شبنم ثريا
ترتيب کونکی:ميرويس جلالزی
""نوښتګري شبنم ثريا په لږ وخت کی ډيري سندري ويلي او له
تاجکستان پرته په افغانستان کې هم گڼ شمير مینه وال لري""
شبنم ثريا د گاونډي تاجکستان خوږه
ژبي، ښايسته او مسته سندرغاړي ده . شبنم واېې چې صنعت کاره ده. له صنعت څخه د هغې مفهوم د سندور ويل دي نه
کوم بل څه . شبنم ثريا له نن څخه 30 کاله دمخه په پلازمينه دوشنبه کې زیږیدلي ده او واده ېې هم کړی دی . شبنم
ثريا له يوه تاجک سوداگر سره واده کړی وو خو د 5 کلونو په تیریدو له هغه جلا شوه او اوس د چا په خبره مجرده مج
ده ګرځي ، کله اروپا ته ځي کله هم امريکې ته خو افغانستان ته ېې هیڅ پام نه شته. شبینم ثريا
هغومره چې په خپل ټاټوبي تاجکستان کې شهرت
لري هغومره ېې په افغانستان کې هم شهرت تر لاسه کړی دی . هغې په خپلو ورستیو سندرو د بلي تاجکي سندرغاړي
منیژه دولت بازار مات کړی دی . د ثریا وړتیا د هغې کورنۍ په ځانگړي توگه د هغې مور " ثريا کاسيموا"
پاره چې په نړۍ کې یوه مشوره سندرغاړي ده، د حيرانتيا وړنه ده او دا ښايي د هغې د
مور له هڅو وي چې دومره شهرت او بریالیتوبونه ېې تر لاسه کړي دي . درنو لوستونکو کله چې شبنم 13 کلنه
وه، هغې د خپلي مور د زیږیدني د کلیزي د ورځي په وياړ په کنسرټ کې راڅرگنده شوه. دې
کار د هغې د مور په سترگو کې اوښکي وبهولي او ويي منله چې هغه هم د یوې سندرغاړي په توگه وړتیا لري.
هغې له واده وروسته له سندر ويلو څخه واټن واخیست خو وروسته بیرته مجبوره شوه چې دې هنر ته مخه کړي . د هغې
سندري لکه از (( کدامي سفر)) او د(( زندگی)) البوم هغې ته ملي شهرت ورکړ او د دې هنرمندی شهرت له
پولو څخه باندي افغانستان اونورو هیوادونو ته ورسیده . په افغانستان کې په ځانگړي توگه په شمال کې
ثريا د خپلو سندرو د ټاکني او ویلو له امله په يوه ډیره وتلي سندرغاړي واوښته . د هغې په سندرو کې " يار
سبزينه"، او "تا ترا ديدم" شاملي دي . درنو لوستونکوهمدا شان نوموړي د افغان سندرغاړي جاوید شریف سره د"
ای خدا " سندره گډه په امریکې کی ریکارد کړي ده . د دې سندرغاړي بریالیتوب د دې لامل شوی چې د نوم
وړي څخه بلنه وشي تر څو د تاجکستان لپاره د ملگروملتونو د ښه نیت سفیره وټاکل شي. شبنم ثریا وايي
چې له خپل کار څخه راضي ده او له لوی خدای څخه هیله لري چې ورته نور پرمختگونه هم ور په برخه کړي .