مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جرمني د (پالم) د مډال ګټونکې جميله (مجاهد) د مالمو د افغانانو سره

هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن

هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن

د روان ۲۰۰۴ کال د ډسمبر د مياشتې په يولسمه نېټه د شنبې د ورځې په ماښام  د ملالۍ مجلې د امتياز خاوندې او مسئولې مديرې  جميلې (مجاهد) د مالمو په ښار کې اوسېدونکو افغانانو سره د يوې  غونډې په ترڅ کې ليدنه کتنه  وکړه.

غونډه د افغانستان د ادب او تاريخپوه لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) پاکې  روح ته په دعا کولو سره په داسې حال کې چې د غونډې ټول برخه وال د لوی استاد په درناوي  د څو لحظو لپاره چپه خوله په پښو ودرېدل، پيل شوه. وروسته د غونډې د برخه والو او په مالمو کې د اوسېدونکو افغانانو په استازيتوب اغلې جميلې (مجاهد) ته د حبيب الله (غمخور) لخوا هر کلی وويل شو او همدا شان يې د وی ته د جميلې (مجاهد) د پېژندګلوۍ اود نوموړې د ژورناليستيکو، اجمتاعي، سياسي او ښځو د حقوقو څخه د دفاع په لار کې د هغې د هڅو په هکله لنډ معلومات ورکړ.

وروسته له هغه زموږ د هېواد تکړه ژونالست او دخپلواکۍ د خپرونې د امتياز خاوند يوسف (هېواددوست) چې له ډنمارک څخه يې په دغې غونډې کې د برخې اخيستو لپاره تشريف راوړی و، د اغلی جميلې (مجاهد) سره د وخت په راډيو او ټلويزيون کې د ګډ هنري او فرهنګي کار په هکله خبرې وکړې او د هغه وخت  دکار خاطرې يې د غونډې برخه والو ته واورولې.

د يوسف ( هېواددوست) تر خبرو وروسته له  جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وشوه چې د غونډې برخه والو ته په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ، سياسي تحولاتو او د ښځو د حقوقو په هکله وينا وکړي . اغلې جميلې (مجاهد) د خپل ژوند د هغو لومړيو ورځو څخه چې په کمکيتوب کې يې له راډيو افغانستان سره هنري همکاري شروع کړې او بيا راوروسته د راډيو ټلويزيون نطاقه  او بالاخره  د  هېواد سياسي  ــ نظامي حالاتو او ناخوالو  پرضد د تلاښونو، د ښځو د روا  حقوقو او ديموکراسۍ د دفاع  په لاره کې د هڅو خوږې او ترخې خاطرې د غونډې برخه والو سره شريکې کړې.

اغلې جميلې (مجاهد) پخپلو خبرو کې وويل:

 ( ما د هغې علاقې له مخې چې په ماشومتوب کې مې د هنر اوا دبياتو سره لرل ډېره وړه وم چې راډيو ته مې لاره پيدا کړه، دهغه وخت د راډيو د هنر او ادبياتو د څانګې د کارمندانو او مسئولينو په همکارۍ وتوانېدلای شوم چې د هنر او تمثيل په برخه کې د راډيو افغانستان په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلم او په راوروسته کې مې د خپلو دوستانو او همکارانو په  هڅونه  په راډيو او بيا په ټلويزيون کې د نطاقې په توګه دنده پر مخ بيوله. په ۱۹۹۲ م کال  کې هغو زړه بګنوونکو شرايطو او کورنۍ جګړې چې د قدرت د ترلاسه کولو او وسله والې زور ازماينې پراساس زموږ اولس له هغه سره لاس او ګرېوان وو  پرېکړه مې وکړه چې ددغو ناخوالو پرضد پخپل ټول توان او طاقت  د انسان او انسانيت څخه د دفاع په لاره کې نه ستړي کېدونکي مبارزه  وکړم . هغه څه چې ما په ۱۹۹۲ م کال  په کابل کې ليدلي همدا اوس چې يې هم راپه يادوم له روحي تشويش او ډار سره مخامخ کيږم. افغان اولس دا ټولې ناخوالې او بدمرغۍ ليدلي او هغه يې پخپل وجود احساس کړي، ولې تسليم شوي نه دي. زموږ د هېواد نر او ښځو په هېواد کې د چور او چپاول د نظام بيا د طالبانو د رژيم پر ضد شپه او ورځ زيار اسيتلی، پدغه تلاښ او قربانيو کې افغاني ښځې هم د خپلو ورونو پشان ستر افتخارات لري. زموږ د خويندو او ميندو دد غو افتخاراتو او قربانيو نتيجه وه چې زه يې وهڅولم ترڅو د خپل ژوند په قميت په هېواد کې د ښځې د حقوقو څخه غوڅه دفاع وکړم . ما تصميم ونيو چې يوه مجله نشر کړم، پسله ډېر وخت فکر کولو دې نتيجې ته ورسېدم چې زما د مجلې نوم بايد ملالۍ وي، کله چې مجله چاپ شوه او د هغې لومړۍ ګڼه مې لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) کور ته يوړه او هغه استاد ته مې ډالۍ کړه د مجلې په ليدلو سره يې په مسکا وويل (د يوويشتم قرن ملالۍ) او زه يې وهڅولم چې نور هم زيات د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره په فرهنګي چوپړ کې اووسم. د لوی استاد روح دې ښاد وي.

 اوس چې په افغانستان کې د اساسي قانون په رڼا کې دا امکانات برابر شوي چې ښځې خپل حق نه يوازې دا چې ترلاسه کړي بلکې د هغه په دفاع کې ودريږي ، زه هم د خپلو نورو افغاني خويندو سره اوږه په اوږه د ښځو د حقه حقوقو د ساتلو په لاره کې کار کوم .)

اغلې جميلې (مجاهد) د دوو لويو جرګو او ولسمشر د ټولټاکنو د جريان او کار په هکله مکمل معلومات وړاندې کړ. هغې وويل:

( افغان اولس د خپل هېواد په تاريخ کې پس له لوی احمد شاه او ميرويس نيکه څخه د لومړي ځل لپاره خپل ولسمشر د رايې په ورکولو سره وټاکه، خلکو پخپله دغه ونډه اخيستنې سره چې ښاغلی (کرزی) يې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه له هغه څخه هم ملي، وطني او اسلامي غوښتنې لري. زما په عقيده که د هېواد ټول هغه ځواکونه چې په افغانستان کې د اجتماعي عدالت، سولې او ډيموکراسۍ د پلي کولو پلويان  دي د ښاغلي (کرزي) څخه ملاتړ  وکړي او د هغه سره د ملي پلانونو په پلي کولو مرسته وکړي، ښاغلی (کرزی) به وکولای شي خلکو ته ورکړ شوې وعدې ګړندۍ ترسره کړي . که چېرې ښاغلی (کرزی) ونشي توانيدلای چې خلکو ته د ورکړل شوو وعدو او غوښتنو د پلي کولو په لار کې موثر کارونه سرته ورسوي نه يوازې دا چې هېواد به له نوو ستونزو سره مخامخ شي، طبعي خبره ده چې هغه ته به بل ځل  افغان ولس رايه ورنکړي، پدې اساس زه ټينګ باور لرم چې ښاغلي (کرزی) ددې هوډمن دی ترڅو هېواد له اوسنيو بدبختيو څخه وژغوري.)

د اغلې جميلې (مجاهد) خبرې د غونډې د برخه والو لخوا  په چکچکو سره بدرګه کېدلې. وروسته د غونډې برخه والو له اغلې خور څخه په هېواد کې د اوسنيو حالاتو ، د مطبوعاتو د آزادۍ، د ښځو د حقوقو، د مطبوعاتو د رول  او نورو مسائلو په هکله سوالونه وکړل چې د جميلې (مجاهد) لخوا ورته په زړه پورې ځوابونه وويل شول. د غونډې برخه والو په يوه آواز د جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وکړه چې د ملالۍ د مجلې د پاڼو او په کابل کې د کاري او شخصي ملاقاتونو له لارې د افغانانو دا لاندې وړانديزونه  د چارواکو غوږو ته ورسوي:

۱- ښاغلی (کرزی) بايد داسې يوه کاري کابينه جوړه کړي چې فقط اهليت، صداقت او مسلکي وړتيا پکښې په نظر کې نيول شوي وي.

۲- د تېرو درو کلونو ترخو تجربو څخه په استفادې سره د هېواد په مرکز او ولاياتو کې په دولتي څوکيو کې مسلکي پوه او سپېڅلي خلک وګماري، يعنې دولتي اداره نه بايد د مذهبي، قومي، منطقوي، ژبني، تنظيمي او شخصي اړيکو پر اساس  يو ځل بيا جوړه شي. ټوپک او ټوپکسالار لاس له دولتي واک څخه لنډ شي.

۳- په هېواد کې د لومړۍ  ــ دوهمې لويې جرګو او ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې په اروپا، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو کې اوسېدونکي افغانان له برخې اخيستنې څخه محروم شول، وړانديز دادی چې په راتلونکې کې د هېواد په بيا جوړونه، پارلماني انتخاباتو لپاره د دغو افغانانو سره د سلا او مشوره وشي.

۴- موږ په مالمو کې اوسېدونکي افغانان هره لحظه حاضر يو بې له کومو خاصو امتيازاتو په تر لاسه کولو سره  د هېواد په بيا رغاونه کې فعاله ونډه واخلو، خو پدې شرط چې په هېواد کې هر ډول تبعيض ورک او سوله تأمين شي،  ترڅو موږ وکولای شو په اطمنان هېواد ته ستانه او هلته کار وکړو.

د غونډي په دوهمه برخه کې په مالمو کې ځوانو شاعرانو، هر يو اغلې عادلې (رحمتزۍ)، ښاغلي عبدالباقي (تلاښ)، هېواد (شېرزاد)، قدرت الله (حليم) او ميرويس (مومند) خپل شعرونه ولوستل.

تر يوې لنډې تفريح وروسته د مالمو ځوانو او تکړه سندربولو او هنرمندانو ښاغلي کبير (اميري) او ښاغلي نجيب الله (اميري) په زړه پورې کنسرت  اجرا کړ.

 

  غونډه چې د ماښام په اوه بجو شروع شوی وه د شپې په يولسو بجو اغلې جميلې (مجاهد) ته د ګلو د هغې ګېډۍ په ډالۍ کولو سره چې د افغانانو لخوا برابره شوی پای ته ورسېده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery