مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډه

صالح محمد صالح

 

د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډي

د بېنواځانګړی ګزارش + کندهار

د جمعې په ورځ مېلمانه له کابل څخه راروان وو، چې بايد هرکلى يې شوى واى. د کندهار ليکوالان د مېلمنو د درناوي او مېلمه پالنې له مخې له کندهار څخه ډېر ليرې د اخوند صاحب زيارت ته نژدې د مېلمنو مخې ته وتلي وو، د مېلمنو په غاړو کې يې ګلونه واچول بيا په ګډه د يوه لوى کاروان په څېر، چې د پوليسو يو موټر ورته لار پرانيستله، د کندهار پر لوري روان شول. ماښام رانژدې شوى و، چې کاروان کندهار ته ورسېد، لومړى د کندهار پوهنتون سيمې ته لاړل، د علامه رشاد بابا قبر ته راکښته شول او هلته يې د هغه اروا ته دعا وکړه. د ماښام لمونځ يې هم هورې وکړ. بيا دا ټول مېلمانه ميوند هوټل ته بوتلل شول، چې شمېر يې تر ١٢٠ رسېده.

پر سبا يې چې د شنبې ورځ وه، مېلمنو د سهار له اتو بجو څخه تاريخي ځايونه لکه: خرقه مبارکه، د احمدشاه بابا زيارت، د ميرويس نيکه زيارت، بابا صاحب او داسې نور ځايونه وليدل. چې د غرمې تر ډوډۍ وروسته غونډه  د کندهار د نوي ښار (خوشبخت سالون کې) پر ٣ بجو او ٢٠ دقيقود قاري رحماني په تلاوت سره پيل شوه، چې ويندويان يې صالح محمد صالح او عزت الله پېژاند وو، دلته د ګډونوالو شمېر د ٢٠٠ په شا و خوا کې و.

غونډه په دې الفاظو سره پيل شوه:

’نن کندهار وياړي چې په خپله پرتمينه او وياړمنه غېږ کې د يوه داسې شخصيت لمانځنه کوي، چې د معاصر ادب په غزليزه شاعرۍ کې سرلارى دى. داسې يو شاعر چې نوم به يې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د تل لپاره يادېږي.

کندهار نن د يوې داسې درنې څېرې لمانځنه کوي، چې زيات خلک يې ادبپاله کورنۍ، د ستر خوشال بابا له کاله سره تشبېه کوي.

او بيا هم کندهار نن د يوه درانه استاد، د استادانو استاد، زموږ د درانه او برکتناک استاد، محمد صديق پسرلي لمانځنه کوي. دا دى په ژوندوني يې لمانځي او د خوشال بابا دا ګيله هم ختموي چې ويلي يې وو:

’پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم‘.

په دې هيله چې نن مو د لرغوني کندهار د ځينو تاريخي ځايونو له ليدنې خوند اخيستى او د خپلو ملي مشرانو د انساني عظمت او برم ننداره مو له نژدې څخه کړې وي، نننۍ څېړنغونډه پيلوو‘.

مشر - پوهاند سيال کاکړ او مشران مېلمانه: اصف صميم، عارف غروال او حبيب الله رفېع وټاکل شول، چې دوى د دريځ مخې ته راغلل او پر خپلو ځانګړو څوکيو کښېناستل.

په کندهار کې د ايينې فرهنګي دفتر مشر غوث الدين فروتن ټولو مېلمنو ته  ښه راغلاست ووايه. وروسته د کندهار ولايت والي ښاغلي ګل اغا شېرزي د کرزي پيغام ولوست او خپله وينا يې واوروله. بيا يې د تالار د ټولو لګښتونو لپاره سينه وډبوله چې دى به يې ورکوي. تر دې وروسته يې استاد صميم او استاد پسرلي ته چپنې ورکړې. بيا د ګل زمان په ږغ کې ملي ترانه وويل شوه چې ټول برخوال يې په درناوي له ځايونو اوچت شول.

د ولايت په استازيتوب ډاکټر همايون خبرې وکړې، وروسته عبدالحميد ترابي د علامه رشادبابا بهير- کندهار څانګې پيغام ولوست.

استاد رفېع د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. وروسته يوه جاپاني شخص تاکورو فوجي په پښتو خبرې وکړې، د پښتو ژبې ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې له پښتو سره ځانګړې مينه لري، چې په جاپان کې يې دا ژبه زده کړې ده او اوس چې په کندهار کې دنده ترسره کوي، نو په پوره توګه کولاى شي چې په پښتو خبرې وکړي او د خلکو په پښتو خبرو پوهېږي.

وروسته وار شاعرې او ليکوالې صفيې صديقي ته ورسېد، هغې هم په تفصيل سره خبرې وکړې. په کندهار کې يې د دې ډول غونډو پر اړتيا رڼا واچوله او دا کار يې وستايه. وروسته ډاکټر محمد اکبر اکبر خبرې وکړې، ځينې يادښتونه يې اخيستې وو چې  د هغو له مخې يې خپله وينا واوروله.

بيا د څلوېښتو دقيقو لپاره د استاد ګل زمان له خوا د موسيقۍ برخه پرمخ بېول شوه، چې د غونډې مينه وال يې ډېر تازه کړل او ځوانانو ښه ډېر مست اتڼ هم ورسره وکړ.

دغې غونډې ته ګڼ پيغامونه هم رارسېدلي وو، چې يوازې يې يادونه وشوه او د وخت د کموالي له کبله ټول ونه لوستل شول. بيا د استاد محمد صديق پسرلي په نامه يوه جوړه شوې ويبپاڼه په رسمي توګه اعلان شوه، چې مينه والو دا کار ډېر وستايه. د ايينې دفتر د استاد محمد صديق پسرلي دوه کتابونه د لمر کجاوه او زهره چاپ کړي وو، چې هلته په غونډه کې د افغان قرطاسيه او کتابپلورنځي له خوا په جوړ شوي نندارتون کې پلورل کېدله.

بيا پير محمد کاروان د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. تر هغه وروسته د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د خپل اژانس له خوا ډالۍ استاد صميم او استاد پسرلي ته وسپارله، چې په ده پسې د خوست او پکتيا د واليانو ډالۍ ګانې هم د عارف غروال له خوا استاد پسرلي او استاد صميم ته وسپارل شوې. ذبيح الله احساس د استاد پسرلي يو شعر په ترنم کې ووايه.

تر دې ترنم وروسته لطف الله مشعل د استاد پر شاعرۍ خپله ليکل شوې ليکنه ولوسته. دلته د مازيګر لمانځه ته وقفه راغله، چې برخوال د لمانځه لپاره ووتل او کله چې راستانه شول، نو ډاکټر پالوال خبرې وکړې او خپله ليکنه يې ولوستله. څرنګه چې مېلمانه او برخوال ډېر ستړي وو، له دې کبله غونډه وختي پايته ورسول شوه. خو تر هغه لومړى مشر مېلمه سيال کاکړ خبرې وکړې، چې د استاد د شخصيت ستاينه يې وکړه، تر ده وروسته استاد محمد اصف صميم او په خپله استاد محمد صديق پسرلي د غونډې په باب خبرې وکړې. د غونډې د پاى په شېبو کې د کندهار نندارې له خوا يوه ننداره هم وړاندې شوه، چې برخوال يې ډېر وخندول.

غونډه د شپې ٩ بجې پايته ورسېده. چې په همدې سالون کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مېلمانه شپه غالي (ليليې) ته انتقال شول.

د ميلمنو د ښه راغلاست لپاره پر سړکونو ځيني شعارونه

د کندهار فرهنګپال ځوانان ومېلمنو ته د ښه راغلاست په موخه مخي ته وروتلي وه

مېلمانه کندهار ښار ته د رارسېدو وروسته

استاد محمد صديق پسرلي ته ښه راغلاست وايي

د مېلمنو څخه استاد حبيب الله رفيع

د علامه رشاد بابا پر مزار راټول شوي افغان فرهنګپال

راغلي مېلمانه لومړی د علامه بابا مزار ته  د زيارت لپاره لاړل

راغلي مېلمانه د علامه رشادبابا ارواح ته دعا ليږي

استاد محمد اصف صميم او استاد محمد صديق پسرلی په کندهار کي د خبريالانو سره

راغلي مېلمانه د علامه بابا د زيارت څخه د ستنېدو په حال کښي

استاد محمد اصف صميم د استاد محمدصديق پسرلی پر شخصيت ړنا اچوي

پوهاند سيال کاکړ او استاد محمد صديق پسرلی

استاد محمد صديق پسرلی او محمد عارف غروال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery