سټن مونرو هغه سړى دى چې د شپږ ميليونه غاښونو پاکولو په خلو يې د نړۍ ښکليو ودانيو ته ورته ودانۍ جوړې کړې دي ؛او دا چاره يې ددې لامل شوه چې د ګينس دريکارډونو کتاب مسوولين يې نوم دې ريکارډونو په دې کتاب کې وليکي. نوموړي دنړۍ سترې شهکاره ودانۍ او پلونه د غاښونو ټومبلو له لرګيو څخه جوړ کړې دي چې دسعودي عرب مسجد الحرام، د هندتاج محل ودانۍ، د کمبوديا هېواد انګورواټ معبد. د نيويارک د بورکلين پل، اونور... څخه عبارت دي، دې ځوان رسنيو ته په خبرو کې وويل ،چې د غاښونو له لرګيو څخه په جوړو شويو ودانيو يې شپږ مياشتې وخت لګولى او له ١٧٠ ليتره څخه زيات سريښ يې پرې مصرف کړي دي.
د مکې معظمې مسجدالحرام
سپيناکر برج د برتانيې په پورټسموټ کې
په نيويارک کې سن پاټريک کليسا
د واتيکان ښار سن پيټر کليسا
د هند تاج محل ودانۍ
د برتانيا هېواد برج پل
د نيويارک ښار د بروکلين پل او د لندن د بيګ بن ساعت