مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کښي دطبي ډاکترانو دټولني عمومي غونډه دايره سوه

ولي شاه طبيب

دکندهار دطبي ډاکترانو ټولني داساس نامي پراساس خپله نوبتي عمومي غونډه نن دجوزا دمياشتي پر ۱۸ نيټه ،دسه شنبي ورځ پر يوولسو بجو دښاري پولي کلينيک دکنفرانس په تالار کښي دايره کړه ، په نوموړي غونډه کښي ۶۷ تنو ډاکترانو برخه اخيسته وه چه پنځه تني يي ښځينه ډاکتراني وي

ولي شاه طبيب - کندهار

دکندهار دطبي ډاکترانو ټولني داساس نامي پراساس خپله نوبتي عمومي غونډه نن دجوزا دمياشتي پر ۱۸ نيټه ،دسه شنبي ورځ پر يوولسو بجو دښاري پولي کلينيک دکنفرانس په تالار کښي دايره کړه ، په نوموړي غونډه کښي ۶۷ تنو ډاکترانو برخه اخيسته وه چه پنځه تني يي ښځينه ډاکتراني وي ،په غونډه کښي داکتر همايون دکندهار ولايت مرستيال او دانسجام دکميټي مسئول محمد شعيب وفا هم برخه اخيستي وه. غونډه دقران کريم دمبارکو اياتونو په طلاوت سره پيل سوه ، وروسته ډاکتر عبدالجبار دک،ط،ډ،ټ رئيس وغونډي ته داجرااتو ګذارش ولوست : چه يو شمير لاس ته راوړني يي داسي ذکر کړي : دټولني اساس نامه پسله تصويبه په جيبي قطع جوړه او توْضيع سوه ، هر کميسيون په وخت اوزمان سره غونډي تر سره کړي دي ، دعلمي چارو کميسيون دوه علمي کنفرانسونه دمحرقي او بل دتنباکو په خلاف ترسره کړيدي چه لمړي کنفرانس ډاکتر عبداقيوم پخلا او دوهم کنفرانس ډاکتر ارغندابي ترسره کړي دي ، تشکيلاتي کميسيون دډاکترصاحبانو دثبت او راجستر چاري تر سره کړي دي چه تر اوسه پوري د۷۰ په حدودو کښي ډاکترانو نومونه ليکلي دي ، نوموړي ټولني دروغتيا دهم اهنګي کميټي ته وړانديز وکړ چه دتنباکوو استعمال دي په روغتيايي کلينيکونو کښي منع کړي ، دروغتيا دهم اهنګۍ کميټي دکندهار دروغتيا رياست ته دعملي اقدام لپاره توصيه وکړه او دروغتيا رياست په خپل وار سره ټولو کلينيکونو ته رسما دتنباکوو دنه استعمال هدايت وکړ ، ډاکتر جبار زياته کړه چه د ټولني دهلو ځلو په نتيجه کښي دهالند خرونينګن دموسسي لخوا نوموړي ټولني ته ۲۴۱ طبي کتابونه کومک سويدی همدارنګه دولايتي بيا رغوني ټيم د۱۰۰طبي کتابونو کومک کړی دی او دکيور انترنشنل موسسي دټولني ددفتر سره دفرنيچر مرسته کړي ده ، ډاکتر جبار وويل چه نوموړي ټولني ديوه ډاکتر په راخلاصولو کښي هلي ځلي کړي دي کوم چه دامنيتي چارواکو لخوا بيله کوم جرمه توقيف سوی و، دټولني لخوا پلان وو چه دروغ رمټ ترعنوان لاندي يوه مجله نشر کړي چه داکار به په راتلونکي کي اجراکړي . ترګذارش اورولو وروسته ډاکترانو ته موقع ورکړه سوه چه خپل نظريات او غوښتني واوروي ، ډاکتر عبدالخالق دوست وويل چه ک،ط،ډ،ټ بايد د اشخاصو دمقرري او تبديلي په وخت کښي رول او صلاحيت ولري ، ډاکتر عبدالقيوم پخلا زياته کړه چه دايو غير سياسي او غير حکومتي ټولنه ده موږ بايد دټولني معنوي او مالي بنسټ قوي کړو ترڅو وکولای سو ښه ترا روغتيايي خدمات تر سره کړو ، ډاکتر نجيب الله نيازي دغونډي رئيسه هيئت غړي وويل چه دا ټولنه يوه ځوانه ټولنه ده صرف څلور مياشتي کيږي چه په وجود راغلي ده ، ډاکتر صاحبان بايد علاقه ښکاره کړي او داسي احساس ته وده ورکړه سي چه ټولني ته خدمت وکړي ، ډاکتر ارغندابي وويل کومه دډاکترانوټولنه چه په امريکا کښي موجود ده دومره اثر اورسوخ لري کوم قوانين چه دحکومت لخوا وضع کيږی دنوموړي ټولني سره مشوري کيږي . وروسته ترډيرو نظرياتو اورولو ډاکتر عبالحی رازمل دټولني مالي
راپور برخه والو ته واوروی ،هغه وويل چه اوس هم يو شمير زياتو ډاکترانو دشموليت حق نه دي رسولی .
ښاغلي شعيب وفا دکندهار دانسجام دکميټي مسئول دتولنو پرجوړولو او دهغوي پر رغنده رول باندي مفصلي خبري وکړي او خپله پراخه همکاري يي ښکاره کړه.
وروسته دټولني لپاره دسمبول دټاکلو په اړوند ښاغلي ډاکتر محمد داود خپل وړانديزدسمبول په هکله وړاندي کړ ، نوموړي دکندهار دښار دشهيدانو منار چه پر سر يي ليکل سوي وه دکندهار دطبي ډاکترانو ټولنه او په منځ کښي يي دتاوو سوي مار انځور وو برخه والو ته وړاندي کړ ، داچه بل سمبول وړاندي نه سو نو بعضي وړانديزونه وسوه ، ډاکتر خيراحمد حافد دنوموړي سمبول يعني منار په منځ کښي دشمع زياتول وړانديز وکړ اووي ويل چه ډاکتران بايد دشمع په ډول خپله روڼا خپره کړي ، ډاکتر شاه ولي پوپل وويل چه همدا دداکتر داود فرهاد سمبول دي ومنل سي ، اصلا کړنه او کيفيت دکار مهم دي دابه ډير وخت ونيسي چه نوري جلسي داير سي ، دشهيدانو منار هرچاته يوشاني ګران دي ، بالاخره داسي پريکړه وسوه چه يو کميسيون دډاکتر رګنات اشنا ، ډاکتر طارق رشاد،ډاکتر علي احمد ،ډاکتر مامون ،ډاکتر فرشتي ،ډاکتر همايون او داکتر داود فرهاد په ګډون جوړ او دټولني لپاره سمبول غوره کړي ،دغونډي په اخير کښي دغونډي پريکړه ليک دداکتر عبدالوحد وثيق لخوا ولوستل سو او دبرخوالو لخوا تائيد سوو ، غونډه پاي ته ورسيده او دټولو ميلمنو او برخه والو څخه مننه وسوه او برخه وال دټولني ددفتر ليدلو ته دعوت سوه.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery