مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-20   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار والی خبریالانو ته د دندی کاری گذارش ورکئ

احمد لودین


کندهار والي توريالي ويسا د تيري شنبي په ورځ په يوه خبري ناسته کي د خپلي دندي دتير کال کاري رپوټ وړاندي کړ او د راتلونکو پرمختيايي پلانونو څخه يي هم يادونه وکړه .
ښاغلي ويسا خبريالانو ته په خپلو خبرو کي د کندهار دامنيت ، ښووني او روزني ، بريښنا ، روغتيا ، پوهنتون ، اطلاعات کلتور ، کرهڼي ،  بياجوړوني او نورو پرمختيايي کارونو په هکله په مفصل ډول له هغو برياوو او خنډونو څخه يادونه وکړه چي دده د دندي په موده کي رامنځ ته سوي وه او په نوموړو برخو کي د پياوړيتا او پرمختګ په اړه نوي ژمني هم  وکړه . :
د ښاغلي ويسا لمړى يادونه په کندهار کي امنيت وو ده وويل چي د څو مياشتو راهيسي په کندهار کي امنتي چاري ډيري ښي سوي دي او په دي وروستيو کي  ځانمرګي بريدونه نه دي ليدل سوي او نه هم په لوړه کچه چاودني سوي دي ده زياته کړه چي ددوي مخالفين په ځينو سيمو کي ماينونه ښخوي خو دولت او س په دي برخه کي زيات مهارت لري او هر وخت ماينونه کشفوي او ددوي پلانونه شنډوي  ښاغلي ويسا زياته کړه چي دښار په دخولي دروازو کي امنتي پوستي جوړي سوي دي او پوليس او دملي اردو سرتيري هم هروخت ګزمي کوي ده وويل چي په امنيت ټينګولو کي کي دوي زياتي لاسته راوړني لري
كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا په كندهار ولايت كي د بيارغوني په اړه وويل د دهلي بندچي د ارغنداب پر رود جوړ سويدي  د كندهار ولايت  او  په ځانګړي ډول د شپږو ولسواليو لپاره ډيره  اساسي د اوبو منبع ده ده وويل چي د دې بند د رغوني او ترميم لپاره د كاناډا هيواد څخه كاري ټيم راغلي او په كندهار كي ځاي پرځاي سوى دي او د يوې مياشتي وروسته به دوي عملا كار پيل كړي ده په ښار كي د هغو سړكانو د ډامبرېدو خبره هم وكړه چي د فوايد عامې د رياست په تخنيكي او د ولايت مقام په مالي مرسته  د دوولسو كيلومترو څخه زيات سړكان ډامبر سويدي .
او همدارنګه د ښاروالي د رياست ، د امريكا د پوځ  ، هبيتات موسسي د كليو پراختيا د رياست په تخنيكي او د سيډا د موسسې په مالي مرستو د يوه كال په اوږدو كي درو ديرش كيلو متره سړكان ډامبر سويدي د سپين بولدك د بآزار څخه بيا تر وېش پوري د سړك د ډامبرېدو كار هم  جريان لري كندهار والي د كندهار ښار د دوو مهمو سړكانو په اړه  هم وويل چي د ښار و شمالي او جنوبي خواو ته به باي پاسونه جوړ سي چي په ترڅ كي به يي لوي باروړنكي موټران د هغو سړكانو څخه استفاده كوي او د بلي خوا بۀ په ښار كي ګڼه ګوڼه كمه سي .كندهاروالي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا د عامې روغتيا د رياست اړوند وويل چي د يوه كال په اوږدو كي  دولس كلينيكونه  په ښار او ولسواليو كي چي ځيني يي د دولت او ځيني يي د مرستندويو موسساتو په مالي مرستو رغول سوي دي. كندهار په خپلو خبرو كي وويل چي د اطلاعاتو او كلتور د رياست سره هم د مجلي ، ورځ پاڼي او د كتابونو په چاپېدو كي مرستي سويديكندهاروالي د ښووني او روزني په برخه كي وويل چي ۲۲ ښوونځئ د يوه كال په اوږدو كي جوړي سويدي چي  پيسي  د ښووني او روزني د وزارت د پرمختيايي بودجه څخه وركړ سويدي
د ښوونكو لپاره دوه زره نمري مځكي وركړل سوې چي شپږ سوه نمري يي توزيع سوې او د ښوونكو څخه د ارزيابي د آزمويني داخيستلو وروسته به د ښوونكو  په معاشاتو كي بۀ د پام وړ بدلون راسي . کندهار والي د كندهار ښار د برېښنا په اړه وويل چي د كجكي د بند څخه چي دا مهال دوه توربينه يي فعاله دي يوازي  د لسو څخه تر دولسو ميګاه واټه برق راكول كيږي او د دې تر څنګ د جنراتورونو څخه هم كار اخلو چي كله نا كله د تيلو و قراردادي ته پر وخت د پيسو نه وركولو لكبله په برېښنا كي كموالي راسي  كندهار والي هيله وښوده چي په مركز كي اړوند مقامات دې ته جدي پاملرنه وكړي توريالي ويسا وويل چي د كرهني او مالداري په برخه كي مو هيڅ هم ندي كړي ځكه چي د دولت  د بودجه څخه دا امكانات موجود نوه تر څو د بزګرانو سره مرستي وسي . .كندهار والي په خپلو خبرو كي وويل چي د اطلاعاتو او كلتور د رياست سره هم د مجلي ، ورځ پاڼي او د كتابونو په چاپېدو كي مرستي سويدي او د همدې رياست په انګړ كي د ملي سوداګرو په مالي مرسته د يوې   ستري وداني د رغوني كار پيل سويدي چي پكښي د موزيم لپاره د  مناسب  ځاي د درلودلو سربيره د ضرورت وړ د  ټولو شعباتو لپاره ځايونه موجود وي .ده  د ښووني او روزني په برخه كي وويل چي ۲۲ ښوونځئ د يوه كال په اوږدو كي جوړي سويدي چي  پيسي  د ښووني او روزني د وزارت د پرمختيايي بوديجي څخه وركړ سويدي
د ښوونكو لپاره دوه زره نمري مځكي وركړل سوې چي شپږ سوه نمري يي توزيع سوې او د ښوونكو څخه د ارزيابي د آزمويني داخيستلو وروسته به د ښوونكو  په معاشاتو كي بۀ د پام وړ بدلون راسي . كندهار والي د كندهار د پوهنتون په اړه وويل چي دا مهال يي  ډير پرمختګ كړي دي دولس تنه استادان يي د ماسټري لپاره بهرني هيوادو ته تللي دي 
ده وويل زه هڅه كوم چي  كندها رپوهنتون د بهرني هيوادو د پوهنتونونو سره د انترنت په ذريعه وصل كړم . ښاغلي ويسا په خپلو خبرو کي د کندهار د بريښنا ، کرهڼي او مالدارۍ او نورو پرمختيايي کارونه په هکله هم له شته ستونزو او برياوو څخه يادونه وکړه چي ده يي دبرياليتو ب راز دده  سره دخلکو په همکارۍ کي وباله . هغه پر ټولو خلکو ږغ وکړ چي دولت ددوي دپاره کار کوي او کوښښ کوي چي دهوسا ژوند زمينه ور ته برابره کړي نو دوي ته لازمه ده چي د دولت سره په هره برخه کي د پام وړ همکارى وکړي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery