مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-20   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

کابل کښي د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه جوړه شوه

ډاکټر خوشحال روهي

نن د زمري پر 26 مه نېټه ( د اګسټ 17 )   ، د کابل ښار په ستاره هوټل کې د افغان کلتوري ټولنو دجرګې بنسټ د يوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شو .
 په غونډه کې د افغانستان دبېلا بېلو ولايتونو د کلتوري جرګو استازو او يو زيات شمېر آزادو فرهنګيانو ، ليکوالو او شاعرانو ګډون کړی وو . غونډه د سهار په نه نيمو بجو د قاري عبدالله کامه وال له خوا د قرآن پاک د مبارکو آياتونو له تلاوت سره پيل شوه او وروسته ټول ګډون وال د ملي سرود د درناوي لپاره په خپلو ځایونو کې ودرېدل . تر ملي سرود وروسته  ځوان او با احساسه شاعر ذبيح الله احساس د افغانانو ديووالي ترانه په ترنم کې وړاندې کړه .
د غونډې کاري برخه چې د عبدالجبار څپاند ، خاطرې اسحق زۍ او غوث الدين فروتن له خوا چلول کېده ، د افغانستان مشهور اديب او شاعر استاد محمد پسرلي په خپلې ارزښتناکې ويناسره پرانيستله . ورپسې د افغانستان پياوړي فرهنګيالي استاد محمد آصف صميم د جرګې پر اړتيا او اهدافو رڼا واچوله . تر هغې وروسته ډاکتر خوشال روهي د جرګې د تدارک کمېټې ګزارش وړاندې کړ او بيا په ترتيب سره د بغلان ، بلخ ،پکتيا ، پکتيکا ، پېښور ، تخار ، خوست ، زابل ،غزني ، کابل ، کندز ، کندهار ، کونړ ، لغمان ، لوګر، ننګرهار ، وردګ ، هرات او هلمند د کلتوري جرګو استازو خپل ګزارشونه وړاندې کړل . دوی په خپلوګزارشونو کې د ولايت په کچه د کلتوري برياوو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او ورسره يې د حل لارې په ګوته کړې .  تردوی وروسته په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازۍ له جرمني څخه د افغانستان پياوړي ليکوال او کره کتونکي زرين انځور ، له هالنډ څخه پياوړي ليکوال ډاکتر طارق رشاد او له لندن څخه تکړه شاعر او ليکوال افضل ټکور د ټېلېفون پر کرښه خپل پيامونه واورول او له جرګې سره يې خپل هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ .
تر غرمې وروسته نامتو شاعرې پروين فيض زاده ملال د جرګې د اهميت په اړه خبرې وکړې او بيا په عربي هېوادونو کې د کلتوري ټولنو په استازۍ ليکوال او شاعر عبدالله صادق وينا وکړه او له جرګې سره يې په عربي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنوله خوا د هرراز مرستو ژمنه وکړه .
تر ويناوو وروسته د غونډې پر ټولو ګډون کوونکو د جرګې کړنلاره ووېشل شوه او بيا د ګروپي کار پر بنسټ نظريات راټول شول او د هغو په رڼا کې د جرګې کړنلاره تصويب شوه . ورپسې  ډاکتر ابراهيم شينواري دجرګې تشکيلات وړاندې کړې کړل او تر يو لړ بحثونو وروسته د جرګې لارښوده شورا ، سلا کاره شورا ، کاري ډله او مالي کمېټه وټاکل شول . استاد عبدالله بختانی خدمتګار ، استاد محمد  صديق پسرلی ، استاد سعدالدين شپون ، استاد نصرالله حافظ ، استاد حبيب الله رفيع ، اغلې پروين فيض زاده ملال او پياوړی شاعر پيرمحمد کاروان د رايو په اتفاق د لارښودې شوراد غړو په توګه وټاکل شول . کابو 70 تنه فرهنګيان د سلاکارې شورا د غړو په توګه ، 20 تنه د کاري ډلې او 5 تنه د مالي کمېټې د غړو په توګه وټاکل شول .
تر تشکيلاتو وروسته  دراتلونکي کال د کاري پلان په اړه خبرې وشوې او بيا استاد حبيب الله رفيع د جرګې لومړۍ غونډه ډېره بريالۍ وارزوله .  دغونډې کاري برخه د يوې دعايې په لوستو سره پای ته ورسېده .
 د چايو او لمانځه تر دمې وروسته جشني برخه پيل شوه ، چې د پياوړو شاعرانو هر يو نذير احمد نذير ، ذبيح الله احساس او اغلې دل افروز ځيرک له خوا چلول کېده .
په پيل کې د ( باتوران دود )  لوبغاړو د رزمي حرکاتو ننداره وړاندې کړه ،  چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول . ورپسې د افغانستان ډېرو وتلو کوميډينانو ښاغليو عابد ، شاه محمد ياري اوقسيمي په خپلو ټوکوټکالو او تمثيلي پارچو سره ګډونوال ډېر وخندول . ترهغو وروسته مشاعرې اوبيا ټنګ تکورته وار ورسېد . د ټنګ تکور په برخه کې وتلي سندرغاړي حفيظ ګردش په خپل خواږه غږ ښکلې  اوسوزناکه غزلې واورولې . غونډه د شپې پر څه باندې يولس بجو پای ته ورسېده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery