مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

په سیف الله کلا کې پسرلنۍ مشاعره وشوه .(رپورټ)

محب الله ښېراز

تېره ورځ د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د پښتو ادبي ټولنې په کور بتوب د پسرلي ګل مشاعره ترسره شوه چې د اټکل له مخې ورپکې د یو سل او پېنځوس شاعرانو او لیکوالانو په ګډون دوه سوه تنو برخه اخیستې وه .

یاده شوې مشاعره د سهار په یوولس بجې پیل او د ماسپښين په څلور بجې پای ته ورسېده .

په مشاعره کې د سويلي پښتونخوا د ټولو سيمو په شاعرانو ، ليکولانو او مينه والو سربېره د افغانستان د يو شمېر سیمو شاعرانو هم برخه لرله .

د مشاعرې پیل د قران کريم په سپېڅ يو آیتونو باندې حافظ موسی خان وکړ ، وياندویان یې ، محب الله محسين ، واجد تږی ، او صابر روښان وو .مشري  یې د پښتو د نړیوالې جرګې مرستيال او د پښتو ادبي غورځنګ مشر  ښاغلي محمد صادق ژړک په غاړه درلوده  . د پښتو ژبې سپين ږيري لیکوال ، شاعر او څېړونکي سید خير محمد عارف يې مشر مېلمه وو . چې تر څنګ يې  ځوان او تکړه شاعر  سعيد زابلی ، ډاکټر اورنګ زېب احساس اومحلي  سندرغاړی دروېش کاکړ ناست وو .

د یادې مشاعرې مېلمه سید خیر محمد عارف د ت سره شوې مشاعرې په اړه وویل چې :

مشاعره خورا په زړه پورې وه .
دده په خبره نور بايد پښتانه شاعران یوازې په خبرو بسنه وونه کړي . او د عمل په ډګر کې دي هم ټکني ګامونه اوچت کړي .

دې ورته د مشاعرې مشر ښاغلي  صاد   ژړک بيا برخوالو ته په خپلو خبرو کې وويل چې :

نور مو نو پر مخ یوازې او یوازې  د يوالي لاره پرانیستې پاتې ده . که یو نه شو د ورکېدو کندې ته غورځو .

دده وينا  په ټولو پښتني سيمو کې مېشت  هيڅ افغان کډوال دي و وسته له دې ځان د کډوالو په لړ کې نه شمېري . ځکه چې پشتون او افغان که هر چېرته دی یو وجود ګڼل کېږي .

د یادوونې وړ ده چې د مشاعرې په ورستۍ برخه کې د مشاعرې د مشر له خوا  په کوېټه کې مېشت افغان خبریال سيد شاه سقيم ته دده د ازاد شعر او غزلې له غوراوي وروسته یو زر پاکستانۍ کالدارې د جايزې په توګه  اعلان شوې چې د مشاعرې مېلمه سيد خېر محمد عارف بيا ښاغلي سقيم ته د یو لړ مراسمو د ترسره کېدو پر مهال د مشاعرې د برخوالو د درنو چکچو په بد ګه وسپارلې .

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery