لاس ټایمز: د طالبانو شجاعت امیدواري دفع کړه
سرچینه: لاسنجلس ټایمزورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ولسمشرۍ ماڼۍ، مرکزي بانک، د عدلیې وزارت او پینځه ستوری سررینا هوټل چې د کابل په زړه کې پراته دي د طالبانو له لوري دا ځل د هدف په توګه ټاکل شوي وو.
وروسته، د دوشنبې په سهار د کابل ښار هغه مهال چې ښاریان د خپلو کارځایونو او کاروبارونو پر لور روان ول اوه تنه طالبان چې خپل بیل او کلنګ( کلاشینکوف او له بمونو ډک واسکټونه) یې تر خپلو خړو افغاني پټوګانو لاندي پټل کړي ول د کابل په زړه کې دوو مرکزي سیموته ننوتل.
هغوي په لومړي سر کې پینځه تنه په ډزو سره ووژل.
طالبانو په خپل دغه برید سره دا سل په سلو کې ثابته کړه چې هغوي دا وړتیا لري چې د امریکایي پلوه افغان دولت له ضعف څخه ګټه واخلي او د حکومت په مرکزي اهدافو بریدونه پلان کړي.
په یوه ډول، طالبانو وکړای شوای چې یوه غټه اندازه چاودیدونکي توکي، مرمې او د راکټ لانچرو دستګاوي له ځان سره د کابل ښار زړه ته را انتقال کړي او پرې شاوخوا ۵ ساعته له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړي، هغه جګړه چې د کابل ښار یې د پينځو ساعتونو لپاره د جګړې په زون بدل کړی وو.
ښار ته راغلو کابل ښاریانو یوه او بله خوا منډي وهلي او د مرمیو او چاودنو غږونو د کابل مرکزي سیمه په سر اخیستي وه.
تور لوګی د فروشګاه له سیمې هوا ته پورته کیده او په سر هم د ناټو هلیکوپټري ګزمه کوله.
د کابل ښار د پولیسو یوه افسر چې نصیر احمد نومیده او د فروشګاه بزرګ افغان پر ودانۍ یې د پیکا ماشیندار ډزي کولي لاسنجلس ټایمز ته وویل: (( مونږ تر اوسه د داسي یوه برید اټکل هم نه شوای کولای، اوس په دې وپوهیدو چې څرنګه د کابل ښار خوندي کړو)).
د افغانستان د ملي دفاع وزیر رحیم وردګ د جګړې د ورځي په پای کې وو، دوه ملکي افغانان چې یو یې ماشوم وو، دوه د افغان پولیسو افسران او د ملي امنیت یو مامور په دغه جګړه کې مړه شول، ۳۵ ملکي افغانان ژوبل شول، ۲۰ پولیس ټپیان شول او ۱۰ د ملي پوځ سرتیري هم د برید کونکو په ډزو سره ژوبل شول.
رحیم وردګ وویل چې واړه اوه برید کونکي یې د ورځي تر وروستیو پوري ووژل .
افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې دا برید په داسي حال کې د طالبانو له لوري تر سره شو چې د کابینې نویو وزیرانو د جمهوري ریاست په ودانۍ کې د تحلیف مراسم تر سره کول او هیڅ یوه ته تاون ندی رسیدلی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لاسنجلس ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې دوي غوښتل د ولسمشرۍ په دفتر، مرکزي بانک او نورو حکومتي ادارو بریدونه وکړي.
دغه برید په داسي حال کې تر سره کیږي چې کابو یولس میاشتي دمخه وسله والو طالبانو په همدغه سیمه کې د عدلیې پر وزارت هم ورته برید وکړ.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې وسله وال طالبان اوس دا وړتیا لري چې د ښار په هره برخه کې بریدونه وکړي خو دا ورته مهمه نده چې په بریدونو کې افغان دولت ته د سر ځیان اوړي که نه دا ځکه چې طالبان اوس په ښار باندي د خپل تهاجمي برید ساحه تنګوي.