١٨ د غويي ١٣٨٤ هالنډ – عبدالله احسان
د تکړه ليکوال او خوږژبي ژباړونکي ارواښاد ميرزاعلم حميدي د جنازې لومړي مراسم نن يکشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر ١٨ نېټۀ د هالنډ د اوتريخت په ښار کي ترسره شوه .
نن غرمه د هالنډ په وخت دوولس بجې د ارواښاد حميدي د کورنۍ ښځينه غړو او يو شمېر دوستانو د خدای بخښلي حميدي سره وروستۍ ليدنه دامستردام په ( AMC) روغتون کي ترسره کړه ، د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه او دوې بجې د ارواښاد جنازه د روغتون څخه دهغوی د کورنۍ د غړو له خوا د اوتريخت ښار د اوفرفيخت جماعت ته ولېږدول شوه .
د ارواښاد پاک روح ته د دعا او وروستۍ مخه ښې په دې مراسمو کي پر هالنډ مېشتو افغان ليکوالو اديبانو ، فرهنګپالو او د ارواښاد د کورنۍ د غړو او دوستانو برسېره په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن ،په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي اوپيوستون ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي ، او د نوموړو ټولنو د يو شمېر غړو ترڅنګ د خدای بخښلي حميدي خواخوږو دوستانو د هالنډ د بېلابېلو ښارونو او همدا ډول داروپا د نورو هيوادونو څخه ګډون کړی وو .
ديادوني وړ ده چي په امستردام ( AMC) روغتون کي د زړه د جراحۍ د څانګي کارکوونکي ښاغلي ډاکټر سيدنصير احمد چي د ارواښاد حميدي په درملنه کي يې برخه لرله او په روغتون کي يې د ارواښاد په لومړۍ ورځ د هغه د ژوند وروستي مجلسونه کړې وه هم په دې مراسموکي ګډون کړی و .
په سلګونو تنو افغانانو د ارواښاد حميدي د جنازې په لمانځه کښي چي په يوه غټه مسجد جامع کښي ترسره شو برخه واخستله .
د جنازې تر لمانځه وروسته د ښاغلي قاري عزيز له خوا دقرآن عظيم الشان څو مبارک ايتونه وويل شوه ، او د ارواښاد حميدي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته شوه ، ورسته ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد حميدي ژوند ليک واوراوه ، او د هغه د ژوند او اثارو په اړه يې رڼا واچوله ، تر دې وروسته ليکوال او شاعر ښاغلي سلېمان لايق د ارواښاد حميدي د ژوند په اړه څو لنډي خبري وکړې او دهغه روح ته يې د دعا لاس پورته کړ تر دوی وروسته د دري ژبي ليکوال ښاغلي کريم ميثاق چي د انګليستان څخه دې مراسمو ته راغلی و د ارواښاد حميدي په اړه څو خبري وکړی ، ورپسې د ارواښاد ميرزاعلم حميدي د کورنۍ له غړو څخه ښاغلي ډاکټر اضغر خېل د خدای بخښلي حميدي دژوند اړه څو خبري وکړې، ددوی روح ته يې د دعا لاس پورته کړ ، هيواد ته د ارواښاد حميدي دجنازې د ليږدولو په اړه يې وويل :
د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
هغه وويل چي : د ارواښادجنازه به کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
نوموړي د ارواښاد حميدي په وير کي د يوه کوچني شعر تر ويلو وروسته د ټولو ګډون کوونکو د راتګ، په دې مراسمو کي دبرخي اخستني او خواخوږۍ ښودلو څخه مننه وکړه .
د نننيو مراسمو په وروستۍ برخه کي د ارواښاد ميرزاعلم حميدي جنازه چي پر ګرځنده کټ پرته وه د مسجد منځنی برخي ته يووړل شوه ټولو راغليو افغانانو يې د وروستۍ ليدني په ترڅ کي روح ته د دعالاسونه پورته کړه ، او مخه ښه يې ورسره وکړه . دجنازې مراسم ماسپښين درې بجې پای ته ورسېدل .
انا لله و انا اليه راجعون د ارواښاد حميدي روح دي ښاد وي !
د ارواښاد حميدي جنازه د ځانکړې موټر څخه د راويستلوپر وخت
سلګونو افغانانو د ارواښاد حميدي د جنازې په لمانځه کي برخه واخسته
قاري قاضي عزيز د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو د تلاوت پر مهال
ښاغلي خوشال روهي د ارواښاد ژوند ليک ولوست ، او د هغه پر ژوند وږغېد
د پښتو او دري ژبو شاعر او ليکوال ښاغلي سلېمان لايق د ارواښاد مړينه يوه ضايعه وبلله
ددري ژبي ليکوال ښاغلي کريم ميثاق د ارواښاد په مړينه د ژور خپګان څرګندونه وکړه
ښاغلي ډاکټر اضغرخېل د ارواښاد په وير کي څو بيته وويل
داروپا له بېلابېلو هيوادونو څخه راستانه شوي افغان فرهنګپال او فرهنګيان
دجنازې او دعا دمراسمو يوه څنډه
دخدای بخښلي حميدي سره په هالنډ کي وروستۍ مخه ښه
دخدای بخښلي حميدي سره په اوښکو او دعاو وروستۍ مخه ښه وشوه
برخه والو د ښاغلي شېرشا حميدي او درمل حميدي سره خواخوږي څرګندوله او مخه ښه يې وکړه
( د ارواښاد ميرزاعلم حميدي ژوند ليک دلته ولولئ)