په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي تکړه ليکوال او ژباړونکی ښاغلی ميرزاعلم حميدي د زړه د ناروغۍ له امله دزړه له دوو پرله پسې عملياتونو وروسته نن سهار ( د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ ) د ٦٤ کلونو په عمر د هالنډ د امستردام د ښار په ( آ- ايم - سي ) روغتون کښي په سيمه ايز وخت سهار اووه بجې خپل پاک روح وسپارل !
اِنا للهِ و اِنااِليهِ راجعُون
د ارواښاد حميدي د کورنۍ غړو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي غواړي د خدای بخښلي جنازه خپلي پلرنۍ هدېرې ( د خوست ولايت د اسمعيل خېلو سيمي ته ) وليږدوي .
د هالنډ څخه افغانستان ته د خدای بخښلي حميدي د جنازې لېږدولو وخت لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی .
بېنوا ويبپاڼه هڅه کوي په دې اړه وروستي مالومات د خپلو درنو لوستونکو سره شريک کړي .
د بېنوا ويبپاڼي چلوونکي د ارواښاد حميدي د مړيني په ناببره او غمجنه مړينه خواشيني او ډېر غمجن دي ، د خدای بخښلي سپېڅلي روح ته د الله پاک له دربار څخه د مغفرت د دعا لاسونه پورته کوي . د ارواښاد کورنۍ ، دوستانو ، نژدې ملګرو او ټولو فرهنګپالو ته د جميل صبر غوښته کوي .
په ډېره خواشيني سره بايد ووايو چي د ارواښاد حميدي مړيني د پښتو ژبي او پښتني فرهنګ په ډګر کښي يوه لويه تشه رامنځته کړه ، ارواښاد حميدي په تېرو ورځو کښي غوښتل چي د خپلو چاپي اثارو شمېر پنځلس ته ورسوي . د هغوی څوارلسم اثر چي پښتو ژباړه وه ( د بري راز ) نومېدی چي څه دپاسه يوه مياشت مخکي چاپ شو ، د ارواښاد حميدي تر ټولو وروستی ژباړل شوی اثر ( څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول ) په نوم و . چي دوې مياشتي پوره ٤٦ ورځي د بېنوا ويبپاڼي له خوا په پرله پسې توګه خپور شو .
ارواښاد ميرزاعلم حميدي خپل وروستی اثر په کندهار کي بېنوا فرهنګي ټولني ته د چاپ له پاره ليږلی و چي په دې ورځو کي چاپ ته تيارېدی ، خو بيا هم د خواشينۍ ځای دی چي بېنوا فرهنګي ټولني د خپلو ټولو هڅو سره سره ونه شوای کولای دا کتاب د هغه په ژوند هغه ته وړاندي کړي !
ارواښاد حميدي د بېنوا ويبپاڼي دهالنډ له څانګي سره تر ټولو وروستی تماس پنځه ورځي مخکي د فکس راليږلو له لاري نيولی و . فکر کيږي چي دا به د خدای بخښلي حميدي په ژوند کښي د هغوی په لاس تر ټولو وروستی ليکلی ليک وي !
دابه مو تر خورا ډېري مودي پر زړه د يوه داغ او يوې ترخې خاطرې په ډول په ياد وي چي د خدای بخښلي حميدي د ژوند وروستۍ خبري مو نصيب نه شوې ، د پردېسۍ او جلا وطنۍ په ناخوالو کي مو ونه کولای شول دهغه د فکس راليږلو په شپه د هغوی سره اړيکي ټينګي کړو !