ملګرو!
زه په يوه هديره کې ژوند کوم ، د ورځې په ويښه او د شپې په خوب مړي وينم .
اوس راته ژوندي انسانان هم ګرځنده جسدونه ښکاري .
چاته چى لاس ورکړم ، د لاس يخني يې احساسوم ، بېرته يې ترې را کش کړم ، فکر کوم مړي ته مې لاس ورکړى دى.
کله چې د خوب په هيله وغځېږم او سپين څادر په ځان راکش کړم ، ځان راته مړى ښکاره شي . ژر را پورته شم. هندارې ته ودرېږم او چې کله مې کلمې ويلو ته شونډې په حرکت راشي او عکس يې په هنداره کې وګورم ، پوه شم چې لا ژوندى يم .
پوهېږئ ولې !؟
ملګرو !
زما په ملک کې هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کېږي او چې هرچېرته ووژل شي لومړى احوال يې ماته راځي .
پوهېږي! دا هديره چې زه په کې اوسېږم چېره ده ؟
دا زما دفتر دى او زه يوه ژورنالست يم.
محمد نعمان دوست ، کابل
د وږي ١٢مه