رپوټ جوړونکی میرویس جلالزی
څنګه کولای
و خپل اعصاب کنترول کړو؟
که په ریښتیا هم اعصاب خراب یاست او یا په یوه کوچنۍ ترخه خبره په قهریږي نو
لاندنیو ټکو ته پام سره له دغې ستونزي ځان خلاصولای شۍ:
لومړی: په کافي اندازه خوب وکړی.
که چیرته
ستاسو اعصاب په کوچنی موضوع ډیر پاریږي نو د نورو عادي وګړو په پرتله تاسو ډیر خوب ته اړتیا لرۍ او
په خاصه توګه د شپې په خوب سربیره تاسو باید د ورځي پر مهال هم په خوب کولو ځان عادت کړﺉ او لږ تر لږ
ه څلور ساعته د ورځي هم خوب وکړي.
دوهم: باید هغه خواړه ډیر وخورﺉ چې د بي دول ویټامین لرونکي دي.
په
خوړوکې د ویټامین بي کمښت د دې لامل ګرځي چې سړی ژر عصباني شي او د عصبي سیستم په سستۍ اخته شي نو تاسو
باید تر ډیره بریده د بي ویټامین لرونکي خواړه استعمال کړﺉ.
دریم: د خپلي عصباني کیدو اصلي لامونه وڅ
یړۍ او په یوه کتابچه کې هره ورځ هغه عوامل ثبت کړﺉ چې ستاسو د عصبانیت لامل ګرځي او د ورځی په پای کې دغه عوامل
او یا هم ستاسو د عصبانیت پیښې د تیرې ورځي له هغو سره پرتله کړﺉ.
څلورم: خپل کارونه په ډیره آرامۍ سره تر
سره کړﺉ.
او خپل عصاب د کارونو په چټک تر سره کولو سره ډیر مه خسته کوﺉ او باید ډیر سوکه سوکه کارونه په
نورماله بڼه پر مخ بوزۍ.
پینځم: له ګڼه ګوڼي ډکو سیمو ته له ورتګ څخه ځان لري وساتۍ او هغه کارونه مه تر سره
کوۍ چې پکې ډیر شر او شور وي دا ځکه چې دغه ناموزون غږونه او آوازونه ستاسو د اعصابو د ګډوډیدا لامل ګرځي.
شپږم: ستونزمن کارونه ځان ته اسانه وګڼی او به ځان سره دا ووایاست چې یو عاقل کس ډیر سخت کارونه هم په آسانۍ
سره تر سره کولای شي او په مینې او شوق سره خپلې ورځنۍ چاري تر سره کړﺉ تر څو د ستومانتیا احاس و نه کړﺉ.
اوم: تازه هوا تنفس کړﺉ.
کله چې تاسو د کارکولو پر مهال د ستومانتیا احساس کوﺉ نو سمدستي د هغه کار
ه تر سره کولو ډډه وکړﺉ چې تاسو پرې لګیا یاست او هڅه وکړﺉ چې په دغه وخت کې په آزاده هوا کي وګرځۍ.
اتم:
هڅکله هم د خپلو ملګرو او دوستانو تر منځ په را پورته شویو شخړو او لانجو کې برخه مه اخلۍ.
تاسو باید یوازي
خپلو ستونزو او مشکلاتو ته ډیر اهمیت ورکړﺉ تر څو په حوصله مندۍ سره خپلې ستونزي هواري کړﺉ نه دا چې خپله ان
ژي د دوستانو تر مینځ د شخړو پر مهال مصرف کړﺉ
نهم: د خپلو خطاګانو څخه وروسته د ډیر غم احسان
په ځان کې مه را مینځ ته کوﺉ.
او ځان په دې عادت کړﺉ چې که چیرته تاسو د خپل ژوند پر مهال یا د خپلو کارونو پر م
هال له خطاګانو سره لاس او ګریوان کیږي نو ډیري غوصې او پښیمانتیا ته په ځان کې ځآی ورنکړﺉ..