مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د بريليکونو د ويشلو په وياړ غونډه

خليل الله سروري - كندهار

يكشنبه د چنګاښ د مياشتي ۱۳ چي د جولاي دمياشتي د ۳ نيټي سره سمون لري په كندهار كي دظاهر شاهي ليسي و زده كوونكو ته د بريليكونو په و ياړ غونډه دزرغوني انا ليسي دكانفرانس په صالون كي جوړه سوه .په دي غونډه كي د كندهار و لايت د پوهني رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي ، د لوي كندهار د كلتوري مركي

 خليل الله سروري - كندهار
 يكشنبه د چنګاښ د مياشتي ۱۳ چي د جولاي دمياشتي د ۳ نيټي سره سمون لري په كندهار كي دظاهر شاهي ليسي و زده كوونكو ته د بريليكونو په و ياړ غونډه دزرغوني انا ليسي دكانفرانس په صالون كي جوړه سوه .
 په دي غونډه كي د كندهار و لايت د پوهني رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي ، د لوي كندهار د كلتوري مركي مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد ، دبينو ا فرهنګي ټولني مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار، په كندهار كي دهندوستان هيواد قونسل او نور دمعارف استادانو او شاګردانو گډون كړي وو.
 غونډه د مازديګر پر پنځو بجو او ديرشو دقيقو پيل سوه ، دغونډي په پيل كي د ظاهر شاهي ليسي د يوه تن زده كوونكي لخوا څخه د قران كريم څومبارك اياتونه ولوستل سوه وروسته دظاهر شاهي عالي ليسي مدير ښاغلي سراج الدين خان دغونډي ګدون كوونكو ته خپله ګزارش وړاندي كړ او ده دا هم وويل چي په تيرو درو كلونو كي دافغانستان څخه وخارج ته (۲۱۳۵) تنه د خارجي بورس په اخستلو سره دزده كړي لپاره تللي دي خو متاسفانه چي په دي شاګردانو كي يو تن احمد الله د ميردل خان زوي د كندهار څخه خارج ته د تحصيلي بورس په اخستلو سره ليږلي دي او پخوا چي به كله د وزارت معارف لخوا څخه كوم مكتوب يا لايحه راتلله هغه په دري او پښتو داوړه ژبو سره ليكل سوي وه خو اوس يوازي په دري ژبه وي ورپسي محب الله حلميار د ظاهرشاهي عالي ليسي زدكوونكي د ظاهر شاهي عالي ليسي دزده كوونكو په استازي توب خپله وينا وكړه او ده دا يادونه هم وكړه چي سږكال دلوړو زدكړو وزارت دكندهار دمتعلمينو سره د كانكور په ازموينه كي درغلي كړيده چي دځينو نمري لاتراوسه هم لادركه دي او ځيني داسي ځايونو ته كامياب سوي دي چي دوي يي انتخاب هم نه وو كړي .يوازي دوه كسه دي چي خپلو انتخاب سوي پوهنځيو ته كامياب سوي دي او دوي يي يو كال وځنډول چي دا پخپله يو د تعصوبه ډك چلند سوي دي . وروسته دكندهار ولايت دپوهني رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي صاحب دغونډي برخوالوته خپله وينا واوروله او د ښاغلي سراج الدين خان خبره يي تائيد كړه ورپسي دلوي كندهار دكلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد دورځي په اړوند خبري وكړي او دداسي نور غونډود جوړيدو غوښتنه يي وكړه ورپسي دظاهرشاهي ليسي متعلم نصيراحمد ادبيار يوه ترانه په ترنم دغونډي برخوالو ته وړاندي كړه په دي سره دغونډي لمړي برخه پاي ته ورسيده او دغونډي دوهمه برخه پيل سوه چي ددبريليكونو د ويشلو لپاره چمتو سوي وه .
 دغونډي ددوهمي برخي په پيل كي دظاهرشاهي عالي ليسي عمومي اول ، دوهم او دريم نمره ته دكندهار ولايت دپوهني درئيس ښاعلي حيات الله رفيقي لخوا څخه بريليكونه وركړه سوه او ورپسي دظاهر شاهي ليسي ممتازو شاګردانو ته ( اول ، دوهم او دريم نمره )داووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولكي پوري بريليكونه دكندهار دكلتوري مركې دمشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد ، په كندهار كي دهندوستان هيواد قونسل ، دظاهرشاهي ليسي سابقه داره استاد غلام محمدخان اونورواشخاصو لخوا بري ليكونه وويشل سوه . او غونډه د ماښام پر اوو بجو او ديرشو د قيقو پاي ته ورسيده.

 

Ammajana Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 011.jpg
DR tariq rashad Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 009.jpg

Nesir adabyar Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 010.jpg

Hayatullah Rafiqi Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 008.jpg

Nesir adabyar Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 020.jpg

indian consuger Zahershahi high school in 1384 ( E.P.) Kandahar 025.jpg

 


 


 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery