مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-22   مخپرونکئ : عُمر واحديار

په خوست کې د سولې ورځ ولمانځل شوه (راپور)

ودان خوستى

 

راپور: ودان خوستى

په خوست ولايت کې د هيواد د نورو ولايتونو په څير د سولې ملي ورځ د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
هغه لويه او پرتمينه راټوليدنه چې د سنبلې په ديرشمه د جمعې ورځې په سهار د خوست علمي او فرهنګي مرکز ميديوتيک په نوښت د سولې د ملي ورځې د نمانځنې په موخه د ښاروالۍ رياست د غونډه په تلار کې جوړ شوي ول، د خوست پر والي ارسلاجمال سربيره ګڼ شمير دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د مدني بنسټونو غړو، جهادي شخصيتونو، ديني عالمانو، د شيخ زايد بن س طان پوهنتون استادانو، محصلينو، ښځو او د ښونځيو زده کوونکو پکې برخه اخيستې وه.
د ګډونوالو شميره چې لږ تر ږه اوو سوه تنو ته رسيده په خوست ولايت کې د لومړي ځل لپاره د داسې مراسمو دريمه برخه خويندو جوړه کړې وه.
د م اسمو په پيل کې د هيواد فرهنګي شخصيت او د ميديوتيک مرکز مشر زاهدشاه انګار پرانستونکي خبرې وکړې او له هغه ټولو يي مننه وکړه چې له سولې سره يې مينه ښودلي او په دې مراسمو کې برخه اخيستي.
ښاغلي انګار په خپلو خبرو کې د غونډې د هدفونو او څرنګوالي په اړوند حاضرينو ته لنډ مالومات ورکړل او همدارنګه يې له هغو ادارو هم مننه وکړه چې د خوست له علمي او فرهنګي مرکز ميديوتيک سره يې د مراسمو په تابيا کې مرسته کړې وه.
زاهدشاه انګار په خپلو خبرو کې له خويندو هم مننه وکړه چې په ډيره کچه يې په دې مراسمو کې برخه اخيستې وه.
له ښاغلي انګار وروسته د خوست د علماوو شورا رئيس د سولې اړتيا د اسلام له نظره وڅيړله .
د دې مراسمو نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له دواړو ښکېلو لوريو وغوښتل تر څو د دې ورځې په را رسېدو سره په هيواد کې د جنګ،مرګونو او ورور وژنې ټغر ټول کړي او دواړه له يو بله سره د مخامخ خبرو په ترڅ کې هيواد ته سوله راوړي.
د خوست والي ارسلاجمال بيا په خپلو خبرو کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره خبرو اترو ته خپل چمتوالى وښود او له مخالفينو يې هيله وکړه چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو خبره ومني له جنګ لاس واخلي او له دوى د سولې په ټغر کيني.
د مراسمو سيمه چې سولې ته د درناوي او احترام په شعرانواو شعرونو سره ښايسته شوي. د نجونو او هلکانو د ترانو ټيمونو په خپلو ت انو په ترنم سره دا مراسم نور هم پسې ښکلي کړل.
د غونډې دويمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوي وه او پکې خوست م يشتو شاعرانو خپل شعرنو حاضرينو ته وړاندې کړل.
په پاى کې قومي مشر انجينر مزارعلي د خوست د ټولو قومونو په استازيتوب له ښاغلي زاهدشاه انګار مننه وکړه چې د داسې لوې مراسمو د جوړولو چارې يې سمبال کړې وې.
د مراسمو کار د خوست والي ارسلاجمال ، زاهدشاه انګار ، د نجونواوهلکانو زده کوونکو د لخوا د کوترو په لوزولو سره پاى ته و سيدل.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery