مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-11-24   مخپرونکئ : ترنک مهالنۍ

په کندهار کې دسهيل لوېديځ زون دفرهنګيانواحتجاجي غونډه.

سور غر توخى

 

غوث الدين فروتن  / کندهار

نن ليندۍ پر ٤  په کندهار کې دسهيل لوېديځ زون فرهنګيانو دېوې غونډې په تر څ کې چې په افغان مطبوعاتي فرهنګي انګړ کې يې جوړه کړي وه , په خوست کې دغومبسې طنزيه  خپرونې په وړاندې دخوست دوالي عمل وغنده .

په دغه غونډه کې دهيوادکلتور ي ټولنې ،بينوا فرهنګې ټولنې او دعلامه شيخ محمد طاهر کندهاري ټولنو غړو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه .

دوى دخوست دوالي په دې کړنه چې دغومبسي طنزيه خپرونې په اړه يې وکړه  سخت عکس لاعمل ښکاره کړ ،دوى دا دخوست دوالي دقدرت څخه   ناوړ ه استفاده وګڼله او دمطبوعاتو قانون يې ددوي په وينا نه دى مراعت کړى

دغونډې ګډون والو زياته کړه . که چېرته په يوه خپرونه کې هر څوک يوه ليکنه يا يو مضمون دځان سپکاوى ګڼي نو بايد دڅاروندوالۍ او داطلاعاتو او کلتور رياست له خو ا عارضه وکړي داسي نه چې پوليسو ته امر وکړي چې دخپرونې مسئول بندي ، خپرونه څيري او په بازارکې يې خرڅلاو بندکړي .

دوى نه يوازې په خوست بلکي په ټول افغانستان کې يې  له ژورنالستانو او فرهنګيانو سره بده وضعه وڅيړله او داپړه يې پر دولت ورواړوله چې هيخ وخت يې له همدي قشر څخه دفاع نه ده کړې دوى په کندوز کې د سر محقق نورمحمد سهيم دکور دلوټولو  هم په کلکه غندنه وکړه او پر دولت يې ږغ وکړ چې نور له داسي عملونو څخه ژورناليستان  او ليکولان وژغوري .

                                        غونډه پر ٤ بجوپه دعا يي سره  پا ي ته ورسېده .

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery