مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نيويارک کي د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد فاتحه واخسيتل شوه

خالد هادي

 

 

نن د ٢٠٠٤ زېږنده کال  دسمبر پر ١٩ مه نېټه  د نيويارک د ښار د فلشينګ په ناحيه کي د حضرت ابوبکرصديق ( رض ) په مسجد جامع کي  د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد د فاتحې مراسم په نيويارک کي  د مېشتي افغاني ټولني ، په نيويارک ، نيوجرسي او کنډيکټ ايالتونو کي د مېشتو  افغان   ليکوالو ،  فرهنګپالو او زيات شمېر افغانانو  لخوا واخستل شوه :

نوموړي مراسم چي دافغاني ټولني لخوا جوړ شوي د غرمې پريوه بجه د قاري فضل الرحمن حليمي له خوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو پيل شوه چي ورپسي  په نيويارک کي د مېشتي افغاني ټولني د مشر حبيب الله مايار وردګ  لخوا د ارواښاد علامه  عبدالشکوررشاد ژوندليک ګډونوالو ته واورول شو 

ورپسې عبدالکريم حليمي  د استاد پر ژوند رڼا واچول  چي وروسته په خپل وار سره لطيف جان بابي  هم د ارواښاد پر ملي ماتم خبري وکړې اودارواښاد استاد په وير ئې خپله ويرنه برخوالو ته واوراول  .

د استاد د فاتحې په دې مراسيمو کي  عبدالقادر هوتک ، جنرال امير محمد داستاني  ، انجنير محمد داستاني ، د افغانستان  پخوانی سفير  سيداصف اغا ، استاد داستاني ، صفي الله انتظام ، دعاطفه انجمن  ريس عبدالرحمن جليلي ، انجينر عبدالرحيم عابدي ، ښاغلی عصمتي   او يو شمېر نورو  ړون اندو  هم ګډون کړی و.

نوموړي  مراسيم  د ماذيګر پر ٤ بجو دارواښاد علامه عبدالشکور رشاد او ارواښاد علي احمد خان پوپل و ارواحو ته د دوعايي  په ويلو پای ته ورسيدل

 

د دواړو ښاغلو ارواحان   دي  ښاد وي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery