مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : عُمر واحديار

په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا ياد غونډه جوړه سوه

خالد هادي


په کندهار ولايت کي د افغانستان د بنسټ ايښودونکي ((لوى احمدشاه بابا)) له ژوندليک څخه د يوې څېړنغونډي په ترڅ کي يادونه وسوه.
دغه څېړنغونډه چي د کندهار ولايت د مشورتي - اصلاحي جرګې او د کندهار اطلاعات او کلتور رياست په نوښت د کندهار د و ايتي شورا په انګړ کي جوړه سوې وه، د کندهار د يو شمېر ليکوالو ترڅنګ د ځينو ولاياتو ليکوالو هم ګډون پکښي کړى و، غونډه د قران مجيد له تلاوت څخه وروسته د جمهوري رياست او اطلاعات او کتلور وزارت په پيغامونو رسماً پ انيستل سوه، وروسته تر دې يو شمېر ليکوالو د خپلو څېړنيزو مقالو په ويلو سره د لوى احمدشاه بابا د ژوند پر سياسي، اجتماعي، ادبي او پوځي اړخونو باندي رڼا واچول، ابدالي احمدشاه بابا يې په خپلو مقالو کي د نوي افغانستان بنسټ ايښودونکى او ستر امپراتور وګاڼه، له بلي خوا د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس عبدالمجيد بابي بېنوا ويبپاڼي ته وويل: د دا راز علمي غونډو جوړول د ځوان نسل د ذهني روښانتيا لپاره يو اغېزمن ګام د .
ده د خپلو خبرو په دوام سره وويل: چي د دې څېړنغونډي په پاى کي د ځانګړي نوي ټاکل سوي جرګه ګۍ له خوا پرېکړه يک خپور سو، چي په هغه کي له دولت څخه غوښتنه سوې ده، چي د لوى احمدشاه بابا د زيارت شاوخوا سيمه دي پارک ته و ف سي، او د احمدشاه بابا کور دي دولت رانيسي او موزيم دي يې کړي، او دريم دي د لوى احمدشاه بابا د علمي آثارو اټولول او چاپول پکښي شامل وه.
د يادوني وړ ده چي لوى احمدشاه بابا د ژوند پر پنځه ويشتم پسرلي په کال ١١٦٠ هـ سپوږميز په کندهار کي د ټولو اقوامود مشرانو له خوا له اته ورځنۍ پرله پسې غونډو وروسته د کندهار په شيرسرخ سيمه کي هغه مهال د افغانستان عمومي پاچا انتخاب سو، چي صابرشاه کابلي ملنګ يې په سر کي د غنمو وږى وټومبه.
وى احمدشاه بابا واکمنۍ ته له رسېدو وروسته د حکومت واګي تر بخارا، اصفهان او ډيلي پوري ورسولې او په کال ١١٨٦ هجري کي د يوې ناڅرګندي ناروغۍ له امله د لوى کندهار د ((توبې)) په سيمه کي ومړ او د اوسني احمدشاهي کندهار ښار په مرکز کي خاورو ته وسپارل سو، چي پر ځاى يې مشر زوى تيمورشاه درانى پر تخت کښېناست.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery