کندهارته دجنوب لوديځ زون دحاجيانودوهمه الوتکه هم راورسېدل
ګڼ شمېرحاجيان ورسته له هغه چې کندهارهوائې ډګرته راورسېدل شکايت يې درلودچې ګواکې په سعودي عربستان کې ورته هغه اسانياوي نه وي برابري کوم چې دولت ورسره ژمنه کړې وه .
يوتن حاجي ذکريادکندهارپه هوايې ډګرکې دالوتکي څخه دراکښته کيدوپرمهال ټاټوبي ته وويل چې (( دولت سلګونه تنه ښوونکي اومعاوينين زموږ دچوپړپه موخه راسره مل کړي ووخو څنګه چې ښايې په هغه ډول يې نه لارښوونه اونه هم راسره دحج دفريضي داداينې پرمهال مرسته کړي ده . )
نوموړي زياته کړه چې اعماري هم په لېري ساحوکې راته ټاکل سوي وې چې په اسانۍ سره موخپل فرضيات نه سواى اداٍ کولاى . ده دغه رازوويل هغه ٢٣٠ اعماري چې دکندهاري حاجيانولپاره ځانګړي سوي وې زورواکودکابل حاجيانوته ورکړي وي چې له ډېروستونزوورسته موږ تري خپلي کړي .
حاجي ذکرياچې سخته ستړيايې په څهره کې له ورايه څرګنديده زياته کړه چې موږ کندهارته دراتګ پرمهال هم سخت وځورول سولو. دده په خبره چې دجدې په هوايې ډګرکې يې په يوه اوبله پلمه دوې ورځي وځنډولو.
دنوموړي حاجي يادي ستونزي اونيوکې دکندهارولايت دحج اواوقافوسرپرست رئيس حاجي عبدالحمد پرځاى ګڼي. نوموړي ټاټوبي ته وويل چي ځيني ښوونکې (معلمين ) په خپله ورسپارل سوې دنده کې غلفت کوي اوښکاره خبره ده چې يوشمېرحاجيان له ګڼوستونزوسره مخ وو. خو دحاجي ذکريادغه خبره يې په کلکه ردکړه چې ګواګې دکندهاري حاجيانولپاره اعماري په ليري سيموکې ټاکل سوې وي . ده وويل چې تربل هرکال ښږ کال دکندهار حاجيانولپاره مکې معظمې ته نژدې اعمارې ټاکل سوي وې چې دکندهارحاجيان يې له ډېرواسانتياووسره مخ کړي وو.
کندهارهوايې ډګرته تررارسيدوورسته يوبل تن حاجي امان الله له دولت اواړوندومسؤلينوڅخه دمنني ترڅنګ ټاټوبي ته وويل چې سږ کال دولت ټولي هغه اسانتياوي چې موږ ورڅخه هيله لرل راته برابري کړې وې . ده دغه رازدګرين يونايټيډګروپ څخه هم ياونه اومننه وکړه چې دتګ پرمهال يې دکندهارپه حاجي کمپ اوهوايې ډګرکې زياتي اسانتياوي ورته برابري کړي وې . نوموړي وويل چې ددغې شخصي کمپنۍ له لوري ورته دکندهارپه حاجي کمپ اوهوايې ډګرکې دځاى .فرش ، اوبو.بريښنا،اوبيلابيلوخوراکې توکواسانتياوي په شپه اوورځ برابري وي بايد وويل سي چې په کندهارکې دګرين يونايټيډګروپ له لوري دراغلوحاجيانوسره ديوي يوي جوړي کالي اوښځينه حاجيانوته يويوپوړونۍ اوخوراکي توکې دکندهارد دودسره سم دسوغات په ډول ورکول کيدل
دګرين يونايټيډګروپ يوتن استاذي نصيراحمد(نصرت )حاجيانوته دمرستي ويشلوپرمهال ټاټوبي ته وويل چې حاجيانوته يې دتګ پرمهال دپنځه مليونه افغانيوپه ارزښت دخوراکي اونورواړينوتوکومرسته کړې .
اوپه پلان کې لري چې دجنوب لوديځ زون ټولوهغوحاجيانوته چې دراتګ لړۍ يې پېل سوې دخېراوسوغات په موخه يوه يوه جوړه کالي اوښځينه حاجيانوته يويوپوړونۍ اونوراړين خوراکې توکې هم ورووېشي .
نصرت له نوروسوداګروهم وغوښتل چې ددوى په څېرله حاجيانواواړوهيوادوالوسره هراړخيزي مرستي وکړي .
ديادولووړده چې کندهارته دجنوب لوديځ زون دحاجيانودغه ٢٠٩ نفريزه الوتکه په داسي حال کې کندهارهوايې ډګرته راورسېدل چې تېره چهارشنبه هم يوه بله الوتکه چې ٢٠٩ تنه حاجيان يې سپرلي وو دکندهارپه هوايې ډګې کې راکښته سوه .
دحج اواوقافورياست مسؤلين وايې چې دسعو دي عربستان څخه دجنوب لوديځ زون دحاجيانو دراتګ لړۍ يې دوام لري اوديوه ځانګړي پلان له مخي به يې پخپل نوبت سره خبل ټاټوبي ته راستانه کړي .