مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقمبرڅلورلاري په بې کوره شوي کډوالوبرسټني وویشل

تڼي نیبخیل

د کابل د هغه بیځایه شویو هیوادالو سره چې د هیواد د سویل لویدیځو ولایتونو نه بې کوره او د هیواد  دننه هجرت او خپلو سیمو پریښودو  ته اړ شوي او د خپل ژوند د پایښت لپاره له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي په ناروې کې میشت یو شمیر افغانانو د ښاغلی تڼي پر زیار او نوښت تر خپله وسه یو څه مرسته راټوله  او کابل ته د بړستنو په شکل  ولیږله..
دغه مرستې راغونډې او بيا د پاکستان په کراچۍ کې پرې بړستنې جوړې شوې. چې د ٢٠٠٨ عيسوي کال دډسمبر د  مياشتي په ٢٣ نيټه د پاکستان د کراچي ښار څخه د نيو سرحد ګډز ټرانسپورټ کمپني لخوا کابل ته وليږل شوې. دا مرستی په کابل کی د ويښو ځوانانو ټولني ته د جنوري د مياشتي په ٢٣ نيټه وسپارل شوی. وروسته همدا توکی  دبړستنو د ٣٣ لويواو وړو بوجيو  په شکل، چي په هره بوجۍ  کي له ١٥  نه تر ۳۰ بړستنو پوری ځاي په ځای شوي وي چي په مجموعي توګه ټولي ۵۴۰ بړستني کيدي،کو چیدلوکډوالو ته د ویش په موخه رامخته شوی.
دغه مرستې د ویښ ځوانانود ټولني د غړو لخوا د سراي نه هغه کډوالو ته نقل شوی، کوم چې د ټولنې د غړو لخوا د څو ورځوپلټنو په لړ کي د مستحقو کورنيو(کيمپ) په توګه پيژندل وي وی.
پدي کيمپ کي هغه کورني دي چي د افغانستان د نا امنه سيمو څخه پلازميني کابل ته کوچيدلي دي او د قمبر په څلورلاری کي په ډيرو سختو شرايطو کي ژوند تيروي.
پدغه کيمپ کي د کيمپ د وکيل په وينا ټولی۷۵۰  کورني اوسيږي.
دغه کيمپ په ټوله کي دوه وکيلان لري چي بيا هر وکيل ځانته له ٦ څخه تر ٧ پوري نور وکيلان لري چي د م ستو په ويشلو کي له دوي سره مرسته کوي.
د بړستنو د ويش پروسه د ځینوستونزو له امله کور په کور ونه ویشل وه.
همدا راز دغه مرستي لومړي د وکيلانو اوبیا دهغوی د مرستیالانو په مټ په ټولو مستحقو کسانو وويشل وي.
موږ هیله من یو چې ناروی میشتي درانه افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه ورونه اوخویندي به تل د خپلو هغو هیوادوالو مرستو ته وردانګی چې زموږ او ستاسو هراړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

په لاندې انځورونوکې د بړستنو ویش او کمپ ته رسیدل لیدل کیږي.


دا هم د کمپ د وکیلانو له خوا د بړستنو د ترلاسه کولو تصدیقونه:


دا هم د هغه هیوادوالو نوملړ دی چی په همدی خیریه کار کی یی برخه اخیستی ده.

1. HAMIDULLAH 200
2. NASRAT 100
3. NAWID 100
4. KARIM 50
5. SAMIULLAH 50
6. RAHIM300 
7. HABIBI 500
8. MUHAMMAD 300
9. ARYANA MARKET 400
10. HAJISAHEB QANDAHAR 300
11. DAGARWAL SAYEDGUL SAFI 200
12. INGENIER ISMAEL 200
13. BAKHTNOORSHAH 100
14. MOSAWI 200
15. AMIRKHAN 200
16. NIAZ MUHAMMED 200
17. AHMAD HUSSAINI 200
18. KHAN MUHMAND 200
19. NISAR 500
20. ALAMGUL  500
21. ROHULLAH 300
22. BASHAR 200
23. WALIGUL 200
24. TANNAI 1800
25. BAZMUHAMMAD 300
26. QOMANDAN 500
27. FARID TARJUMAN 1000
28. MAJIBRAHMAN TARJUMAN 600
29. NOOR HASSAN 600
30. DAWOD MULLAH 200
31. NAÆMAN 200
32. NISAR NINGARHAR 200
33. NAZIRJAN MANGAL 1000
34. SULTAN  200
35. MIRWAIS POPAL 600
36. MAÆROOF 300
37. MIRWAISS 1000
38. TAREQ BAZGAR 500
39. QASSEMJAN 50
40. MUZMELSHAH 100
41. HAQIQULLAH 100
42. DR.ZALMAI 500
43. SAYED LATIF PACHA 1000
44. PASHTOON 500
45. AHAD  200
46. ANWAR 200
47. KHALIL 50
48. NAJIBULLAH 100
49. RAFI N. 300
50. KHALED SAFFI 500
51. ROHULLAA 100
52. MALIKJAN 100
53. FARHAD 200
54. QASSEM PAKISTANI 1000
55. HAMDARD 150
56. ABDUL RASHID POPAL 200
57. SAFIULLAH 400
58. SHAHMAHMOOD 200
59. GHAUSUDIN 200
60. SHARIF 100
61. SHAMAL 150
62. HAYAT 50
63. ZMARAY 250
64. QARRISAHEB 150
65 . MASJEED 925
66. MUAMMAD YOUNUS 100
67. YADGAR SWEET 100
68. ROYAL SWEET 50
69. PAK. MAT 300
70. SHUKRADIN YOOSUFZAI 500
71. ROGER JENSEN 1000

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery