مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-26   مخپرونکئ : خليل الله سروري

سږ کال د جاپان د عالي کلتور او روغتيايي خدمتونو مډال يو افغان وګاټه

خلیل

سږ  کال  د جاپان  د عالي  کلتور  او  روغتيايي خدمتونو  مډال  يو افغان وګاټه

د اسيا  د  وچي  د ختيځ  تر  ټولو  ليري سيمه،  چي  انسانانو  يې  د  دې  خاوريني کُرې  ټول  خلک  په  خپلي  زيارکښۍ  او سپېڅلتيا  هېښ، پېښ  کړي  دي، د جاپان  هيواد  دى .

په  دې  هيواد  کي  داسي  يو  پياوړى  سيسټم   جوړ دى، چي  خپل  د کمال  څښتنان، که  ځوانان  دي، که سپين  ږيري،  په  معنوي   او  مادي  مکافاتو  تل  لمانځي او  خپل  ځوانان  دې  ته   هڅوي، څو  له  خپل  سېک  او  پوهي  څخه   د بشر  د نېکمرغۍ  او  سوکالۍ له پاره  کټه  واخلي .
په  جاپانۍ  ژبه  کي  يوه   په  زړه  پوري  اصطلاح   هتراکي  بچي (Hataraki-bachi) ده، دا  اصطلاح   دوې برخي  لري  ، لومړۍ برخه يې  (Hataraki) د کارکوونکي  په  معنا اودوهمه  برخه يې  (Hachi) د شاتو موچمچۍ ده ،چي  په  ګډ (ترکيبي) حالت کي  په (Bachi) اوړي .  دا اصطلاح  د موچموچۍ  غوندي  ورهڼ (کمالداره) ته  ويل  کېږي . له  دې اصطلاح  څخه  دوې  موخي  اخيستلي کېږي،  يوه  موخه   يې   ګټور  کار  (دشاتو جوړول) او  بله  موخه  يې  پر  يوې  ملکې  (مشر) باندي  راټولېدل دي .
لږ  داسي پېښېږي، چي  جاپانيان  دي  د بل  وطن  د سړي  کمال  ته  غاړه  کږه  کړي، که  چيري  کله  اړ  هم  سي، نو وايي  پلانى  لکه  جاپانى  غوندي  کار کوي . په دغسي  ټولنه  کي  چي  ستړيا  له  انسانانو  تښتي، د معنوي  کمال  د څلي  و  څوکي  ته  ځان  رسول   و جاپانيانو  ته   لا د حيرانتيا    خبره   ده.

پروفيسر  ډاکټر  خالد  رشاد
د جاپان  په  علمي  او  اکاډيميکه  برخه  کي  د مکافاتو  تر  ټولو  لوړ  مډال   د عالي  کلتور  او   روغتيايي  خدمتونو  مډال  دى، چي  د جاپان   د  سنې  له  مخي  د شيووا  ٢٤  (١٩٤٩)  کاله  راهيسي   د کال  دغوره  جاپاني  عالم   او   پوه  له پاره   ټاکل  سوى دى .  سږ  کال  د هې سې ٢١ (٢٠٠٩م)   کال   د جاپان  دغه  تر  ټولو   لوړ  مډال    يو  بل  وطنه   پوه  او  عالم  ته   ورکړل  سو،  چي  له  نېکمرغه   دغه  بل   وطنه  زموږ   د هيواد  يو  افغان  پوه  او  په  کندهار  کي  زېږېدلى   او   لوى  سوى  ځوان  پروفيسر  ډاکټر  خالد  رشاد   د  علامه رشاد بابا(رح) مشر  زوى  دى .
دا  مډال   د  دې  کال  د اکتوبر   په  مياشت  کي  د جاپان   د ټاکلي  علمي جرګه ګۍ له  خوا  منظور  او   په  نوامبر  کي   د جاپان  د امپراتور  له  خوا  په  يوه  پرتمينه  غونډه  کي  ور  وسپارل  سو.
خالد  رشاد  په  ( ١٣٢٩ هـ . ل)  کال   د کندهار   په  ښار  کي  زوکړى، خپلي  لومړۍ   او  منځنۍ  زده کړي  يې   په  کندهار  کي  بشپړي  او  د  طب  په  رشته  کي  د لوړو  زده کړو  له پاره  په (١٣٤٨ هـ . ل)  کال  جاپان  ته   ولاړ،  په  دې  رشته   کي  يې  د ماسټرۍ  او  دوکتورا  علمي  ډګرۍ  تر  لاسه  کړې  او  له  فراغت  سره   سم    د جاپان   د کيوتو پوهنتون  د طب  په  پوهنځي  کي   د  ښوونکي   دندي  ته وګمارل سو، چي  اوس  هم  د دې  پوهنتون  د پروفيسر  په  توګه  تدريس  پر  مخ  بيايي  او   پر څنګ  يې  د  (JICA)  د  روغتيايي  پروګرام  د اسيا – افريقا   د  برخي    د  لوى  مشاور   په  توګه  کار  کوي .
پروفيسر ډاکټر خالد رشاد ته د دې  مډال  د ورکړي  د  وياړ مبارکي   تر  ټولو   وړاندي   ټول  افغان  اولس  ته  او بيا  ټولو  هغو  ښاغلو  ښوونکو او استادانو ته  وايم، چي  د  دوى  دښووني   او   روزني   په  برکت  نوموړى  د نړۍ  و  دې  لوړ  علمي  مقام  ته  ورسېد .

پروفيسر ډاکټر  خالد  رشاد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery