دخپریدو نیټه : 2005-04-06 مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا
دعمر د ډېريدو ټابليټ
سپېڅلي
١٧ دوری ١٣٨٤
طبي څېړونکو داسي ګولۍ يا ټابليټ جوړکړی دي چې کولاي سي دانسان عمر تر دېرشو کالو پوري زيات کړي.
د آنانوا د اينترنتي رسنی په حواله د آبردين پوهنتون پروفيسر جان اسپيكمن ددې څېړني په اړه چې څرنګه کېداي سي دبدن د سون او جوړښت جريان ته بدلون ور کې يوه د ۴۵۰ زرو ډالرو جايزه يې تر ﻻسه کړېده .
پروفيسراسپيكمن او همکارانو يې داخبره موندلې ده چې په هغو موږکانو کې چې په بدن کې يې د سون او جوړښت اندازه لوړه وي نو تر نورو ډېر عمر کوي .
دتيروكسين زياته اندازه هورمونونه چې په حلق کې جوړېږي ددې جريانه سره مرسته کوي . همدا رنګه دغه جريان د لږ خپلواکه راديکالونو پر جوړښت باندي تمامېږي کوم چې کولاې سي د بدن و بافتو ته ضرر ورسوي.
پروفسور اسپيكمن زياته کړېده چې ددې درمل انساني آزمايښتونه به تر لسو راتلونکې کلونو پوري به پيل سي