مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-15   مخپرونکئ : کوچۍ

خندادا نسان روغتيا ته ګټه رسوي

کوچۍ

٢٥ د غويی ١٣٨٤

 

خندا د انسان  په بدن کې انرژي ډېروي او روغتيا ته ګټه رسوي. په نړۍ کې اوس داسې مرکزونه شته چې هلته پريشانه او خفه خلک خندا ته هڅول کيږي.

 

د دغه مرکزونو څخه يو په امريکا کې هم دی، د دې مرکز کارکونکي وايي :  کله چې مونږ دهغو ناروغانوپه  خندولو پيل وکړ چې د ځان وژنې نيت يې درلود ،نو دا کارراته  ډير خندنې بريښيده او  زمونږ پرې  ډېر باور  نه و.  خو وروسته په دې پوه شو چې په  خندولو سره د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شو.

 

د امريکا د کليفورنيا دعامې روغتيا په يوه روزنيز مرکز کې ډاکټر ليبريک د څيړنو څخه وروسته وويل چې د خندا سره د انسان  معافيتي سيسټم يا هغه توکي چې د انسان  بدن ته د ناروغيو په وړاندې ډېرځواک  بخښي ، پيا وړی کيږي.

 

ساينسي څيړنو ښودلي چې خندا د انسان په فزيکي روغتيا هم ښه اغيز لري. خندا نه وروسته د انسان د ويني فشار نورمال حالت ته راځي، له خندا سره په وينه کې اکسيجن  ډېريږي او په دې توګه د انرژۍ اندازه هم اوجتيږي.  د بدن عضلات  اراميږي اوزړه او تنفسي سيسټم هم ډېر ښه کار کوي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery