پنجشنبه د غبرګولي دولسمه - کندهار
کاکل چي له تېرو دوونيمو کالو راپه دې خوا يې د خاکرېزوال د ساتونکي ( باډيګارډ ) دنده ترسره کوله هم په پرونۍ پېښه کي زخمي شوی دی .
٢٦ کلن کاکل چي دمزار شريف اوسيدونکی دی نن په ميرويس روغتون کي د بېنوا ويبپاڼي له خبريال سره په خبرو کي وويل :
کله چي موږ د خاکرېز ولسوالۍ څخه دعبدالرب اخندزاده جمات ته د مولوي فياض صاحب دفاتحې له پاره راغلو ، د جمات په دروازه کي درې تنه پوليس ولاړ و .
کله چي موږ جمات ته ننوتلو يوه تن چي ټولو خلکو ته يې دبوټو ساتلو له پاره يې توري پلاستيکي کڅوړي ورکولې ، موږ هم نوموړي کڅوړي ترلاسه کړې . اوقومندان صاحب دفاتحې ددعاله پاره داخل ته ننوت . زه او انډيوالان مي دفاتحې دمراسموترځای چاپېر ولاړ و ، قومندان صاحب د فاتحې تر دريو دعاوو وروسته راووت ، موږ مخي ته ورغلو ، ميرويس چي زما يو بل انډيوال ا و د قومندان ساتونکی و هغه ته يې بوټونه کښېښودل او خالي کڅوړه يې ماته راکړه اوما کڅوړي ويشونکي ته ورکړه . د دريو ثانيو په موده کي چي ويشونکي ته مي کڅوړه ورکړه او مخ مي راواړاوه يوه تن چي خړي جامې يې په تن ، ميانه قد ، ډنګر رکمه سړی و او داسي سرې ته ورته ژړه کوچنۍ ږيره يې لرل د قومندان مخې ته دهغه په پښو کي پر سجده سو ، يو غټ غړم سو دونه وپوهيدوم چي وغورځېدم ، فکر مي کاوه چي يوازي پر ما کوم بم وچاودېد ، يا مي خپل ګرنېټان وچاودل ، داسي فکر مي کاوه چي اوس به مي څوک تر ا وږو ونيسي او پورته به مي کړي ، خو چي سر مي راپور ته کړ ، تر شاوخوامي يوازي ويني ، غوښي ، دانسانانو لاسونه او پښې پرتې وي . ميرويس جان چي قومندان صاحب ته يې بوټونه اېښوول هغه خو به ټوټه ټوټۀ سوی وي ، دا ډاکټران وايي چي نور انډيوالان هم ټپيان دي ، خو په قومندان صاحب نه يم خبر ، دلته دا خلک وايي هغه ښه دی . خو زه نه يم په خبر ، خبري مي نه دي ورسره کړي .
کاکل وويل چي پرون دوی دجمات په شاوخواکي پوليس وليدل او اودورب اخنزاده دجامې په دروازه کي درې کسه پوليس ولاړ وه ، خو تلاښي يې نه کول .
دولسمشر سلاکار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي پرون خبريالانو ته وويل چي مسجد ته تلونکي لومړني خلک ټول تلاښي کيدل ، خو دمولوي فياض دکورنۍ کوم غړي د خپلو عنعناتو اومقدساتو ته د درناوي په خاطر دپوليسونه وغوښته چي نور فاتحې ته راتلونکي خلک تلاښي نه کړي اوددې وروسته ټول خلک بېله تلاښۍ ننوتل ، داسي فکر کيږي چي بريد کوونکی به له دې کار نه په ګټه اخستنې مسجد ته ننوتلی وي .
د يادوني وړ ده چي د خاکريزوال جنازه نن په خاکريز ولسوالۍ کي خاورو ته سپارل کېده ، او په پېښه کي د وژل شويو کسانو فاتحه نن دکندهار ښار او شاوخوا سيمو په نژدې شلو مسجدونو کي ترسره سوه .