادبياتو په مرکز کي د اجير علمي همکار په توګه کار کاوه او د شپېتمو کلونو په وروستيو کي يې دا وظيفه پرېښوده .

 

د شپېتمو کلونو په جريان کي بيا د اويايمو تر اوايلو پوري ده د کابل له مرکزي اخبارونو ، د راډيو افغانستان د ځوانانو له خپروني ، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له خپرونو ، د هنرمندانو د اتحاديې او د قومونو او قبايلو وزارت له خپرونو سره جوخته همکاري کوله .

 

ارواښاد ژواک په ۱۳۷۲ لمريز کال پېښور ته راغی په پېښور کي کال دوه پاته سو دلته يې هم له ادبياتو ، شاعرانو ، ادبي جرګو ، ټولنو پښتو اکاډمۍ او نورو علمي فرهنګي موسسو سره تګ راتګ درلود ، د خپل ذوق سره سم يې خپلي پاچې ليکلې د ځينو ادبي آثارو په باب يې خپلي نظريې او برداشتونه او هم ځينو علمي غونډو ته مقالې له خپل مشرب او د خپل ځانګړي سبک له رغښتونو سره برابري وليکلې چي دلته په پېښور کي په افغاني او پېښوري مطبوعاتو کي چاپ سوې او خپل يو وروستی اثر يې هم په پېښور کي په خپل لګښت چاپ کړ ، دا کتاب پښتو او دري برخي لري . په پېښور کي تر کال دوه اوسيدو وروسته جرمني ته ولاړ ، له المان څخه يې هم ځينو افغاني خپرونو ته خپلي ليکني استولې او د ژوند تر وروستيو شېبو پوري يې له قلم او ليک سره خپله اړيکه  نه وه شلولې .

 

ارواښاد ژواک په ۱۴۱۸ قمري  ۱۹۹۷ ميلادي کال په اګست کي دقمري کال په حساب د ۸۱ کالو په عمر په المان کي وقات او هورې ښخ سو .

روح دي ئې ښاد وي .

اخځونه : رمز او راز (دوهمه برخه ) شپږم – اووم مخ  (چاپ۱۳۷۷ ل )

وفاجريده- تله۱۳۷۶لمريز- دڅېړنمل محمددين ژواک مړينه - کشمالي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery