مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-11   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

PEOPLE MAGZEN: امریکا یمن ته سرتیري نه لیږي

 

سرچینه: د امریکا پیوپل مجله

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د امریکا پیوپل مجلې له ولسمشر اوبهاما څخه په حواله لیکلي چې واشنګټن داسي کوم پلان نلري چې یمن ته د القاعدې د ځپلو لپاره سرتیري ولیږي.

د امریکا رسنیو تیره انۍ له امریکایې استخباراتو په نکل خبر ورکړ چې هغه کس چې غوښتل یې د نوي کال په لومړۍ ورځ په امریکایې مسافر وړونکي الوتکه کې چاودنه وکړي په یمن کې د القاعدې ډلي له مشرانو سره اړیکه درلوده او له هغه ځای څخه یې د برید دستور تر لاسه کړی وو.

دغه نایجریایې له برید دمخه ونیول شو او مسافر وړونکي الوتکه چې د امستردام ښار پر سر روانه وه خوندي را ښکته کړای شوه.

پیوپل مجلې ویلي چې امریکا دمګړۍ په یمن کې د القاعدې ډلي د مشرانو او روزن ځایونو د شتون په اړه دقیق او د تشویش وړ رپوټونه په لاس  کې لري خو په عراق او افغانستان کې د امریکايي سرتیرو ښکیلتیا  واشنګټن ته دا موکه نه ورکوي چې یمن ته سرتیري ولیږي او د القاعدې ډله منزوي کړي.

د مجلې په لیکنه چې اوبهاما اوس نورو هیوادونو ته د امریکایې سرتیرو د استولو په اړه ډیر دقیق فکر کوي او نه غواړي چې په یمن کې هم ځان ښکیل کړي ځکه چې دغه کار به په منځني ختیځ کې د امریکا اعتبار ته سخت تاوان ورسوي .

اوبهاما دغې مجلې ته ویلي چې د  الشباب په نامه د القاعدې ډلې یوه خواخوږي بله ډله هم په یمن کې فعاله ده او دغه ډله د القاعدې تر نفوذ او قوماندې لاندي فعالیت کوي.

الشباب ډله په یمن کې عمده مراکز او په زرګونو تنه جنګیالي لري او د امریکا د اسختباراتو د ادارې له لوري د ترهګرو ډلو په کتار کې شمیرل شوي ده .

پیوپل مجله وړاندي لیکي چې که څه هم امریکا په یمن کې د القاعدې پر ضد جګړې کې ځان نه ښکیلوي خو په غیر مستقیم  ډول لا دوخته په دغه جګړه کې سهم لري او هغه هم د سعودي عربستان په مرسته د یمن په شمال کې د القاعدې د جنګیالو پر ضد روانه جګړه ده .

تیره میاشت د القاعدې ډلې د جنګیالو پر ضد د یمن په شمال کې له دوو لورو د سعودي  عربستان او یمن حکومت په ګډه همکارۍ ځپونکي عملیات پیل شول او پکې د القاعدې او الشباب ډلو په لسګونو جنګیالي مړه او یو شمیر مرکزونه یې ویجاړ کړای شول.

پیوپل مجله وړاندي لیکي چې د سوریې او ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو امریکا او سعودي عربستان د یمن د حکومت په هغې جګړه کې په ښکیلاتیا ملامت کړي چې د یمن د یاغیانو پر ضد پیل شوي دي.

BY: Mirwais Jalalzai

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery