فایننشل ټایمز: دوبۍ په پورونو کې
سرچینه: فایننشل ټایمز ورځپاڼه
رپوټ: تریسي بولیس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
له نړیوال اقتصادي بحران وروسته اوس داسي ګنګوسي په دوبۍ کې را منځ ته شوي چې ښایې دغه امارات خپل مینه ناک هوايي شرکت ( ایمارتس) Emirates خپل ګاونډي امارت ابوظبۍ ته د پیسو په بدل کې ورکړي تر څو خپل ځان له اقتصادي ډیر بد کړکیچن اوسني حالت او رسوایۍ څخه وژغوري.
د دوبۍ د مالي ستونزو د یوې برخي انځور به ډیر ژر هغه وخت د څراغ تر سوزونکي وړانګي لاندي راشي او نړیوالو ته به بربند شي چې د دوبۍ ورلډ کمپنۍ څخه پور ورکونکي خپل تقریباً دری اعشاریه پينځه ملیارده امریکایې ډالره پور وغواړي، په داسي حال کې چې دوبۍ ورلډ دا وړتیا نلري چې خپل پورونه خلاص کړي.
د دوبۍ ورلډ دولتي کمپنۍ له خپلو نړیوالو شریکانو څخه غوښتي چې د دغې کمپنۍ له ورشکستګۍ څخه د مخنیوي په برخه کې ورسره مرسته وکړي تر څو دغه د ملیاردونو ډالرو په پانګوني جوړه شوي کمپنۍ خپل حیثیت بیرته وساتي، خو دا نده روښانه چې دغه کمپنۍ به خپل اوسني مالي پرابلمونه څرنګه هوار کړي.
د د وبۍ ورلډ کمپنۍ چارواکو تیره اونۍ له خپل یوه عمده کاروباري معامله ګر سره وکتل او ترینه یې غوښتنه وکړه چې له دوي څخه د خپلو پیسو د اخیستلو غوښتن لیک د یو څو اونیو لپاره وځنډوي دا ځکه چې کمپنۍ د دې جوګه نده چې خپلو کاري شریکانو ته د هغوي مالي حقونه پر وخت ورکړي.
اوس داسي انګیرل کیږي چې دوبۍ ورلډ حکومتي کمپنۍ به خپل یو شمیر تجهیزات او اثاثیه خرڅوي تر څو پرې خپل عاجل پورونه خلاص کړي.
دوبۍ ورلډ کمپنۍ دمګړۍ د بریټانیا د پې او او او همدا راز د کیو اې ټو هوايي ګرځندوۍ دوه شرکتونه هم د خپل مال په توګه لري خو ډیر فشارونه په اوبوظبۍ دي چې باید خپل دغه نږدې ګاونډی له مالي فشار څخه وژغوري.
دوبۍ ورلډ د بیلا بیلو شرکتونو یوه مجمعه ده چې پکې د ګرځندوی، هوايي چلند، توریزم، ساختماني انجینیرۍ، موټر جوړولو او د اکترونیکي سامان د تولید بیلا بیلي څانګي فعالي وې.
د دوبۍ ورلډ ګروپس اف کمپنۍ د ژغورلو لپاره یو اوسنی انتخاب دا دی چې د ایمرتس هوايي شرکت په ابوظبي وپلوري او ابوظبۍ به دغه مشهوره نړیوال شرکت د اتحاد په نامه له خپل هوايي شرکت سره یو ځای کړي.
. که څه هم تمه وه چې د دوبۍ د شیخانو سر اقتداره کورنۍ به خپل دغه مینه ناک هوايي شرکت په ډیرو سختو شرایطو کې هم له لاسه نه وای ورکړی خو اوسني مالي کړکیچ او تر سراوښتو پورونو د شیخانو خاندان دې ته اړ ایستلی چې امارتس ایرویس وپلوري.
د دوبۍ حکومت ویلي چې د امارتس ایرویس شرکت د حکومتي پورونو په مټ له یوه کوچني شرکت څخه اوس په یوه نړیوال هغه بدل شوی وو خو مالي کړکیچ دوي دې ته اړ ایستل چې خرڅ یې کړي.
تر اوسه نده معلومه چې دغه معامله به څه وخت صورت ومومي خو برج العرب چې د نړۍ تر ټولو اوږد هوټل بلل کیږي هم د دوبۍ ورلډ متعلق دی.
د برج العرب یا د نړۍ د خارقالعاده دغه ساختمان د برخلیک په اړه تر اوسه دوبۍ ورلډ کومه پریکړه نده کړي.