د١٣٨٦هه کال د سلواغې د مياشتې پر٢٩تمه نېټه ددوشنبي
په ورځ درې بجي داطلاعاتو او کلتور ر يا ست په تا لار کې د ننګرهار ادبي بهير لخوا اونيزه ناسته وشوه چې ګڼ شمير
شا عرانو، ليکوالانو او دادب مينوا لو لکه استا د ملوک رغون سمين عباس ، شريـف الله ناصري،مبارز فيروز، شکرا
له قلندري او ځينې نوروپکښې برخه اخيستې وه
غونډه محمد حنيف ابهام دقران اعظيم په څو مبارکو اياتونو پيل
کړه.
دا چې ګزارشګرنه و موجود ، دتېري غونډې راپو ر د تل په څير وانه ورول شو.
دسټيج چاري عاشق لله جمالزي
پر مخ وړلې ورپسې دريحان الله رحيمې هغه شعر چې دښا علې صفيه صد يـقي دغزل پر ليکه يې ليکلې و کره کـتـنې ته وړاندې
شو
چې مطلع يې ده
ر ڼې، رڼې ، رڼې شه ابا سينه کمې وړې
دسولې پريـښتې شه ابــا سينه که مې وړې
پر دغه شعر
با ندې ديو شمير برخوا لو لخوا خبرې وشوې چې سنګرمل عرفزې وويل که د رڼې رڼې پر ځا ى خړې اوبه را شي ښه به وي ځکه خړي
اوبه څوک نه وړي
او استا د ملوک رعون ورسته له څو ځوانو شا عرانو له انده وويـل
بد شعر به ور ته نه ويوښه
عر دى خو که دما نا ، تړون، او الفا ظو له لحاظه ورته ځير شو دومر ه خوندور نه دى که دسولې لپاره وي نو بيا ابا
سين څه حق لري چې سړى یوسې
ورپسې په دوهم بيت چې وايې
ژوندون موښکلا اخلي ستا دمخ له تا زه ګيه
دګلو ښې وږمې
شه ابــا سينه که مې وړې
خبرې وشوې چې ميهن واک وويل دګلو وږمې څوک نه وړي او عبدالقهار ډاډ وويل که دشعر مطلع
ته وګورو شاعر سيند ځانته مخاطب کړي چې وايې
رڼې، رڼې، رڼې شه اباسينه که مې وړې
شاعر ځان په سيند وړي او
ددوهم بيت په اول نيم بـتـکې وايي
ژوندون مو ښکلا اخلي ستا دمخ له تازګيه
ژوندون به يې څنګه ښکلا واخلي ؟
خو و لې بيا دعاشق الله جمالـزي نظر څه په بل ډول وه هغه وويل همدغه دشعر ښوالى دى چې هر بيت يې جلا جلا ما نا ل
ي
ځوان تا ند د تا زګيه پر ځاى دتاز ګى دکليمې غوښتنه وکړه .
شکرالله قلندري وويل چې سړى او به یوسي نو څنګه
به ښکلا واخلي خو سنګرمل عرفزى وايې رديف او قافيه يې سره سر نه خوري که دحمزۀ بابا دې
بيت ته وګور و چې وا يې
ستا د اور بل په دې کږو لارو کې
ګران دى مزل په دې کږو لاروکې
قا فيه او رديف يې څومره يو بل سره نغښتي دي
ه دې ورسته په دريم بيت چې وايې
زه پو يم وچې کړي بدبختيو او ښکې ستا هم
تا زه دې بيا څپې شه اباسينه که مې وړې
خبرې وشوې مبارز فيروز وويل څپې څنګه داوښکو سره تشبه کيږي خو ولې محمد حنيف ابها م بل ډول وايې چې شا عر خپلې م
ينې اخيستىى او اوښکې چې کله په سړي غم راشې او ودرديږي بيا اوښکې راځي او څپې چې کله سيند په مستيو راشي
څپي
وهي شاعر دلته نا اميده دى دسيند څپي وچي دي دهغې غوښتنه کوي چې وايې تاز ه دې بيا څپي شه ابا سينه کمې وړې
ملوک
رغون بيا هم دشعر دقافي او رديف څخه سر ټکوي وايې که هر څومره شعر مخکې وستا يل شي رديف يې دشعر سره معنوي ټړاو نه
لري بيا اباسيند ته ځا ن سپا ري او ځان پرې وړي.
محمد نادر د اوښکو او څپو دتشبـيهاتو دراوړلو په اړه وايې چې څ
وکاله وچکالي تيره شوې وچکالۍ پر سيند اغيزه کړې له دې ورسته په څلورم بيت چې وايې
ښايسته شنې ورشوګانې خودې وې
دسولې نښي
ژوندۍ دې خاطرې شه اباسينه که مې وړې
خبرې وشوې چې رغون صاحب بيا خپلى خبرې تکرار کړي وي ويل مخکې
بيتو نه يې ډير ښکلي وي خو کله چې رديف ته خبره راشي رديف ورسره نه پخلا کيږي
له دې ورسته په شپږم بيت خبرې وشوې
چې وايې
ژوندۍ شه پښتا نه د جهله وباسه رڼا شه
تورتمو ته ډيوې شه اباسينه که مې وړې
چې رغون صيب وويل که
دژوندۍ شه پر ځاى ژوندي شه راشي ښه به وي له دې ورسته په لاندې بيت چې وايې
راځه چې نور ه ورکه کړو نفاق له دغې
خاورې
تړون ديارانې شه اباسينه که مې وړې
خبرې وشوې صفي الله دلومړي نيم بيتي په اړه وويل که دراځه چې نوره و
کړو نفاق له دغې خاورې پرځاى راوړو راځه چې نوره ورکه کړو کينه له دغې خاورې نوڅنګه به وي
ورپسې په اخر بيت خبرې
وشوې چې وويل شو ګلاب يا ګلانو ته د شنې کليمه نه راځي
کره کـتـنه په همدې بيت پا ى ته و رسيده او دهمدې شعر
اعر ريحان الله رحيمي ته بلنه ورکړل شوه هغه خپلې خبرې داسې بيان کړې وې ويل چې ملګرو په خپل وار ښې خبرې وکړې خو
زه به دخپل شعر په اړه درته ووايم په لومړي بيت کې مې ځکه د رڼې، رڼۍ کليمي راوړې چې داباسين په کليمه کې انا دتا
نيث نښه ده او ددوهم بيت په اړ به دومره ووايم چې وايې ژوندون مو ښکلا اخلي ستا دمخ له تازه ګيه
اوبه دژوند
تازه ګې ده که هر چېرته اوبه وي نو هغه ځاى شين وي ښکلى وي شين وي هلته ګلان وي وږمې وي تازه کي وي او همدارنګه د
عر دڅلورم بيت په دوهم نيم بــيتي په اړه چې وايې
ژوندۍ دې خا طرې شه ابا سينه که مې وړې
درته ووايم اباسين م
ا ليدلى زه هلته رالوى شوېي يم سيند ډېرې ښې څپې در لودې کله چې وچکالي راغله دسيند څپي هم ورسره کمې شوې نو زه يې
پخوانۍ خاطرې يا دوم چې تازه دې بيا څپي شه اباسينه که مې ورې
اوس ددې بيت په اړه درته وايم چې وايې
پوهيږم چې
دوه ورونه جدا شوي ستا دلاسه
پدې بيت کې مې موخه له دوه ورونو څخه پښتانه او پـنـجا بيان مسلمانان دي چې په
اټک کې بـيـل شوې دي که دژبې اوقوم له لحاظه بيل دي خو دمذهب له لحاظه زمونږ ورونه دي او همدارنګه رحيمي صاحب
وويل ځينې نيمګړتياوې چې ما در لودې هغه دا چې پښتو زما مورنۍ ژبه نه ده له دې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې دشلو په
خوا او شاکې شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول ديادونې وړده چې شکرالله قلندري دکره کـتـنې لپاره دخپلې لنډې کيسې
دوړاندې کولو ژمنه وکړه غونډه په دعا سره پاى ته ورسيده
دننګرهار ادبي بهير جلال اباد