مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-25   مخپرونکئ : ۵۹ بېنوا - اداره

د روهي ادبي بهير ٧۳يمه غونډه جوړه سوه

مختاراحمد انتقام/كندهار

د روهي ادبي بهير۷۳يمه  اونيزه غونډه د روان  لمريز كال  د وږي پراوله، ماځيګر پر۵:۱۵ په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په انګړكي سرته ورسېده.

په پيل كي مختاراحمد انتقام د تيري غونډي راپور وړاندي كړى، چي ورپسې ملګرو كره كتنه پر پيل كړه.

د غونډ مشر سيداحمد قانع د راپور ستايلو تر څنګ وويل چي، تيره غونډه ځانګړې غونډه وه بايد ځانګړى راپور باندي ليكل سوى واى، ښاغلي قانع دا هم وويل چي راپور ونه سواى كړاى چي د غونډي ښه انځور وړاندي كړي، ځني ټكي له راپور څخه پاته وه او د ګډونوالو شمېر  هم كم ياد سوى و.

عبدالاحمد محمديار او سعيد زابلي د ښاغلي قانع د نظر پخلى وكړ.

تر دې وروسته ښاغلي محمديار د پيل خبرو كي د بهير غړو ته په اشاره وويل چي كه ملګري يوه دنده په غاړه اخلي نو بايد ورته ژمن پاته سي، همدارنګه نوموړي وويل چي ملګري په كره كتنه كي كله كله سخت ټكي كاروي بايد نور ملګري چي كره كتنه يې پر ليكنه كېږي خپه نسي، نوموړي هيله وكړه چي بايد په دې خوښ و اوسو چي ملګري مو په كره كتنه كي نيمګړتياوي په ګوته كوي او له منځه يې وړي.

ورپسې  د كره كتني وار راورسېد چي د ښاغلي زابلي شعر ورته ځانګړى سوى و

لومړى بيت :

 

بازار تيزي ده، طبيعت په كي ناكام ښكارېږي
داچي رنګونه د ګلابو په كي خام ښكارېږي

د ښاغلي محمديار  په خبره چي كه د ((ښكارېږي)) پر ځاى ((ښكاري)) راسي نو بيت به څه رواني پيداكړي او بازار تيزي جمله په بيت كي ښه كارول سوې ده.

محمد شريف ناكرار د كندهارۍ لهجې خبره وكړه او ويې ويل چي كه په بيت كي د ((كي)) پر ځاى ((كښي)) وويل سي نو ښه به وي.

محمديار د ناكرار نظر ته په اشاره وويل چي ((كښي)) تر(( كي)) څه دروند والى لري.

د بشرمل ناصر په خبره چي كه په دويم نيم بيت كي د ((داچي)) پر ځاى ((ښكلي)) راسي بيت به ښايسته سي.

د عبدالواسع هڅيال  نظر خو دا و چي كه د ګلابو پر ځاى ګلونه ياد سي نو ښه به وي ځكه چي ټول ګلونه به ياد سي.

خو محمديار  د هڅيال نظر ته په تړاو وويل چي په ګلونو كي هر ډول ګل راځي خو ګلاب ځانګړى بوى او رنګ لري.

دويم بيت داسي و:

 

لكه شراب مينه مو داسي ګناكاره ګڼي
شېخ ملامت نه دى ستا شونډي ورته جام ښكارېږي

ښاغلي محمديار بيت په دې ښكلى وباله چي شېخان مينه  د شرابو په شان حرامه ګڼي ، د ده له انده چي شېخ ته ښكلي  نه رسېږي او نور هم ځني منع كوي.

درېيم بيت دا ډول و:

 

ساده ملګرو پام چي چيري په كي دو رانسئ
دا هر ګودر راته د ښكلو پېغلو دام ښكارېږي

د انتقام په خبره چي د بيت موضوع او كلمې تكراري څه دي او داسي بيتونه ډېرو شاعرانو ويلي دي، نوموړي د مثال لپاره د يوه شاعر دا بيت راوړى

 

ځوانانو پېغلو دي دامونه درته لار كي ايښي
يا بې نيولي ياست پرون يا به مو نن ونيسي

محمديار  د انتقام د نظر پخلى په غاړه واخيست.

په بيت كي راغلي وه چي ((دو رانسئ)) عبدالرحيم هلال ګوته همدې ټكي ته ونيول چي په فارسي ژبه كي ((دو)) ښكنځلو ته وايي د نوموړي په غوښتنه كه د ((دو)) پر ځاى ((بند)) راسي ښه به وي.

دا هم څلورم بيت:

 

ښايي  په دې كلي ناترسو هم بمبار كړى وي
چي د پايزېبو او بنګړيو شور ارام ښكارېږي

د ښاغلي محمديار په خبره چي د بيت ښكلا په دې كي ده چي غميزه يې په شاعرانه ډول انځور كړې.

وروستى بيت:

 

چي د چا مخ ته ګوته نيسې او خاشه لټوي
سعيد په دې مالت كي نور راته بدنام ښكارېږي

 

ښاغلي محمديار بيا هم د بيت ستاينه په دې وكړه چي په بيت كي يو ټولنيز بد ټكى  را اخيستل سوى او هغه داسي چي كه چاته ګوته ونيسې او منفي اړخ يې په ګوته كوې نو په بدنامه كېږې.

په پاى كي د شعر خاوند سعيد زابلي د ملګرو څخه د منني تر څنګ وويل  چي اوسني شاعر ان داسي نوي څه نه كاروي چي هغه دي په راتلونكي وخت كي هم د خلكو په زړو كي ځاى ولري ښاغلي زابلي د اوسنيو شاعرانو څخه د پيرمحمد كاروان او درېش درانى نومونه  هم ياد كړل، نوموړي وويل چي په كابل كي اوسني ليكوال وايي چي((په اوس مهال كي شاعري ډېره ده بايد شاعران د شاعرۍ پر ځاى و نثر ته مخه كړي، ځكه چي دا مهال د  پښتنو لپاره يوازي ښاغلى دروېش او ښاغلى كاروان بس دي))، د ښاغلي زابلي له انده چي دا سم نظر نه دى  ځكه چي د ۴۰ ميليونو كسانو لپاره يوازي دا دوه شاعران بس نه دي، غوښتنه يې دا وه چي شاعران دي نوي تركيبونه او نوي څه وكاروي، ده زياته كړه چي څوك د چا تر سيوري لاندي نه سي راتلاى او بايد دا خبره ونه سي چي چا د چا تقليد كړى ځكه چي دا سمه خبره نه ده.

ورپسې مشاعره پيل سوه چي ګن شمېر كسانو په كي شعرونه واورول.

د غونډي مېلمه له ږوب څخه راغلى ليكوال او شاعر بشرمل ناصر و، نوموړي د شعر اورولو پر مهال د بهير ستاينه وكړه او دا يې په دې  يو ستر ګام وبله چي ملګري به ډېر څه په كي زده كوي او خپلي نيمګړتيا وي به هم له دې لاري له منځه وړي.

په پاى كي د غونډي مشر ښاغلي قانع ته د غونډي ارزوني په موخه بلنه وركړل سوه، نوموړي له ملګرو هيله وكړه چي بهير ته راځي نو بايد د مسئوليت احساس وكړي او د بهير د ستونزو په ليري كولو كي ډېره هڅه وكړي ځكه چي بهير د ټولو افغانانو دى، ښاغلي قانع د كره كتني ستايلو سره دا هم وويل چي بايد ملګري كره كتنه وزغمي او په خپه نسي،په پاى كي يې له انتقام څخه په دې مننه وكړه چي د راپور له لاري يې بهير نه يوازي په افغانستان كي بلكي په ټوله نړۍ كي په افغانانو پېژندلى دى.

غونډي ته ټول  ۳۴ كسان راغلي وه او پر ۷:۴۰ په دعا ويلو پاى ته ورسېده.

    د مشاعرې نوم ليست:

حكمت الله ازاد، نعمت الله منظور، غلام نبي سعيد، محمد شريف ناکرار، بشر مل ناصر، سعيد زابلي، عصمت الله، سيد ولي اغا، عبدالمنان ارغند، سيد الرحمان خپلواك، محمود حنيف، محيب الله اميدوار، محمد لايق سرفراز، صديق الله خليق، عبدالله ستوري، عبدالله شاه محتابي، عبدالرشيد مسئول، قيام الدين قيادت، عبدالستار سيرت، محمد ابراهيم اغا، عبدالوهاب بازيد، جان محمد صالح، سيد نور سايل او عبدالرحيم هلال.

فون:0093 700316506

Email: mukhtar_entiqam@yahoo.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery