مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المان نابينايانو ته د لوستلو نوی چَم اختراع کړ

د حقمل ژباړه


د حقمل ژباړه

المان نابينايانو ته د لوستلو نوی چَم اختراع کړ

د المان په پلازمينه برلين کې د ماکس پلانګ د علمي مؤسسې څېړندويانو و ړندو يا نابينايانو ته د لوستلو يو نوی چم (روش) اختراع کړی دی.
دالمان خپروني د پنجشنبې په ماښام په دې هکله زياته کړه چې ددې کار دپاره دغو څېړندويانو يو ډېر دقيق دوربين او يو کوچنی کمپيوټر جوړ کړی دی او همدا اوس دهغه د هارډ وير يا د کمپيوټر د فزيکي برخي په کوچني کولو باندي اخته دي.
الماني څېړندويان خيال لري چې ددې کمپيوټر هارډ وېر دومره کوچنی کړي چې و کولاي سي په يوه عينکه او يا غوږ وکي کې ځاي ونيسي .
پوهيالان قصد لري چې ددې اختراع او نوي لاري په مرسته ورځپاڼي، کتابونه او نور متنونه "سکن" کړي او بيا يې په کلام او بيان باندي را واړوي او په دې ډول د ورځنيو چارو پوهول و ړندو او نابينايانو ته آسانه کړي .
نابينايان به په دې وتوانيږي چې په راتلونکې کې ورځپاڼي، په سوپر مارکيټونو کې د کاليو لېبلونه او په واټونو کې د موټر وانۍ نښې نښانې تشخيص او هغه و وايې .
دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې پروفيسر "اوئل روجز" د برلين د پوهنتون درياضياتو او انفورماتيک استاد بيا په دې باور دی چې دا نوی روش د ستونزو سره هم مخامخ دی .
روجز وايې، چې په دې ميتود کې د اصلي ستونزو نه يوه داده چې ټوله شئ نسي کېداي يوازي د يوه انځور او دوربين په واسطه تشخيص او و پېژندل سي . د انسان سترګي هم په دې نه دي توانمني چې ټوله يوه ورځپاڼه دي په يوه ديد او د سترګو په رپ کې تشخيص کړي .
دغه الماني پروفيسر زياتوي: په دې خاطر بايد د کوچني حرکتونو نه په يوه دوربين کې څو تصوېره جوړ سي او هغه دي بيا و نوي سافټ وير يا دکمپيوټر و پروګرام ته ولېږي څو وکولاي سي دغه تصويرونه په يوه بشپړه انځور واړوي او دچا په واک کې يې کېږدي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery