ولي شاه طبيب – کندهار ٧- کب ١٣٨٣
ما يو وړوکی ماشوم وليد چه تقريباُ اته خزانه يې ليدلي وه ،دماشومتوب ښکلا يې دمبلايلو او تورو دودونو لاندي پټه سوې وه ،غوړ او خيرني جامې يې په تن وې ،ديوه تيزرفتار موټر دټير په خلاصيدو لګيا و ، په خپلو نازکو او وړو لاسو کښي يې دومره توان او قدرت نه درلود چه دټيرونو پيچونه خلاص کړي ، ماشوم به پر پانه ودرېدی او يو خيز به يې پر پانه وواهه او پېچ به يې خلاص کړ ، بيا به يې بل پيچ ته پانه ورواچول او په دي ترتيب يې پاتي پيچونه يو په بل پسي خلاص کړل ، زه چه په حيرت کښي ولاړ وم اوزړه ته مي نه لويدل چه دا وړوکی ماشوم دي دموټر ټير راخلاص کړي ، خو ماشوم په ډيره کاميابۍ دا کار ترسره کړ ، ماشوم ماته داسي وکتل چه ګواکي دخپلي کاميابۍ الهام يي راکاوه چه زه هم يو څوک يم او دکار کولو جوګه يم ، ماشوم ماته څه ونه ويل بلکه دټير په پنچرۍ نيولو اخته سو . په دې شېبه کښي مي دماشوم نه پوښتنه وکړه چه ايا ښوونځی ته ځي که نه ؟ ماشوم بيله دې چه ماته وګوري په ناهيلۍ او نااميدۍ سره لنډ جواب راکړ : يا، نه ځم . بيا مي پوښتنه ځني وکړه چه ولي نه ځې ؟ هغه ځواب راکړ چه زه کسب زده کوم موږ مسکينان او غريبان يو مور مي دبل کور کالي مينځي او پلار مي روزانه مزدوري کوي ، دلته کار هم زده کوم اودهفتي دوه سوه افغانۍ او دغرمي ډوډي هم راکوي ، په دي شېبه کښي يې استاد راښکاره سو، ماشوم ډير تلولۍ او وارخطا سو او په خپل کار لګيا سو او نوره يي ماته پاملرنه ونکړه .
مادوه واړه ماشومان وليدل چه دکابل دنوي ښار دپارک په يوه کنج کښي په دې سړه يخنۍ کښي دکچرو او انبارو په ډيران کښي لالهانده وه ،دي دوو تنکيو ماشومانو په خپلو نازکو لاسونو دغه ګندکي او کچري دي خوا او هغي خوا ته اړولې ، ددې ماشومانو باړخوګان او لاسونه دکابل ديخنۍ له وجي سره اوښتي وه ، دخولې نه يې تاوده توښونه راوتل او په متواتر ډول ټوخيدل ، تابه ويل چه سوزنده تبه لري او شايد چه همداسي به وه.
دوی په غذايي پاته شونو ،زړو ډبو او پلاستيکي بوتلونو او نورو پسي کتل ، کله چه دی معصومو ماشومانو خپل نازک لاسونه په کچرو ننه ايستل ، زما زړه به په درزهاري سو ،ماويل نه چه دانازک لاسونه په کوم تيره او تېز شي باندي غوڅ نه شي .
ما يو بل اته کلن ماشوم وليد چه دکابل دنوي ښار په شاوخوا کښي يې ورځپاڼي خرڅولې ، په پياده
روکښي به په لارويانو پسي ځغاسته چه ګوندي کومه ورځپاڼه پري خرڅه کړي ، نوموړي ماشوم به په
خپله ماشومانه ژبه دورځپاڼي دمطالبو عنوانونه ذکرول تر څو وکولاي سي چه دلارويانو څخه څوک کومه ورځپاڼه واخلي .
هوکي دداسي بې وزلو ګلاليو ماشومانو مثالونه زښت زيات دي . ددې ماشومانو دحقوقو په هکله کتابونه ليکل سويدي ، نړيوال قوانين او کنوانسينونه تيار سويدي ، زيات شمير پروتوکولونه تهيه سويدي . دنړۍ ډير شمير ممالکو پر دغو اسنادو لاسليکونه کړي دي . دکاغذونو پرمخ ډيري لاس ته راوړني او پرمخ تګونو راپورونه ورکول کيږي ،خو حقايق بل ډول او ډير زړه دردونکي دي .
زه دې ماشومانو ته واړه اتلان وايم ،دوی په دې کم عمر دکورنۍ خرڅ برابروي ، ديولوی مسؤل شخص په ډول کړنه کوي ،دژوند دناخوالو سره په جګړه کي دي . نن ورځ دي نوم ورکو وړو اتلانو ته ډير ګواښونه متوجې دي ،دا ماشومان دناروغيو په وړاندي مقاومت نه سي کولاي . ددوي جسمي او دماغي وده دګواښ سره مخامخ ده ، دوي ته دلوبو او راحت امکانات نه سته ،ښه غذا نه ورته رسيږي ، دوی دښووني او روزني څخه بې برخي دي . دا خاموش واړه اتلان په ډير حسرت سره هغو ماشومانو ته ګوري چه هره ورځ په تودواو پاکو جامو کښي دښوونځيو خوا ته روان دي ، په چوپتيا سره هرڅه زغمي ، شکايت نه کوي ، خپل وړوکۍ او دهوس نه ډک زړه يې کوټلی او تر درندې تيږي لاندي کړی دی په خپله غريبۍ او محروميت يې قناعت کړی دی .
زموږ په ګران افغانستان کښي ددې بې وزلو او هېر سويو ماشومانو شمېر دبل هر هيواد زيات دی ، دحکومت وظيفه ده چه خپله پاملرنه دې وړو اتلانو ته راواړوي ، ددوی دحقوقو داعادې لپاره هلي ځلي وکړي ، هغه بيځايه ملا ماتوونکي مصارف چه ددولتي ادارو ،وزارتو او دفترونو دښکلا او ډيزاين لپاره کيږي ددي غريب ملک لپاره اړتيا نه ده ، ديو ملک پرمختګ دمجللو او ښايسته قصرونو په درلودولو سره نه ارزيابي کيږي بلکه ديوه ملک ترقي او پرمخ تګ ددي نه معلوميږي چه په هرو زرو ماشومانو کښي څومره يي تر يو کلنۍ او پنځه کلنۍ پوري رسيږي ، دخلګو دمتوسط ژوند اندازه يې څومره ده ، ديوه شخص کلنۍ پس انداز څومره دی ، که چيري پورته معيارونه مدنظر ونيسو نو زموږ ګران افغانستان د۱۷۸ ممالکو په لست کي دپای دخوا پنځم هيواد دی ، يعني صرف څلور ممالک تر موږ هم بدبخته دي چه هغه هم دجنګ په لمبو سوځي .
زموږ دهر وطنوال وظيفه ده چه په دي هکله ژور فکر وکړي ، او يو ځل خپل نازولۍ بچی ددي بي وزلو ماشومانو په بڼه کي تصور کړي .
.
دابي وزلی ماشوم دکندهار په ښارکښي دغربت او محروميت ورځي تيروي