سرچینه: د رویټرز خبري آژانس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډیویډ ریچاردز چې یو مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشري کوله د کابل د تیرې ورځي د بریدونو پر مهال د افغان ځواکونو وړتیا ستایلي ده.
نوموړي له رویټرز خبري آژانس سره خبري کړي او دغه آژانس پرې یوه مقاله خپره کړي ده .
جنرال ریچاردز ویلي د افغان ځواکونو د پرون ورځي پر وخت او تکتیکي اجراتو د هغو کسانو نظر ناسم ثابت کړ چې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه یې شکونه درلودل او یا یې هم ویل چې دغه ځواکونه کار نه شي کولای .
تیره ورځ یوې ډلي وسله والو چې ویل کیږي طالبان ول د کابل په زړه کې سرینا هوټل، د افغانستان بانک، د آریانا سینما، د عدلیې وزارت، ګلبهار سنټر او نږدې پرتو نورو ودانیو باندي بریدونه پیل کړل او سمدستي افغان سرتیري سیمې ته ورسیدل او په ډیر کم وخت کې یې د یوې ستر بغاوت مخه ونیوله او په داسي حال کې چې د تلفاتو شمیره هم ډیره ټیټه وه افغان ځواکونه د دې جوګه شول چې په دومره یوه حساسه ساحه کې ځای پر ځای شوي برید ګر خپلو موخو ته له رسیدو دمخه سرکوب کړي.
رویټرز له جنرال ډیویډ ریچاردز څخه په حواله لیکي، طالبانو ته امر شوی وو چې د ښار په هره برخه کې حمله وکړي او هغوي ته دا مهمه نه وه چې بریدونه یې څومره اغیزمنتوب لرلای شي بلکې هغوي غوښتل چې دا وښیې چې طالبان کولای شي د ښار هر مهمي سیمې ته ځانونه ورسوي او هلته حملي وکړي.
دغه بریټانوي جنرال ویلي چې افغان ځواکونو د پرونیو بریدونو ښه تکتیکي ځواب وویلو او دا یې وښوده چې افغان سرتیري څومره مسلکي او کاري وړتیا لري.
پرون طالبانو د کابل له زړه څخه ډزي پیل کړي او پرلپسې څو ځانمرګي بریدونه یې وکړ او په ښار کې یې عجیبه شانته ویره خپره کړه.
جنرال ریچاردز ویلي چې طالبان په خلکو کې محبوبیت نه لري او دوي هڅي کوي چې خلکو ته دا وښیې چې بریالي توب د دوي دی او خامخا به واک نیسي لیکن خلک اوس د هغوي له ملاتړ څخه لاس اخلي.