راپور:عبدالغني (ګلپال)
دروهي
ادبي بهير٧٥ يمه اونيزه غونډه د روان کال د وږي پر ١٥ مه مازيګر پر ٥:٢٥ بجو په کندهارکي دافغان علمي اوکلتوري
مرکز په انګړکي پيل سوه.
دتيري اونۍ راپور واورول سو ښاغلي مرحون دې ته ګوته ونيوله چي دبېريا صاحب د مقالي څ
خه وروسته يادونه نه وه سوي چي چا خبري وکړي يوازي دمفتي احمد فرزان اوسعيد زابلي خبره راخيستي وه.شاغلي زاب
ي بيا وويل چي مختاراحمدانتقام پخپل راپور کي مړضوع نه تشريح کوي ځيني لنډي جملې دي چي تشريح غواړي
او که تشريح نه وي نو ترې تير دي سي ځکه خبره پيکه کوي او يو ډول اورېدونکي ته سوال پيداکوي. ښاغلي فرزان دښاغلي
زابلي هغي خبري ته ګوته ونيوله چي په تېر راپورکي يي کړي وه (ملګري يوازي نقد کوي او هم دايي زده ) خوزموږ نقد
متفي اومثبت اړخونه دواړه لري .
ښاغلي محمديار وويل چي په راپور کي زما اوځينو نورو ملګروله خولې ليکل سوي وه
چي شعر ګرامري چوکاټ نه مني خو دا خبره ما نه ده کړي بلکي ويلي مي وه چي کله کله په شعر کي داړتيا له مخي ګرام
ي چوکاټ ماتيږي .
شاغلي حسنيار بيا وويل چي د ځيني مقاله ليکوال نومونه نه وه راغلي لکه:استاد مهدي خلي
،محمد اسمعيل شعريتيار،محمد نبي سلطاني،اوخير محمد هڅاند چي دوخت کمښت په خاطر يي مقالې پاته سوې اوخليل
احمد څارن مقاله نه وه ليکلې خونوم يي دمقاله ليکوالوپه په نومونو کښي راغلي.
ښاغلي هڅيال وويل چي کله
کله دروهي بهيردانګړدنظم کار ټول يو نفرکوي چي دا يو ستونزه ده.
ښاغلي محمديار بيا وويل چي دلته پ
چا مسؤليت نه تپل کيږي بلکي هر ملګري هرملګري پخپله خوښه يوه کارته اوږه ورکوي چي بيانوبايد خپل مسؤليت په
سمه توګه ترسره کړي.
دښاغلي محمديارشعرچي کره کتني ته وړاندي کيدئ دوخت دکمښت په خاطر پانه سو.
دهمدې
غوندي دپيل خبري دښاغلي فرزان پرغاړه وې نوموړي وويل موږدلته ډيرښه بااستعداده ځونان لرو اودامو هڅه هم ده چي
هغوي تشويق او وروزوکه چيري دوه نفره دراپورلپاره وټاکل سي ډيربه ښه وي اودهغوي ترمنځ په يوه سيالي هم
وي.
وروسته مشاعره پيل سوه چي ٢٩ تنوشاعرانوپکښي خپل شعرونه واورول:غلام نبي سعيد، غم شريک، نعمت الله م
نظور، نفيب احمد فريشي، احمدالله احمدي، محب الله حيران، محمدلايق سرفراز، ښاغلي وليد، عبدالوهاب بازيد، مح
مدشريف ناقرار، محمدابراهيم آغا، محمود مرحون، سيدرحمن خپلواک، صالح محمد منتظير، عبدالرشيد مسؤل، احمد ف
زان، فضل باري نورزى، شاغلي تمثيل، خليل احمد څارن، بلال احمد، نظرمحمد مجروح، تاج محمد تابع، عبدالمنان ا
غند ، عبدالله شاه آغا محتابي، علي احمد حقمل، حبيب الله قلمل،اوعبدالستارحسرت وو.
د غونډي ميلمانه ښاغلي
نظر محمد مجروح،تاج محمد تابع، اومشر يي عبدالوهاب بازيد ؤ:شاغلي بازيد پخپلوخبروکي وويل ماموﻻً مشر ددې
پاره ټاکل کيږي چي په غونډه کي کومه کمي وي هغه روښانه او خپل نظرڅرګندکړي غونډه ځکه په زړه پوري ده چي کره
کتنه،راپوراومشاعره پکي سته ده له ګډون والو څخه هيله اوغوښتنه وکړه چي يوازي په شعربسنه ونکړي لنده کيسه،
نډوټوټو اونثرته هم پاملرنه وکړي.
بازيد له تلويزونو:هيواد،کندهار اوفغان ازاده راډيو څخه مننه وکړه چي
دبهيردغه مشاعره خپروي.
له سورغراونېزي خخه يي غوښتنه وکړه چي دبهير راپور پخپله اونېزه خپرونه کي خپور
کړي. په غونډه کي ٤٥ کسانو ګډون کړي ؤ چي د ماښام پر٧:٢٠ بجو پاي ته ورسيده.