مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-05   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د خان شهيد د زوكړې سلمه كاليزه ولمانځل شوه

حکمت سروش

 

د افغانستان دسيمه ييزو مطالعاتو مركز په نوښت، هڅو او زيار د سيمې د مبارز، سياسي او فرهنګي شخصيت خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي د زوكړې سلمه كاليزه د يو نړيوال درې ورځني ( ۲۸- ۳۰ اګست) سيمينار په ترڅ كې په كابل كې و لمانځل شوه.

په دې سيمينار كې چې لومړۍ ورځ يې پرانيستنه او پاتې دوې ورځې يې علمي غونډې وې پر لوړ پوړو دولتي چارواكو سربېره د سيمې د هيوادونو سياسي او علمي څېرو ګډون كړى و.

د غونډې لومړۍ ورځ د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د افغانستان د ملي سرود وږغول شو، وروسته د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز مشر ښاغلي عبدالغفور لېوال ټو و مېلمنو ته ښه راغلى ووايه.

ورپسې علومو اكاډمۍ مشر عبدالباري راشد د خان شهيد دژوند په اړه خپلې خبرې وكړې، تر  نوموړي وروسته د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي ټولو مېلمنو ته ه كلى ووايه او د خان شهيد د ژوند، مبارزې او فكر په اړه يې خپلې څرګندونې وكړې.

نوموړي د سيمې له خلكو غوښتنه وكړه چې په دې حساس پړاو كې د خان شهيد او پاچا خان لاره غوره كړي.

تر ده وروسته د نېشنل عوامي ګوند مشر ښاغلي اسفنديار خان ولي د خان شهيد د ژوند پر سياسي اړخ رڼا واچوله، نوموړې خوښي څرګنده كړه چې د دې سيمينار له لارې يو ځل بيا د پاچا خان او خان شهيد نغري يو ځاى شوي او كه د خداى خوښه وه نور به هم يو كېږو.

تر دې و وسته له هند نه راغلي مېلمه منوهر سنګ بترا او له پښتونخوا نه حاصل خان بيزنجو خپلې ويناوې واورو ې.

د سيمينار دويمه ورځ چې علمي غونډه وه د قران كريم په تلاوت پيل شوه، په پيل كې د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز مشر  د خان شهيد ژوند ليك واوراوه او ورپسې دې ښاغلو خپلې ليكنې واورولې:

استاد عبدالله بختاني خدمتګار، ځلاند مومند،  شير اعظم اعظم، منوهر سينګ بترا، محمد نبي صلاحي، شوكت ترين او بريالى باجوړى.

د دې سيمينار دريمه ورځ هم علمي غونډه وه چې د دې نړيوال سيمينار وروستى ورځ هم سهار پيل شوه او دې ښاغلو پكې خپلې مقالې او ويناوې واور ې:

له تاجكستانه راغلي مېلمه قاسم شاه سكندروف، له پښتونخوا نه رحيم مندوخېل، له لندن څخه ډاكتر جم يل الرحمن پانيزى، ډاكتر خوشحال روهي، له كوټي نه خير محمد عارف، پوهاند غلام جيلاني عارض، له پېښور نه سليم راز، له هند نه د اتر پردېش ايالت د كانګرس مشر سلمان خورشيد او استاد حبيب الله رفيع.

ورپسې د خان شهيد زوى او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅكزي خپله وينا واوروله.

نوموړي له افغان دولت او په ځانګړي ډول د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز نه ډېره مننه وكړه چې دا نړيوال سيمينار يې جوړ كړى او تنظيم كړى و.

ښاغلي اڅكزي وويل: چې موږ ټول افغانان يو او د خپل هيواد د ګټلو په لار كې به د خان شهيد له اصولو سره سمه مبارزه كوو.

نوموړي زياته كړه چې افغانان جنګ او جګړې نه خوښوي او نور بايد نړۍ ته وښيو چې موږ ټول د امن او سولې لارويان يو.

اڅكزي څرګنده كړه چې نور د پاچا خان او خان شهيد لارويان سره يو ځاى شوي او په ګډه به مبارزه كوي.

د سيمينار په پاى كې د كابل پوهنتون استاد ښاغلي اڅك له خوا د غونډې پرېكړه ليك واورول شو چې د غونډې د ټولو ګډونوالو له خوا ومنل شو.

  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery