مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار پوهنتون او ميرويس روغتون ته مرسته ورسېده

عکسونه :قدرت بزګريار هالنډ

٢٦ فبروري ٢٠٠٥  

 هالنډ د کندهار پوهنتون ته کتابونه ورکړه

 په هالنډ کي د خرونينګن خيريه موسسې ( خرونينګن هلپت ) د کندهار ولايت د ميرويس روغتون او کندهار پوهنتون  سره  مرسته وکړه .

د دغې مرستندويې  ټولني په مرستو کې کمپيټرونه،دلابراتوارو سامانونه،چپرکټونه،د مستحقو اوغريبو کورنيوسره د کا لوگنډولوماشينونه،بړ ستنې،د کورونو لپاره ده اړتيا وړلوښو،د ناروغانو چپرکټونه او همدارنگه نور د ضرورت وړو شيان شامل وو .

د کندهار له پوهنتون سره هالنډۍ مرستندويې ټولنې د ٤٥ زرو کتابونو مرسته کړې ده چې په انګريزي ژبه دي . د ټولنې په يوۀ بيان کې راغلي دي چې د دغو کتابونو له جملې ١٠ زره نوي کتابونه دي چې د لويديځ په پوهنتونونو کې تدريسيږي .

داسې باور دی چې له يوۀ افغان پوهنتون سره د دومره کتابونو مرسته ښايي په لومړي ځل شوي وي .

هالنډۍ مرستندويه ټولنه وايي دوی په دې باور دي چې ستانۀ شوي افغانان په بهرنيو ژبو پوهيږي . د دغې ټولنې په وينا دغه کتابونه ډير د طب او نورو مسلکونو په باب د اروپا د پوهنتونونو کتابونه دي چې که سم کار ترې واخيستل شي خورا ګټور به وي .

په کندهار کې ځينې په دې باور دي چې د دغو کتابونو د ژباړلو په برخه کې بايد چارواکي فکر وکړي چې په دې ډول د ټولو زده کوونکيو لپاره ګټور وي .

په لاندنيو انځورونو کې د هالنډ څخه بيا تر کندهار پورې د مرستو د کنټېنرونو ځينې بېلګې وينئ .

د هالنډۍ مرستندويې ټولني ځيني کارکوونکي د مرستو په اړه ږغيږي

د هالنډ د خرونينګن په ښار کې د ( خرونينګن هلپت)  د مرستندويې زېرمه

د کندهار د ميرويس روغتون لپاره د روغتيايي مرستو  کانتېنر د تړلو پر وخت

د کتابتون يوه برخه

خيريه موسسې د کندهار پوهنتون سره په لسګونو زره طبي کتابونه مرسته وکړه

په لسګونو د کمپېټر چاپ مشينان د کندهار پوهنتون کتابتون ته

په هالنډ کې د ميرويس روغتون لپاره يو شمېر بريښنايي پر مختللي سامان الات شامل وو

د بريښنايي سامان الاتو يوه بله بېلګه 

دغه مرسته په لاريو کې تر سمندره او بيا په بيړيو کې کراچۍ ورپسې کندهار ته وليږدول شوه 

د ٤٥ زره کتابونو له جملې ١٠ زره نوي کتابونه دي . 

د کندهار ميرويس روغتون ته د رسيدلو پر وخت

د ميرويس روغتون  کارکوونکي د مرستو په ترلاسه کولو خوښ ښکاري

ليږل شوي مرستي په کندهار کي د پوهنتون ترڅنګ له موټر څخه د کښته کېدو پر وخت

د روغتيايي او درسي موادو تر څنګ يو شمير کورني سامان الات هم په مرستو کي شامل وو

د روغتيايي او درسي موادو تر څنګ يو شمير عامه مرستي هم پر بېوزلو ووېشل شوې

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery