مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هنري فلم : د کوڅو سرګردان نندارې ته وړاندي شو

خليل الله سروري - کندهار

دوشنبه  دغبرګولی٤ مه  ( خليل الله سروري کندهار)

 

د شنبي په ورځ دغوايي دمياشتي پر ۳۱ نېټه وروسته له يوې اوونۍ دوهم لوړ هنري پښتو فلم ننداري ته وړاندي شو دافلم يو ځل دفرانسي په فلمي فسټوال كى ښودل شوي وو او ددهم ځل لپاره په وياړلى او تاريخي كندهار كښي ديوي غونډي په ترځ كي دكندهار ولايت دښاروالي په تالاركي جوړه شوي وه نندارى ته وړاندي شو .

 

دغونډي په پيل كښي دكندهار ولايت داطلاعاتو او كلتور رئس ښاغلي عبدالمجيد بابى دفلم د ډايركټر ښاغلي عبدالاحد ژوند پر ژوند ليك او هنرى فعاليتنو باندي ړنا واچوله وروسته دلوى كندهار دكلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد دسينما توګرافي او خوځنده انځوريز هنر په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات وركړه وروسته ډايركټر ښاغلى عبدالاحد ژوند دخپل ډايركټ سوي فلم ( دكوڅو سرګردان ) په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات وړاندي كړه

 

ورپسې( د کوڅو سرګردان )  نندارى ته وړاندى شو چي يو ساعت او شل دقيقې يې دوام وكړ .

 

دغونډي په پاى كي دكندهار ولايت دپوهني ريس ښاغلي حيات الله رفيقى دفلم ارزونه وكړه او غونډه ديوې مازدګرنۍ په خوړلو سره پای  ته ورسيده.

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery