حنان حبيبزى = د مزار شريف ښار
ښايي حيران شوي به ياست چې ، چا دسمال راووړ او له كومه يې راووړ ؟ زه د هغې سندرې خبره كومه چې د كليوالو او ښاري ځوانانو د مجلسونو اوسنۍ ديرې پرې ګرمې دي( دسمال يې راووړ ځونډي پرې پورې.....بې بورې مه كړې د هلك مورې ......پاس په ګودر كې شور ماشور شوو ...)
دا سندره زما د هيواد د خوږ ژبي سندر غاړي صديق شباب په غږ كې نوې نوې له راډيو ګانو څخه اوريدل شوې ده ،يو ځل كه دوه ځل ما هم د بي بي سي له راډيو څخه واورېده رښتيا ډيره مې خوښه شوه ، زه نه پوهيږم چې ددې سندرې كمپوز چا كړى دى ،خو د سندرې ټكۍ ( بيتونه ) ډير فلكلور او په خواني دي ، چې د ا ډول سندرې د كليوالو ځوانانو ډيرې زياتې خوښيږي ، تاسو به هم ارومرو دا سندره زمونږ د هيواد ددې خوږ غږي سندرغاړي په غږ اوريدلي وي ، كه پام مو كړى وي ډيره خوندوره موسيقي په كې كاريدلې ده ، چې نني ځوانان يې ماډرن موزيك بولي ، د پام وړ خبره په دې كې داده چې د سندرې ټكۍ يا بيتونه فلكلور دي او موسيقي يې د نني پېر يا عصر سره برابره ده ، دا ډول سندرې ته چې يو بهرنى وګړى هم غوږ شي نو ارومرو يې اوري ځكه چې په موسيقۍ كې يې نوى والى دى او شعر يې فلكلور دى او دا د اوسني عصر غوښتنه هم ده چې مونږ وكولى شوو ، په هر ه چاره كې يو نوښت را منځته كړو ، دا خبرې مې په دې پورې وكړې چې كه پام مو كړى وي زمونږ هيوادوال د دوه اخترونو تر منځ د ځنې ځانګړو دودونو او رواجونو له كبله ودونه نه كوي او له لوي اختر څخه وروسته عموما ميندې او پلرونه هڅه كوي چې خپلو زامنو ته ودونه وكړي .
زه لوي اختر په دويمه او دريمه تر اوومې پورې د بغلان ، كندوز او تخار ولايتونو ځنې هغو ولسواليو ته ولاړمه چې زما يو شمير ملګري په كې ژوند كوي ،بل وخت خو سړى نه وزګاريږي نو ما هم د اختر له دې رخصتۍ څخه ګټه واخيسته ، او د چا خبره په يوه وار مې دوه پاختكې ښكار كړې مانا هم مې د ملګرو خبر واخيست او هم مې د سيمې له حالاتو څخه ځان خبر كړ او ځنې مهم مطالب مې د راډيو لپاره راټول كړل .
د اختر په دويمه د غوري ولسوالۍ ته ورغلمه هلته مې ښايسته ډير ملګري اوسيږي ،زه چې كله د خپلو ملګرو د ليدو لپاره ورغلمه نو زما نه مخكې له نورو څيرمه ولايتونو څخه هم ډير ملګري راغلي وو ، نو په يو واده واوښتو ، واده هم د سيمې د يو خان او لوي زمكه وال د ځوي ! هغه داسې چې كله د شاهو يا شاه پلار خبر شوو چې مونږ هم ډير شمير هلكان له بيلو بيلو ولايتونو او ولسواليو څخه راټول شوي يو دلته د ده په كلي كې، د چاپه كور كې، يو ، نو مونږ ته يې هم بلنه راكړه چې دده د ځوى د واده په خوښۍ كې ګډون وكړو .
مونږ هم په خوشالۍ ورغلو چې ګورو په لوي پټي كې چې د كوربه د ميلمستون په وړاندې وو زيات شمير ځوانان په اتڼ لګيا دي او دا سندره وايي ( شين كميس دې لمن داره .........ګرده دې لمنه .....) ډولچي هم ډير ماهيره وو د، دوه لټه اتڼ په دود يې دې سندرې ته ډول درزاوو،دا سندره چې ختمه شوه ، يو ځوان چې د ډنډي غوري له وردكو څخه وو او ښې غوړې تورې څڼې يې هم پر وږو را ځړېدلې وې ، ناڅاپي يې له خولې راووتل چې ( پاس په ګودر كې شورماشور دى ................دسمال يې راووړ د هلك مورې........................) دا سندره يې دومره په خوند ويله چې زړه به دې ويل چې ورشه او په اتڼ كې ونډه واخله .
اوس چې ودونه كيږي د هلك كورنۍ يو سيمه ييز سندر غاړى راولي چې ډمبوره او يا هم غيجكه له دايرې يا تبلو سره غږوي او په دغه ډول سندر غاړو كې ځينې داسې دي چې د رقص لپاره روزل شوي هلكان لري چې عمرونه يې له شپاړس كلن څخه بيا تر اتلس كلن پورې وي دا سندر غاړي بيا له ودونو پرته په ځنې نورو ځانګړو محفلونو كې هم ډمبوره او غيجكه غږوي ،او دغه هلكان رقصوي ، په ځنې ډمبوريي محفلونو كې دا هم ليدل شوي دي چې نڅاګر هلك ته د نجنو جامې وراغوندي او پښو پورې يې ځونډي لرونكي زنګونه تړي ، خو دې سړي دا ډول سندر غاړى نه وو راوستى خو د اتڼ لپاره يې ځوانانو ته ښه ډولچي را بللى وو .
شپه همداسې د سبا په لور ورلنډېده او همدا دوه سندرې چې پورته يادې شوې بيا بيا ويل كېدې او ځوانانو ورته اتڼ كاوو ، د سهار پنځه بجې به وې چې مونږ له كوربه څخه وغوښتل كه اجازه راكړي چيرته وېده شوو ، هغه بيا په ډير درناوي يوې كوټې ته بوتلو او هلته وېده شوو ، نوې به مو سترګې په خوب خوږې شوې وې چې غږ شو ( راولاړ شئ ) چې ناوې پسې ځو ، خو مونږ هم ځانونه تيار كړل او لنډه يې دا چې كله د ناوې له كوره راتلو نو يو كليوال چې پكوله يې په سر وه او ښه اوږده ږيره يې هم درلوده ، د زړه له تله نارې كړې چې ( په بسم الله قدم راواخله ړ ښايسته ناوكۍ ................. الله دې مل شه ..................) .
تر اخره پورې يې دا سندره وويله ، د شاه او ناوكۍ كور ډير نږدې په نږدې وو داسې يې وبوله چې دواړه په يوه كوڅه كې اوسېدل ، د ورځې څه باندې لس بجې به وې چې مونږ له غوري څخه د كندوز ولايت په لور وخوزېدو ، خو كله چې مې له هغو ځوانانو چې واده ته د اتڼ لپاره راغلي وو وپوښتل چې تاسو دا سندرې څنګه زده كوئ ؟ هغوى سم لاسي راته د صديق شباب نوم واخيست او وې ويل چې د هغه له نوې كيسټې يې زده كړي دي ، چې كاپي يې وايي د افغانستان بازارونو ته راغلې ده ، له ما يې وپوښتل چې دا صديق شباب به چيرته وي او په كوم ځاى كې ژوند كوي او د هغه د ټليفون د نمبر غوښتنه يې را څخه وكړه چې كه را سره وي ورته ور يې كړمه ، ما ورته وويل ، رښتيا هم هغه زمونږ د هيواد ډير خوږ ژبى سندر غاړى دى خو ما سره يې له بده مرغه هيڅ په اړه مالومات نشته چې چيرته ژوند كوي خو ما يې هم هغه سندره چې( دسمال يې راووړ .....) له راډيو څخه اوريدلې ده .
له دې ځوانانو مې وپوښتل چې د اتڼ خو ډيرې نورې سندرې هم شته تاسو ولې همدا دوه سندرې شپه تر سبا ويلې او ستوني مو پرې وپړسوول ، هغوى وويل ، دا سندرې مونږ ته نوې ښكاره شوې او بيا ښاغلي شباب په ډيره مينه ويلي دي او تر اوسه يې د هيواد له هيڅ يوه سندر غاړي داسې سندرې نه وې اورېدلې چې ټكۍ يې زړې وي او موسيقي يې نوې ! .
ما ورته وويل ولې د فرهاد دريا وروستۍ دوه سي ډي ګانې مو هير شوې چې څو ښې كليوالې سندرې يې په كې ويلي دي او په ډير خوند يې ويلي دي ، دوى ويل چې ،هو ! ستا خبر سمه ده خو هغه سندرې مونږ وړاندې له بل سندر غاړي هم اوريدلي دي او دا سندرې چي دي د صديق شباب خپل نوښت دى ،كله چې بيا تخار او كندوز ته لاړو هم د هر ځوان او ماشوم په خوله كې همدا سندره وه چې ( دسمال يې راووړ د هلك مورې .............) نو همدلته مې له ځان سره وويل چې دې سندرې صديق څومره مشهوره كړى دى . مبارك يې شه !..........