مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فټبال لوبي په کندهار کښي

ولي شاه طبيب /کندهار :

فټبال هغه لوبه ده چه په کندهار ښار کښي ډير مينه وال لري ، څلويښت پنځه څلويښت کاله پخوا دجرمني دهيواد څخه دفټبال يو ټيم کندهار ته راغلی و ، او هغه وخت يي دکندهار دمنتخب ټيم سره دفټبال لوبه کړي وه ، دهغه وخت فټبالران عبارت وه له کاکو ابراهيم جان ، صالح ماما ، فاروق ګول کيفر 

 ولي شاه طبيب /کندهار :

فټبال لوبي په کندهار کښي

فټبال هغه لوبه ده چه په کندهار ښار کښي ډير مينه وال لري ، څلويښت پنځه څلويښت کاله پخوا دجرمني دهيواد څخه دفټبال يو ټيم کندهار ته راغلی و ، او هغه وخت يي دکندهار دمنتخب ټيم سره دفټبال لوبه کړي وه ، دهغه وخت فټبالران عبارت وه له کاکو ابراهيم جان ، صالح ماما ، فاروق ګول کيفر ،مرحوم حاجي ګل محمد خان چه په حاجي ګلو جان مشهور وو ، معلم محمدانور خان چه په جرمن انور مشهور وو ( ويل کيږي چه جرمني ټيم کوم چه کندهار ته راغلی وو ده ګول ورکړ نو دهغه وخته نوموړی په جرمن انور مشهور دی ) . تردي دوري وروسته بيا نور ډير تکړه فټبالران رامنځ ته سوه چه دانو د۱۳۵۰ کلونه وه ، چه عبارت د نعيم جان چه مشهور په چوچه نعيم وو هميشه به فارورډ دريدي ، سيدجان معلم صاحب چه ښه فټبالر وو مربي هم وو،او دځوانانو ټيم يي رهبري يي کوله ، معلم صاحب عبدالرحمن خان او دهغه ورور عبدالقيوم جان ډير ښه بازي کوله او دخپل وخت ښه فټبال کوونکي وه ، فاروق افندي ،علي شاه ، عبيدالله چه په عبيد مشهور وو ، نادر چه په اصطلاح ښه دوپايه بال به يي واهه ، معلم صاحب ګران ، معلم صاحب شعيب خان ، طاهر چه دمرحوم حاجي ګلو جان زوی وو ، حکيم ، دين محمد ،مصطفی ،ظاهر جان مرحوم چه هميشه به بيک دريدی ، اغا تور چه ښه ګولکيپر وو. او داسي نور ډير تکړه فټبالران وه چه زما يي متاسفانه نومان نه دي په ياد . دابايد په يادولرو چه مرحوم حاجي ګلوجان ډير رغنده او غښتلی رول دفټبال دلوبي په انکشاف کښي درلودی . په ژمي کښي به دکابل څخه منتخب ټيم ،کابورا ټيم او نور ټيمونه کندهار ته را تله او دميخانيکي ليسي په ښکلي چمن کښي چه دچنارودنګو ونو به چاپيره کړی وو ، زړه وړونکي لوبي کيدلي چه دکندهار دښار ډير اوسيدونکي به يي ننداري ته ورتلل .
دکندهار ستډيوم تقريبا په ۱۳۵۷ کلونو په حدودو کښي جوړ سو ، خو دجګړو پرمهال چنداني استفاده ځني ونه سوه . ددرو کلونو راهيسي دکندهار ستډيوم دوباره ورغول سو ، دنورو سپورټو لپاره هم دوه پوړه وداني چه ډير لوي لوي کوټي درلودي وداني سوي ، دميدان او زينو رغونه هم سويده .
همدا ورځو کښي دفټبال لوبي تقريبا دلسو ټيمونو ترمنځ شروع سويدي ، دپخوا په ډول ډير زورور دفټبال ټيمونه رامنځ ته سويدي ، په دوديزه توګه دکندهار ښاريان دفټبال لوبي سره زياته مينه لري نوددي وجي هره ورځ په زرونو خلګ وننداري ته راځي . خو دفټبال لوبغاړی ډيري غوښتني لري ،او دچارواکو څخه دلا زياتي مرستي غوښتنه کوي ، دښه مربي نه موجوديت هم يوه ستونزه ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery