مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لويه پکتيا له ولسمشرڅخه پر، کړو ژمنو وفاغواړي

دخوست درسنيوکور


هغه لويه اودرنه غونډه ،چې د مرغومي په ۲۴ مه دخوست ټولنيزمرکز (ميديوتيک) دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې جوړه شوې وه ، پکې دلويې پکتيا (پکتيا ،پکتيکا اوخوست ) په لسګونوقومي مشرانو،ديني عالمانو،روڼ اندو ،دمدني ټولنې فعالينواودرسنيو استازيو اوخبريالانوګډون کړی وو

دغونډې ګډونوالوله ولس مشرحامدکرزي څخه سخته  ګيله وکړه ،چې تل يې دلويې پکتيا خلک په تشو وعدو تېرايستلي اوعملاً يې دهېواددې مهمې برخې ته له سره پاملرنه نده کړې. دوی ويل ،چې لويې پکتيا دولسمشرۍ په دواړو ځل ټاکنو کې ولسمشرکرزي ته دتائيد ټولې رايې ورکړې اوهمداشان يې دده په ټاکنه کې قاطع رول لرلئ ، خوله بدمرغه ولس مشرددوی پاکو احساساتو اووفادارۍ ته په هېڅ کتلي دي.
دوی په خپلو خبروکې دريو اساسي مسايلو ته په اشارې سره وويل، چې دواړه ځله دکرزي په ،وړاندې شوې کابينه کې دلويې پکتيا ونډې ته پاملرنه نده شوې ، له نهه  کلونووروسته هم دخوست –ګرديزسړک په هماغه خراب شکل پاتې شوی او دجوړونې له روان بهيرڅخه يې معلوميږي ،چې په راتلونکودريوکلونوکې به هم نوموړې پروژه تکميل نشي.

ګډونوالو دولسي جرګې پرغړيوهم نيوکه وکړه ،چې اميرزي سنګين ته يې درايې په  نه ورکولوکې له قومي،ژبني اوسمتي توپيرڅخه کاراخيستی اودده اهليت اوملي ګټو ته دوفادارۍ څخه يې سترګې پټې کړې دي .
په غونډه کې دخوست دعلماوو شوراريس مولوي محمدايوب هاشمي په تونده لهجه دلويې پکتيا دخلکو له اصيلتوب اودروندوالي څخه په مخ اړولوکې دښاغلي کرزي اودده دهمکارټيم کړه وړه ناسم وبلل.
مولوي هاشمي دهېواد سياسي ثبات اوټولنيزپرمختګ پدې پورې تړلی وباله ،چې په سياسي نظام کې ددې سيمې مخورواوفاضلوشخصيتونوته ونډه ورکړل شي.

ده ،دمخابراتو پخوانی وزيراميرزی سنګين وړاومساعد کدروباله اوټينګاريې وکړ ،چې نوموړی بايد له کابينې حذف نشي .
دپکتيکا ولايت دزيړوک ولسوالۍ دخلکو په استازيتوب عليم جان لويې پکتيا ته دمرکزي حکومت نه پاملرنه سياسي ظلم وباله اوټينګاريې وکړ ،چې دلويې پکتيا لپاره سرحدي ستونزې هم لږې ندي ،چې مرکزي حکومت دوی لپاره نورټولنيزاوسياسي سرخوږی جوړکړی دی.

ده په خپله خبروکې له پارلمان څخه دپوښتنې په ډول وپوښتل: (( هرکله چې اميرزی سنګين په کومه سياسي ډله ټپله پورې اړه نلري، په خپل کارکې موفقه دی ،دمخابراتو وزارت عايدات يې په کال کې ترسلو ميليونورسولي اوهمداشان خپلې دندې اوولس ته وفادارپاتې شوی ،بيا ده ته دکوم دليل له مخې دنه باور رايه ورکړل شوه.))
دوزې خوا ولسوالۍ دخلکو په استازيتوب حاجي سيلاني ځدراڼ يادونه وکړه ، چې دکابل کندهار همداشان کال-شمال سړکونه دکرزي دواکمنۍ په لومړيو کلونوکې بشپړ شول، خو دخوست –ګرديزله سړک څخه دی ، اودفوايدعامې وزير له سره معلومات نلري.

په غونډه کې دخوست قومي مخوراومتنفذشخصيت حاجی رسول محمدخان تڼي لويه پکتيا دعلمي اومسلکي کدرونو له پلوه  دهېواد غني سيمه وښوده ،خوپدې يې تاسف څرګند کړ،چې دښو اومسلکي کدرونودلرلوباوجودهم ولس مشردې سيمې حقوقوته پاملرنه نده کړې .
ښاغلي رسول محمدتڼي زياته کړه: (( موږدتعصب له مخې په نظام کې برخه نه غواړو بلکې مستحق اووړکدرونه لرو ،دتاريخ په اوږدو کې دسياسي نظام په چلولواودهېواد په پرمختګ اورغونه کې ددې سيمې خلکو اوکدرونو فعاله او دقدروړ ونډه لرلې ده. ))

دمدني ټولنې دفعالينوپه استازيتوب نصيراحمدروښان له جمهورريس کرزي وغوښتل ،چې دولس مشرۍ له ټاکنو مخکې دلويې پکتيا دخلکو له استازيوسره دې په کړو ژمنووفاوکړي.
ده خپلوخبروکې يادونه وکړه ،چې کرزي دوی سره په ليدنه کې پدې اعتراف کړی وو،چې لويې پکتياته  دوړ اومساعدو شخصيتونواوکدرونوباوجود په تېره دوره کې په کابينه اونورومهمو پوستونوکې ونډه نه وه ورکړل شوې ، خوکه داځلې ټاکنې وګټي نولويې پکتيا ته به پوره برخه ورکوي.
په نوموړې غونډه کې په خپل وارسره دمجاهدينودملي يووالي اسلامي شورا ريس قاري عبدالولي عادل،دخوست ټولنيزمرکزمشرنجيب الله الوخېل  دقومونودپيوستون شوراپه استازيتوب جان محمدتڼي اويوشمېرنوروبرخه والودموضوع په تړاو څرګندونې وکړې .
په ياده  غونډه کې ويناوالوپه خپلوخبروکې ګوت څنډنه وکړه ،کچيرې ددوی روا غوښتنوته پاملرنه ونه شي ،نودوی به داحالت په چوپه خوله ونه زغمي اوله خپلوقانوني صلاحيتونوڅخه په استفادې به په سوله ييزو لاريونونواواحتجاجي غونډو اوناستو لاس پورې کړي.

ياده دې وي، چې څوورځې وړاندې هم له ولس مشرڅخه دخوست وولسونواومجاهدينوپه ورته ناسته کې خپلې يوشمېرغوښتنې په ډاګه کړې وې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery