مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جغتو د مدني او كلتوري بهيرپنځمه غونډه ترسره شوه

امين الله عادل

 د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ "مدني او كلتوري بهير" خپله پنځمه غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴لمريز كال د سرطان مياشتې له درېيمې نيټې سره برابراه ده د"غازي محمد جان خان" دعالي لېسې په انګړ كې تر سره كړه.غونډه د قاري عبد الهادي هادي لخوا د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو ...

امين الله عادل
 
 د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ "مدني او كلتوري بهير" خپله پنځمه غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴لمريز كال د سرطان مياشتې له درېيمې نيټې سره برابراه ده د"غازي محمد جان خان" دعالي لېسې په انګړ كې تر سره كړه.
 غونډه د قاري عبد الهادي هادي لخوا د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، د غونډې رئيس ښاغلى ليكوال او شاعر عبد المتين وردګ او مشر ميلمه محمد نور كټوازى و، او ويندويي چارې د امين الله عادل پر غاړه وې.
 د غونډې په لومړۍ برخه كې د غازي محمد جان خان لېسې يو تن وړوكي شاګرد په خپله خوږه ژبه مېلمنو ته ښه را غلاست ووايه او ورپسې ښاغلي صبغت الله تميم د تېرې غونډې راپور ولوست، ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ د پارلماني انتخاباتو په هكله خپله وينا واوروله، چې له يوې خوا يې كانديدانو ته ګټورې مشورې وركړې او له بلې خوا يې ولسي خلكو ته دپرځاى انتخاب په ټاكلو كې لازمې لارښوونې وكړې، د غونډې په دويمه برخه كې عبد العظيم ستومان خپل شعر كره كتنې ته وړاندې كړ.
 د غونډې دويمه برخه آزادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې د سيمې ګڼو تنكيو ځوانو شاعرانو پكې خپل شعرونه د غونډې برخوالو ته واورول.
 دا چې د جغتو ولسوالي د افغانستان له تاريخي سيمو څخه ګڼل كېږي، ډېرې تاريخي سيمې لري، ددې سيمو د پېژندنې او د ولسي خلكو د خبراوي لپاره و پتېيل شوه، چې د (جغتو) د كليمې او په نوموړې سيمه كې د ( هلاكو) د غره په اړه څېړنيزې مقالې چمتو او په راتلونكې غونډه كې وارول شي.
 په غونډه كې د جغتومدني او كلتوري بهير لخوا د ځوان ژورنالېست محمد اسماعيل نويد تر مدريت لاندې د "جغتو" مهالنۍ خپرونه هم برخوالو ته وړاندې شوه، د غونډې په برخوالو يو شمېر خپرونې او مطبوعات ووېشل شول او د نوموړي بهير كتابتون ته ډالۍ شوي كتابونه او خپرونې نندارې ته وړاندې شوې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery