په تیرو اتو کلنو کي ډیموکراسۍ او نړیوالتوب هم څه څه کانې په ګران افغانستان و کړې. څوک ئې دهمدې نامه لاندي لکه پیمان ، سبا او...... لخوا دین ته سپکاوې کوي او څوک ئې لکه کابل پرس ، پیام مجاهد او ....ملي ارزښتونو ته سپکي سپوري وائې . څوک ئې لکه طلوع ، ائینه او ...... په څیرکلتور لمنځه وړي او څوک ئې ستري ستري څهرې دپردو دخوشحالولو لپاره په مډالو سپکوي . څوک ئې د ترهګر په پلمه خو څوک ئې دیرغلګر په پلمه معصوم ولس ور وژني . چي دا ټول د همدې ډیمکراسۍ او نړیوالتوب اثر دی چي دا هیواد د۴۱ هیوادو دمجهزو سرتیرو په شتون کي بیا هم د اور په لمبو کي سوځي .
ددې هیواد نوی نسل که له ښونځۍ محروم ساتل کیږي نو چارواکي دا دISI کار بولي . چي په زده کوونکو تیزاب شندل کیږي چي پولونه ، فابرکې او ملي شتمنۍ له منځه ځي دا هم دISI لاس بلل کیږي . خو د افغانستان د ملي تاریخ د ورکولو هڅي چي خپله د چارواکو لخوا کیږي دا دچالاس بلل کیږي ؟؟؟ په افغانستان کي چي دملي جنایت کارانو څخه اتلان جوړیږي دا دچا لاس ګڼلای شو؟؟؟ په دې هیواد کي چي په لوې لاس دهمدې چارواکو لخوا د سترو سترو اتلانو دکارنامو د ورکولو او په عامه د هغو دسپکولو هڅي کیږي دا دکوم هیواد جفا او مداخله وبولو .
نن زموږ د اسلامي مقدساتو او ملي ارزښتنو په وړاندي د سپکاوي د یو نوي پړاو راسپړنه ستاسي مخته ږدمه . تر څو هغه بدنامه څهرې ولس ته ښه ترابربنډي شي
په پښتو کي متل دی چي وائې ( په هغه چادي خدای مه واهه چي وهل ئې نه وي کړي ) خو نن د همدې مظلوم ، غریب او ذوکلیدلي ولس په وجود هغه ښاماران راتاو شوي دي چي په ژوند ئې چیچل نه وه کړي .
کندهار چي د اشرف البلاد په نوم یوخت یادېده اوس د چارواکو د بد چلند ، دپولیسو د بداخلاقیو او د لنډغرو چارواکو د وحشت د یوې اډې حیثیت لري . څه چي ئې زړه غواړي هغه ددې ولس په ارمانونو ورتپي . او دخپلو شومو اغراضو د یو لابراتوار په توګه پر خوارو کندهاریانو خپلي ازمویني کوي .
نن کندهاریان په ریښتیاپه هغه چا وهل کیږي چي په ژوند ئې وهل نه و کړي . چي یو ښکاره مثال ئې دکندهار فرعون دماغه او لیونئ ښاروال ( غلام حیدر حمیدي ) دی . چي په ژوند ئې په دولتي اداره کي کار نو کړی او دیرش کاله د یو هندو سره د ټکټ پلورونکي کمشن کاره په توګه مزدور پاته شوی چي نه قانون پیژني او نه هم انسانیت ، یوازي او یوازي خپل دشخصي سلیقو او عناد لمخي د کندهار د مظلوم ولس په ارمانونو لوبي کوي .
دکندهار دپرمختګ په وړاندي تر ټولو ستر خنډ دی ،ښاروالي خپل د مور جایګیر بولي ،دښار دغریبو بې روزګارو وګړو پر یوه مړۍ پیدا کولو ئې نیت بد وي او په وهلو ټکولو او ان دناموس په ښکنځلو هغه هم تر اخلي . او چي کوم ژورنالیست د ښاروال د نیمګرتیاو په اړه څه خپروي نو هر څه د یو اعلاناتوپر شرکت ورتپي چي دا تبلیغ د هغو دشخصي دښمنۍ لکبله په ما پسي کیږي خو خپله ناولې څیره د عامو کندهاریانو دذهنونو په هنداره کي نسي کتلای چي یوازي یو شرکت نه بلکې دټول کندهار په زړونو کي ئې د نفرت اورونه بل کړي دي .
درنو لوستونکو : زه دښاروال سره یوازي پردې خبره دښمني لرمه چي زما ستر ستر امپراطوران پلرونه په عامه ښکنځي او چي څوک ورته ووائې چي ښاروالي ولي داځای نه جوړوي محترم ښاروال دستر احمدشابابا ناموس ته ښکځل کوي چي ولي ئې دا ښار داسي جوړاوه ، لهذا زه دا خپل د ځان حق ګڼم چي زما د ولس سره چي په هر نامه زیاتئ کیږي مطبوعاتو ته راوړاندي کړمه . ما تیر کال په کندهار کي د ۵ دقیقو په اندازه د باران انځوریز راپور په بېنوا کي خپور کړی و چي عیان ته دبیان حاجت نه و او نن هم خپله فریضه ګڼمه چي ستاسي مخته هغه څه کښېږدمه چي تاسي خپله قضاوت ورباندي وکړی او دغلام غلام حیدر سپیناوي ته هیڅ پکښي پاته نشي.
دکندهار ښاروال نن زموږ د اسلامي مقدساتو او ملي شتمنیو سپکاوۍ په یونوي ډول تر سره کوي . او په دې کار کي د کندهار دولایتي بیارغوني یا پي ار ټي څخه په لکونه ډالر هم اخلي .
د کندهار ښار د واټونو پر سر د قران کریم ایاتونه او دنبوي احادیثو څخه جوړي لوحې د ښاروال په ابتکار په داسي ځایونو لګیدلي چي هلته یا خلک خپل ضرورت رفع کوي او یا انبار او چټلي غورځوي . اول خو دکندهار ولس یو مسلمان ولس دی ددې ایاتونو لیکلو ته هیڅ اړتیانه لیدل کیده او بل که د کندهار ښاروال داسي د اسلام دميني مړ کیدلای نو په ښار کي به ئې ددو مسجدونو لپاره فرشونه (کارپیټ ) ور رانیولی وای . خو خبره داسلامي میني نه ده ښاروال اصلا د اسلامي مقدساتو دسپکاوي په موخه د یو خاص پلان لمخي دا کار کړی دی ، او زما ددې خبري داثبات لپاره تر ټولو ښه ثبوت دا دی چي چیري چي زموږ اسلامي مقدسات او ملي هستۍ موجودي دي هلته ښاروال قصدا دهغه سیمو پاکوالي ته توجه نه کوي . او دزیاتو کچرو او انبارو له وجي هغه مقدسي سیمي دیو ډیران بدتره ښکاري .
لاندي انځورونه کي هر انځور خپله ژبه لري او د ښاروال د شومو اهدافو څرګندونه کوي چي دا ښاروال د کندهار دولس دعقایدو اوارادو سره په څمره سپین سترګي لوبي کوي .
په کندهار کي د واټونو پرسر هغه ایاتونه او احادیث چي دښاروال په ابتکار لګیدلي او تر لاندي ئې په کندهار کي د ښاروال د فعالیت څرګند دلیل در ښئې . چي د کندهار ښار کي ښاروالي څمره په تنظفاتو کي تر ټولو مخکي ده .
پربې ځایه ځای د مقدسو الفاظو لیکل نه یوازي دهغه دتقدس احترام ته زیان رسوي بلکې دخلکو لخوا ئې هم قدر کمیږي . خو دښاروال ئې د توري بلا ده خو خپلي پیسې د پي ار ټي څخه جیب ته کړې
دښاروال توهین یوازي تر ایاتو او احادیثو پوري محدود ندئ پاته داسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص) مبارکه خرقه چي د عالم اسلام دیني مراث ګڼل کیږي او او دلیري لیري ځایونو څخه ئې زیارت کوونکي زیارت ته راځي باید دښاروالی لخوا ئې په څمره تعظیم او پاملرنه ساتنه کیداې خو د کندهار ښاروال په تیرو ۲ کلنو کي ددې مبارکي خرقې پاکوالي او ښکلا ته نه یوازي هیڅ توجه نده کړې بلکې قصدا ددې مبارکي خرقې احاطه همداسي په مرداریو چټله ساتلې ده . چي دا یو څو انځورونه دده داسلامي مقداساتو دتوهین ښه ثبوت کیدای سي . چي دخرقې مباکي په ۲۵ متری کي دشمال لور ته په دروازه کي څه شي پراته دي ، او خلک هلته څه کوي ؟
ګرانو لوستونکو په یو اسلامي هیواد کي د اسلام دستر مبارک پیشوا سیرت او نښانو ته په ډیر لوړ قدر کتل کیږي خو په کندهار کي دنبي کریم (ص) مبارکه خرقه د ښاروالي د نه پاملري له وجي دهغې احاطه او د ورتګ لاري تاسي خپله په انځورونو کي ګورئ . ددې تر څنګ د ستر احمد شاه بابا مزار چي د هیواد بنسټ ایښونکئ ،وتلی نړیوال امپراطور ،دټولو افغانانو پلار او ملي قاید دی خو د هغه د ښکلي مزار د ګنبدي څخه یوازي په ۲۰ متري کي دښاروال دعناد او ضد له وجهي پراته انبار او چټلي تاسي خپله په لاندي انځورونو کي وګوری چي د کندهار ښاروال غلام حیدرنه یوازي زموږ د اسلامي مقدساتو سپکاوی کوي بلکې زموږ د ملي هستیو په خاصه بیا د ستر احمدشا بابا سره څومره عقده لري ؟
ګرانو لوستونکو :
د کندهار په ولایت کي د بې روزګاري تر ټول ستر لامل د کندهار ښاروال غلام حیدر دی ،ده نه یوازي په کندهار کي څه ندي کړي بلکې پرخوارو کندهاریانو باندي ئې ژوند حرام کړی دی ،دې باید دهغو کسانو سره یوځای دملت محکمې ته راکش سي چي دده پرسر مسولیت لري خو په خړو سترګو دده دظلمونو تماشا کوي .
موږ دافغانستان د ولس مشر ، دولسي جرګې او نورو قضائې ادارو څخه په ټنګه غوښتنه کوو چي د کندهار ولایت د چارواکو په ټاکنه کي دي له سره غور وکړي اودښاروال غلام حیدر غوندي جنایتکاران دي دعدالت منګولو ته وسپاري . تر څو ملت ددوی له شره خلاص سي .
لاندي څو انځورونه په کندهار ښار کي د ښاروال غلام حیدر (چي غواړي پر کندهار د واشنګټن ښاري پلان تطبیق کړي ) په دوره کي یوازي نن په یوه ورځ کي اخیستل شوي دي چي دده د فعالیت او اداري فساد ښه ښکارندوئې کوي