مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-12-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د طب په نړۍ کې د نه باور وړ بل پرمختګ

میرویس جلالزی
انګلیسي کارپوهان د داسي یو روبوت( برقي سړي) د جوړولو په لټه کې دي چې په جوړولو سره به یې د جراحۍ په نړۍ کې ستر انقلاب رامنځ ته شي .دا روبوت ( اسنیک) نومول شوی او جراحانو ته به دا اسانتیا برابره کړي چې په پیچلو جراحی عملیاتونو کې بې له دي چې د ناروغ بدن څیري کړي ، د هغه په مرسته ډول ډول عملیاتونه تر سره کړي . د انګلستان په امپریال پوهنتون کې د طبی تکنالوژی ماهرینو د دې وبات د جوړولو لپاره تر اوسه څلور ملیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي دي . ماهرین وایې دا ربوت په خپل ځان کې پ مختللي موتورونه او ډیجیتلي کامري لري چې د خولي او یا هم د بدن د بلي برخي څخه د انسان زړه ، کولمي او د بدن نور داخلی غړي په ډیره ښه او مطمینه توګه عملیاتولای شی. د بریټانیا د روغتیا وزیر چې په خپله هم د دې تکنالوژۍ د برابرولو د ډلي غړی دی وایې چې دا ربوت به په ډیر کم وخت کې په ډیر دقت او هوښیارۍ سره پیچلۍ جراحی عملیاتونه تر سره کړي .د دې ربوت ډیري برخي تر اوسه جوړي شوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery