دخپریدو نیټه : 2009-12-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مرمۍ ضد عينکې جوړې شوې
نوراحمد عايل
دا عينکې چې تاسې يې په انځورکې وينئ، د تېزې روښنايي څخه دسترگو په ساتنې سربېره مرمۍ ضد هم دي ،يانې دا چې مرمۍ يې ښيښه نه شي ماتولى. دا عينکې جاپان جوړې کړې دي او JSDF يا Japan_Self-Defense_Forces
پورې مربوطې دي .
پنډوالى يې ٢ ميلي متره دى، که چېرې له يومتر جګ ځاى څخه ٥٠٠ گرامه شى پرې راولوېږي عينکې نه ماتېږي
همدارنگه که چېرې ٦،٥٥ ميلي متره په اندازه يوشى د ١٧٠ کيلومتره په ساعت چټکتيا سره ددې عينکو په ښيښه ولگېږي، ددې عينکو ښيښه به ټوټه نه کړي.
دا سپکې عينکې (٢٧_٣٥)ګرامه وزن لري،او بيه يې ٣١٧ ډالر ده.