مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ” نوميالي ډنمارکي افغانپوه “جنازه خاوروته وسپال شوه

ا . پتری ( ډنمارک )

ا .  پتری _  ډنمارک کلاوس فردينانت

 

نامتوډنمارکي ختيځپوه اوڅېړونکي کلاوس فرديناند،چې له څه دپاسه نيمې پېړۍ راهيسې يې په پرله پسې توګه دبشرپېژندنې په برخه کې څېړنې کولې،دروان زېږدي کال دجنورۍ په پنځمه دډنمارک په يوه روغتون کې ديوې لنډمهالې ناروغۍ له امله ومړ٠

دفقيدکلاوس فرديناندجنازه د٢٠٠٥ زېږديز کال د جنورۍ پريولسمه،دډنمارک په اغوس کې دفريدرېک کليساپه انګړ کې خاوروته وسپارل شوه ٠

دجنازې په دغومراسموکې دفقيد کلاوس فرديناندخپلوانو،دوستانو،يوشمېرډنمارکي اواروپايي ختيځپوهانو، دځينوعلمي اوکلتوري بنسټونواستازو،په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګې استازي پلاوي اوپه ډنمارک کې مېشتو ځينوافغان قلموالواوروښانفکرانو ګډون کړې وچې شمېريې درې سووکسانوته رسېده٠

دتدفين دمراسموپه دويمه برخه کې،دمراسموبرخه وال ديوه موزيم تالارته وبلل شول چې لږه شېبه وروسته پکې دښاغلي کلاوس فرديناند يوشمېردوستانو ،همکارانو اومينه والو ديوې يادغونډې په ترڅ کې ،دهغه دعلمي ،کلتوري اوټولنيزشخصيت بېلابېل اړخونه ،په خپلوپېغامونو،يادونواويادښتونو کې وستايل چې په دغه لړکې په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګه ګۍ دپيغام ډنمارکي متن ،دممتازارمان لخوا واورول شو٠په پېغام کې دپښتنوکوچيانودژوندوژواک په باب دښاغلي کلاوس علمي څېړنې ارزښتمنې اومړينه ېي لوېه تشه ګڼل شوې وه٠دفقيديوې همکارې وويل دا تالاردهغه دکلتوري اوعلمي زيارمېوه ده٠بلې بياوويل چې افغاني کوچيان دکلاوس دمينې وړ اولس و٠دفقيديوسپينږي ټولګيوال وويل افغان کوچيان دکلاوس دفکروخيال يادونواويادښتونومرکزي موضوع وه٠

خاوروته دفقيدکلاوس دسپارلودامراسم دورځې په دولسوبجو دشما ل د رنځوررنګي لمرپه تړمه رڼا کې پيل شوي ووخودامها ل چې  ګړۍ پنځوته خوله جوړوله اوتورو ورېځودتورتم اويخنۍ غاښونه تېره کول ،مېلمنوهم لکه دکوچيانوکډې  بارکړې٠

 

روح دې يې ښاد اوديادونوشونټۍ دې يې روښانه وي

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery