تاسو غواړئ چي یو موټر ځان ته واخلئ. ورکړل سوی قیمت یې پنځویشت زره (۲۵۰۰۰) ډالره او مالیه ئې چي باید ورباندي اضافه سي ،
۸ فیصده ده او پر هغه سربېره هم تاسو لس فیصده چنې وهئ. اوس تاسو دموټر اخیري قیمت محاسبه کړئ ؟
۱:- د B1 حجره انتخاب او پکښي دموټر قیمت چي( ۲۵۰۰۰) ډالره کېږي ، ټایپ کړئ .
۲:- د B2 حجره انتخاب او پکښي د مالیې فیصدي چي (۸٪) ده ، داخل کړئ .
۳:- د B3 حجره انتخاب او د چنې وروسته کوم تخفیف چي په نظر کي نیول سوی وو، هغه ټایپ
کړئ .
(تخفیف دلته ۱۰٪ دی ).
۴:- د B5 حجره انتخاب او دغه فورموله ( = B1*(1+B2)*(1-B3) ) پکښي ټایپ کړئ .
یادونه
: څرنګه چي تاسو په پورته انځور کي وینئ ، دافرق نه کوي چي د ضرب داستفادې لپاره دي کوم
خاص نظم په نظر كي ونیول سي بلکي تاسو کولای سئ، چي هر یو یې مخکي او یا شا ته وکاروئ .
برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com
یوسفزی - ه
ات